تاند، چهارشنبه، د ثور ۳مه: د تندر ۲۰۳ قول اردو وايي، په لوګر ولایت کې یې له افغان ځواکونو سره په نښته کې د طالبانو لوري ته داسې مړي موندلي دي چې ښيي دوی پاکستاني او چیچن وګړي وو.

د تندر قول اردو د څلورمې لوا قومندان عبدالمتین حسین خېل وايي، وروسته له هغې چې طالبانو په څرخ ولسوالۍ کې تحرکات زیات کړل اوس افغان ځواکونو په سیمه کې عملیات پیل کړي دي او په دغو عملیاتو کې د طالبانو له لوري په میدان کې داسې مړي هم پاتې شوي دي چې لا هم د طالبانو په لیکو کې د پراخ شمېر چیچن، عرب او پنجابي جنګیالیو د موجودیت ښکارندویي کوي.

  د حسین خېل په خبره له شنبې راهیسې یې په سیمه کې د طالبانو پر ضد عملیات پيل کړي دي چې په ترڅ کې یې د طالبانو ګڼ نظامي قومندانان او وسله وال په هوايي بریدونو کې له منځه تللي دي.

  څرخ په لوګر کې د طالبانو د نفوذ تر ټولو مهمه سیمه ګڼل کېږي، چې څو ورځې وړاندې هم په کې طالبانو پر یوه پوسته بریدکې ۱۶ سرتېري ووژل.

 نن هم د کورنیو چارو وزارت وویل چې طالبانو د مس عینک پر کان برید کړی او ۸ سرتېري یې وژلي دي.

د طالبانو په لیکو کې د نورو هیوادونو د جنګیالیو خبره څو ورځې وړاندې د بدخشان والي هم کړې وه په داسې حال کې چې طالبانو امریکا ته ژمنه ورکړې چې له خپلو لیکو څخه به بهرني جنګیالي باسي.

One thought on “لوګر کې هم د طالبانو لپاره چیچن، عرب او پنجابي وسله وال جګړه کوي”
  1. یوه هیله د تاند وېبپانې له محترمې ادارې

    له خبرسره چې عکس خپروئ ښه به وي چې عکس په اړه لنډ وضاحت هم پریږدئ. اوس یوازې حدس وهم چې عکس د ژمي ښکاري ممکن خبرسره تړاو ونلري. نورمالومات نشته- ځای، وخت او…حتی د آرشیف ذکر هم نه دی شوی

    مننه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *