تاند، پنجشنبه، د ثور ۱۱مه: د لوګر سیمه ییز چارواکي وایي، چې تېره شپه طالب وسله والو ددې ولایت د خروار ولسوالۍ پر ودانۍ بريد کړى، چې د افغان ځواکونو له ځوابي غبرګون سره مخ شوی.

د لوګر د والي ویاند دیدار احمد لونګ وايي، چې د افغان ځواکونو په ځوابي برید کې ۱۳تنه وسله وال طالبان وژل شوي او ۷ تنه نور يې ژوبل دي.

 د لونګ په وینا په دې نښته کې د طالبانو يو عراده سراچه ډوله موټر، شپږ موټرسايکلونه او يو ميل پيکا هم له مينځه تللي دي.

دی وایي، د وسله والو طالبانو په دې برید کې افغان ځواکونو ته هم مرګ ژوبله اوښتې او د ملي اردو ۲ سرتېري وژل شوي او يو بل ژوبل شوی دی.

وسله والو طالبانو تر اوسه ددې برید او د اوښتي مرګ ژوبلې په اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

د یادونې ده چې د سولې له تړون راوروسته پر افغان ځواکونو د طالبانو بریدونه زیات شوي خو افغان ځواکونو اوس د فعالې دفاع حق ترلاسه کړی چې له کبله یې د طالبانو په ګڼو بریدونو کې بېرته دغې ډلې ته د زیاتو تلفاتو اړولو خبرونه ورکول کېږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *