د کابل په تور بازار کې په سپینه ورځ لوټماران دعدالت په نامه پاک لمنې مېرمنې ته د انصاف په نامه اور ورته کوي ، د افغانستان په نیمه ځمکه اور بل دی او څو ټو پکمار په لویو لارو کې پر بې وزلو مسافرو د خپلو وسلو سینې تشوي.
پاکستان لګیا دی د افغان سولې په نامه له کابل سره د نوې لوبې سناریو لوبوي او دغلته ناست څو سیاسي منجاوران د حامد کرزي د سولې پر هڅو د نیوکو شخوند وهي.
د افغانستان په جنوب کې سپین طالبان د عراق اوشام له تورو جنګیالیو دالهام روحیه اخلي او په ډراماتیک ډول په شمال کې د جګړې نوې جغرافیا رامنځ ته کیږي،خو د ارګ په ګډون دامنیتي ادارو په راس کې راټول شوي ښاغلي ورته د خیر په غونډۍ ناست دي.
د جان کیري په نوښت د جوړ شوي نظام له تشکیل اوه میاشتې اوړي، خو د افغانستان په ولس وزارتونو کې معینان په څوکۍ ناست د وزارت هوس پوره کوي.
خو د افغانستان د ولسمشریزو ټاکنو څخه د راوتلي نادر نظام دوه مشران هڅه کوي د ملي یووالی په نامه دغه بې ساري تشکیل ته د مشروعیت جامې ور اغوندي.
ډاکتر غني او ډاکتر عبدالله په لویدیځ په خورا ویاړ د رسنیو پر وړاندې یو ځای راښکاره کیږي او نړۍ ته داپیغام ورکوي چې ګني دوی په ډیموکراسۍ له هرچا وړاندې دي او د جمهوري نظام په راس کې یې دوه داسې څوکۍ ایجاد کړې چې شاید د ډیموکراتیک نظام طراحانو به هم پام نه وو وراوښتی.
ډاکتر اشرف غني ته د جان کیري هغه تانه چې ګویا د افغانستان په تاریخ کې کوم بریالي واکمن له دوهم کس سره واک ندی نیم کړی،خو اشرف غني دغه بې سارې تېرېدنه د دوي په وینا دافغانستان د خیر لپاره دعبدالله پر وړاندې کړې کافي ده چې پر خپل دغه شهکار فکر وکړي او خپل سر ګریوان ته ښکته کړي.
لویدیځ په ځانګړي ډول امریکا چې نن سبا د دریمې نړۍ واکمنانوته آب حیات ښکاري په خورا ځیرکتیا لوبیږي او یوازې په یوه غږ تور په سپین اوسپین په تور بدلوي.
د پخواني ولسمشر حامد کرزي ورستي کلونه چې د امریکا لپاره د زغم وړنه وو د متحده ایالاتو لپاره ترخه تجربه وه او د کابل او واشنګڼ ترمنځ یې ځکه ناندرۍ راپورته کړې،چې ګویا حامد کرزی په ډیری مواردو کې د امریکا خیال نه ساتي او خلکو ته یې دا ذهنیت ورکړل چې ګني کرزی هره پرېکړه د خپلو شخصي غوښتنو پر اساس کوي،هغه موضوع چې ډېرو سولېدلو په اصطلا سیاسي کارپوهانوته یې د غیبت فرصت ورکړ.
خو په حیرانۍ سره امریکایي او لویدیځ مشران دغه مات اوګوډ حکومت مشر ته د ښې رهبرۍ نړیواله جایزه ورکوي او نړیوالې رسنۍ اشرف غني دامریکا ترټولو پیاوړی متحد بولي.
د امریکا په کانګریس کې د اشرف غني وینا هله په چک چکو او خوښې بدرګه شوه،چې نوموړي امریکایان د افغانستان ریښتیني خواخوږي وبلل او دهغوی له هڅو یې قدر داني وکړه
دلته په افغانستان کې هم یو شمېر سیاسيونو د اشرف غني دغه وینا دافغانستان په تاریخ کې د یوه افغان ولسمشر له خولې بې سارې وبلله او امریکایي هرکلی یې د ځان ویاړ وباله .
د ښاغلي اشرف غني په تخصص کې شک نشته او په اړونده برخه کې هغه ته د یوه مفکر لقب ښايي بې ځایه نه وي،خو د هیوادونو مشري کومه پروژه نده چې متخصص کدرونه یې دې تر ټولوښه رهبري کړي.
په افغانستان کې د امریکا ۱۳ کلن حضور داهرڅه په ډاګه کړل چې متحده ایالات څومره د افغانستان خواخوږي دي او څومره خپلو ګټو ته ژمن دي .
اشرف غني ته د ښې رهبرۍ مډال ورکونه او په کانګریس کې دهغه له وینا دغه بې ساری هرکلی به د ځینو لپاره په ريښتیاهم د ویاړ خبره وي،خو دا ټولو ته جوته ده چې متحده ایالات یوازې هغه څوک ستایي چې د دوی ګټې له خطره ژغوري.