د ماشومانو لپاره د جرمني د خلکو یوه فلکوریکه کیسه
ډېر کلونه پخوا په یوه کلي کې یو شپون اوسېده چې ډېر غریب و. ده به چې هر ځلې رمې د پېولو لپاره د غره لمنې ته بوتلې، نو چېرته به یې چې ښکلی د ستوري ګل ولید، هغه به یې راوشکاوه او خپلې ښځې ته به یې ډالۍ کړ.
یوه ورځ د ونې لاندې پروت و. مېږې او وزې په واښو کې لګیا وې او سپی یې اېخوا دېخوا په منډو رامنډو و. د شپانه سترګې د غره په بیخ کې د ګڼو بوټو په منځ کې په یوه غوټۍ ولګېدې. له ځایه پورته شو، د بوټو خوا ته نږدې ورغی د نورو بوټو له منځه یې لاس ورتېر کړ چې غوټۍ راوشکوي، خوغوټۍ یې له لاسه وښوېیده. شپون بیا پسې لاس وروغځاوه اوغوټۍ یې په ډکي کې د ځان خوا ته وروکاږله. چاړه یې راوخیسته چې ډکی را پرې کړي ناڅاپه یې پام شو چې دا خو ګل نه دی، دا خو یوه هېنداره ده.
شپون په ځیر ځیر هېندارې ته وکتل. حیران شو، ده د خپل مخ پر ځای یو لویشتینکی ولید چې په یوه داسې غره پورته خېږي چې ټول د سرو او سپینو زرو له غونډارو جوړ شوی دی. لویشتینکی چې هر ګام پورته کوي د سرو او سپینو زرو یوه غونډاره له غره رابېلېږي او لاندې یوې غټې کڅوړې ته لوېږي.
شپون غوښتل چې ټوله ورځ په هېنداره کې د لویشتینکي ننداره وکړي. خو پام یې شو چې لویشتینکی د پاڼې په شان رپېږي او نشي کولای، چې د سرو اوسپینو زرو په غونډارو ځان کلک ونیسي. شپون د لویشتینکي په کتو کې ډوب و چې یو نری غږ یې واورېد او ده ته یې وویل:
ماته مه راګوره!
هیله کوم ماته مه راګوره!
هېنداره لرې وغورځوه!
ته ډېر نېک انسان یې ته زما خبره ومنه ما ته مه راګوره. زه به مړ شم که چا زه په هېنداره کې وپېژندم!
شپون چې مهربانه انسان و نه یې غوښتل، چې لویشتینکی له غره راولوېږي او مړ شي. لیکن د خپلې غریبۍ او د دومره سرو اوسپینو زرو په لیدو یې په هېنداره کې لویشتینکي ته وویل:
زه هېنداره هغه وخت لرې غورځوم، چې ته زما غریبي په شتمنۍ بدله کړې. داسې یوه جادو وکړه چې کوم شي ته چې زه لاس وروړم هغه په سروزرو واوړي.
لویشتینکي ورته وویل:
په خوله یې مه غواړه، پرېږده چې ډالۍ درته له زړه وسي!
د لویشتینکي لاسونه رېږدېدل. بیا یې وویل:
هېنداره وغورځوه او ما ته مه راګوره.
شپانه وویل:
اول سره زر، بیا زه هېنداره غورځوم.
لویشتینکي وویل:
سمه ده.
شپانه هنداره وغورځوله. وار له واره یې په هېنداره کې لیدلی لویشتینکی، سره اوسپین زر له یاده ووتل. ده په خپله رمه پسې د ارېېېېېېېېېېېې غږ وکړ او روان شو. لایې دوه ګامه نه وو اخیستي، چې لویشتینکی یې مخې ته ودرید.
لویشتینکي، شپانه ته له سروزرو جوړه شوې د ناجو د ونې یوه غونډاره ورکړه. ده ته یې وویل:
زه د وینز* اوسیدونکی یم، او هېڅکله نه غواړم چې له خپلې خبرې واوړم. دا غونډاره چې هر شي ته ورولګېږي، هغه به ټول سره زر شي.
شپانه وپوښتل:
په نګه زرو اوړي؟ بیا یې غونډاره په دستمال کې ونغښته. لویشتینکی غلی وهېڅ یې وه نه ویل. لکه څنګه چې راغلی و همداسې ځای په ځای بېرته ورک شو. شپون غونډاره په جیب کې کېښوده او د کور خوا ته داسې په منډه شو چې که سپی یې نه وای نو، رمه یې خامخا ورکېده.
شپون کور ته ورسېد. په دروازه کې یې له خوشحالۍ چیغې کړې: وه ښځې دا وګوره څه مې راوړي دي! له ډېرې بېړې یې پښه په لېمڅي کې بنده شوه. وتمبید، پړمخې نسکور شو. بیا جګ شو او ښځې ته ورروان شو.
د ښځې په غېږ کې یې وړوکی زوی ویده و. هماغه شېبه یې شېدې رودلي وې، خوله یې سپینه ککړه وه. شپون د سروزرو غونډاره له جیبه راویسته، ښځې ته یې ورمخ کړ او ویې ویل: دا وګوره!
شپون چې له ډېرې خوشحالۍ په ځان نه پوهېده، غونډاره یې د خپل زوی په سر ووهله. په شېبه کې یې زوی سر تر پښو سره زرشو. ماشوم وچ کلک پاتې شو. نه یې ژړل، نه يې خندل او نه خوځېده. شپانه چې زوی ولید د سروزرو خوشحالي یې هېره شوه، د زوی په غم کې شو. ښځه، مېړه دواړه لګیا و، په زوی یې اوبه اچولې، خوځولو یې، هر څه یې چې پې کول، ماشوم په سروزرو اوښتی و، په اوبو کله بېرته ژوندی ماشوم کېده.
شپون د زوی د زانګو تر څنګ خپه کېناست. ښځه یې په ژړا وه. په سلګو سلګو یې ژړل. ویل یې اوس به دا د سروزرو ماشوم له غلو څخه څنګه پټ ساتو؟ له خلکو نه به یې څنګه پټوو؟ دا به څنګه لویوو، څه به پې کوو؟ وه سړیه کاشکې چې تا د خپلې کړي نیکۍ لپاره قیمت نه وای ټاکلی. تا د لویشتینکي ژوند وژغوره خو خپل زوی د ژوندی تېږه کړ.
شپون له ځایه پورته شو. خولۍ یې په سر کړه، اوږده لکړه یې راوخیسته او ښځې ته یې وویل:
زه ځم چې لویشتینکي ته یې د سروزرو غونډاره بېرته ورکړم. که خدای کول نو ورته وایم، چې زما ماشوم زما ټوله شتمني ده. د زرو غونډاره دې بېرته واخله او خپل زوی مې را ته بېرته جوړ کړه. ښځې یې ورته وویل:
نو ته به د هېندارې لویشتینکی چېرته لټوې؟
شپانه په ډاډ ورته وویل:
په وینز کې!
شپانه د ځان لپاره له څرمنې غټ غټ بوټونه جوړ کړې وو، دا یې په پښو کړل او روان شو. د اونیو او د میاشتو مزل یې وکړ، تر څو یې د مدیترانې په ابي رنګه اوبو سترګې ولګېدې. له دغه ځایه په ګوندولا * کې کېناست او سیده د وینز په منځ کې کښته شو.
شپون د وینز په مرمرینو او ځلېدونکو کوڅو کې روان و. هرې خوا یې چې کتل، تعمیرونه د لمر په رڼا کې ځلېدل. هر څه پاک او ستره وو، چې پاس یې کتل د تعمیرونو ښکلا ته حیرانیده، چې لاندې ځمکې ته یې کتل، د مرمرو له تېږو جوړ شوي سرکونو او په هغه کې د غالیو په څېر کښل شویو کرښو ته یې خوله خلاصه پاتې وه. خپلو بوټونو ته یې وکتل، زړه یې و چې له پښو یې وباسي او یبلې پښې روان شي. په همدې کې و چې بیا یې له ځان سره وویل:
خدایه کاشکې چې د هېندارې وړوکی سړی دلته وای. لا یې دا خبره له ځان سره نه وه پوره کړې، چې لویشتینکی یې مخې ته ودرید او ورته ویې ویل:
له ما څه غواړې؟ ایا زما د ژغورنې لپاره دې چې کومه غونډاره تر لاسه کړه لږه ده؟
شپانه ورته وویل:
زه راغلی یم چې غونډاره دې بېرته درکړم. زما ماشوم ماته بېرته د پخوا په شان کړه. زه بل هېڅ څه نه غواړم. بیا یې له دستمال څخه غونډاره راویسته او لویشتینکي ته یې ورکړه.
لویشتینکی موسک شو او شپانه ته یې وویل:
څنګه چې ستا خوښه وي. خو ته نن شپه له ماسره تېره کړه او زما مېلمه شه. هلته به په کراره د حل یوه لار سره پیدا کړو.
لویشتینکی مخ ته او شپون یې تر شا روان شو. دواړه یوې داسې ښکلې ماڼۍ ته ننوتل، چې شپانه تر دې دمخه دومره ښکلا هېڅکله هم نه وه لیدلي. ارامه ساز غږېده، رقم رقم ډوډۍ په مېز ایښي وه. یو ښکلی پالنګ چې وريښمینې پردې پې راځوړندې وې پروت و.
شپون چې په زړه کې ډېر خپه و، لویشتینکي ته یې وویل:
زه دلته د تفریح او خوښۍ لپاره نه یم راغلی. زه غواړم غونډاره دې بېرته درکړم او زر خپل زوی او مېرمنې ته ورشم. زه نه پوهېږم چې دوی به په څه حال کې وي. کاش چې دوی مې لیدلی شوای. لویشتینکي هېنداره راویسته، شپانه ته یې مخامخ کېښوده. شپانه خپله مېرمن او زوی دواړه ولیدل. د شپانه مېرمن د خپلې غاړې غاړکۍ چې د خاوند او زوی عکس یې پکې و، له غاړې راویستې وه او په مینه مینه یې ورته کتل.
شپانه وویل:
هې خدایه کاش چې اوس مې له خپلې کورنۍ سره یوځای وای. د شپانه سترګې له اوښکو ډکې شوې. دستمال یې راوخیست، چې اوښکې پې وچې کړې تر څو یې له سترګو دستمال لرې کاوه، ګوري چې په خپله بستره کې پروت دی. ښځه یې ورته ناسته ده او زوی یې د دوی دواړو په منځ کې ویده دی او خوږ خوږ په خوب کې خاندي.
شپانه سترګې ومښلې. له ځان سره یې وویل: دا هر څه خوب وکه ریښتیا؟ غوښتل یې له خپلې ښځې څخه پوښتنه وکړي، چې د بالښت تر څنګ یې یوې اوږدې کڅوړې ته پام شو. په کڅوړه کې د سروزرو یوه اوږده لښته ایښي وه. د لښتې په سر کې یوه غونډاره وه، چې د وینز د ښار په شان د لمر وړانګو ته ځلېده. دا د وینزي لویشتینکي وروستی ډالۍ وه، چې د زړه له تله یې شپانه ته ډالۍ کړې وه. تر هغه وروسته شپانه هېڅکله هم لویشتینکي بیا ونه لید.
——————————————————————
وینز، د ایټالیې په شمال کې پروت دی او د ډېرو کانالونو په درلودلو سره شهرت لري.
ګوندولا،هغې وړې بېړۍ ته وايي، چې د وینز په کانالونوکې خلک د ټکسي غوندې کاروي.