په دې ورځو کې مخکیني ولسمشر او موریدانو یې غونډې جوړوي او خوله په خوله تبلیغات يې پیل کړي چې څنګه کیدای شي خلک د حکومت پرضد راپورته کړي چې د لوی جرګې د رابللو په پلمه حکومت سقوط کړي او لنډمهالې اداره رامنځ ته شي.
دا هر څه په ښکاره له ملت سره د خواخوږۍ لپاره دي، خو د پردې تر شا د حامدکرزي مامورین او پلویان دي چې امتیاز ورته غواړي.
یو ملګري کیسه کوله ویل یې: د لوی جرګې د رابللو غږ ټول هغه کسان پورته کوي چې کرزي په وخت کې يې ښه دندې او کارونه درلودل، خو اوس چې بې کاره دي، خسرګنۍ یې ورپورې خاندې او مجبور دي چې یو کار وکړي.
د لوی جرګې د رابللو غږ وروسته له هغې زیات شو، کله چې پخواني ولسمشر حامد کرزي په یوه خبري غونډه کې د اوسني وضعیت د ښه کیدو لپاره په لویه جرګه ټینګار وکړ، خو همدې کرزې د خپل حکومت په وروستیو کې لویه جرګه راوغوښته او پریکړه یې ورته و نه منله.
وروستۍ لویه جرګه د کابل او واشنګټن ترمنځ د امنیتي هوکړه لیک په تړاو وه چې د جرګې اکثریت غړو د هوکړې لاسلیک سره رضایت وښود، خو حامدکرزي دا پریکړه و نه منله او راتلونکي حکومت ته یې پريښوده.
اوس چې د لوی جرګې د رابللو او موقت حکومت جوړولو باندې خبرې کیږي او ټینګار دا دی چې لویه جرګه دې راوبلل شي چې د اوسني وضعیت د ښه والي لپاره نظرونه ورکړي او پریکړه وکړي، د جرګې د رابللو لپاره هیڅ ډول شرایط اماده نه دي.
حامدکرزی او پلویان یې په دې ښه پوهیږي چې د لوی جرګې رابللو لپاره هیڅ وضعیت نه دی برابر، خو دا غږ د دې لپاره دی چې څنګه کیدای شي پر حکومت فشار راوړي چې د دوی غوښتنې ومني.
اوس ډير په دې باور دي چې د وضعیت د ښه کیدو لپاره د سیاسیونو، اپوزسیون او خلکو ملاتړ ته اړتیا ده چې له حکومت سره یې وکړي، ځکه د حکومت داسې بدیل نشته چې وضعیت به تر دې ښه کړي او یا به په اصطلاح روان بحران پای ته ورسوي.
همدا غونډې او منډې ترړې چې د لوی جرګې د رابللو لپاره کیږي، که د دې نیمایي هڅې د حکومت په ملاتړ وشي، خلک به په ذهني ډول له حکومت ملاتړ ته چمتو شي او لوی ګواښونه او تشویشونه به له منځه لاړ شي.
نو هغوی چې د لوی جرګې د رابللو غږ پورته کوي، ټول یې له حکومت په امتیازاتو مرور دي او د ولس د سپر کولو او راپارولو څخه د ځان لپاره ګټه پورته کوي.
د اوسني وضعیت د ښه کیدو یواځینۍ لار له حکومت ملاتړ دی او کله چې همدا ډلې ټپلې د حکومت ملا ور وتړي، هیڅ دښمن او هیڅوک نه شي توانیدلي چې د حکومت او افغانانو پروړاندې ګواښونه پيښ کړي.
سيدعبدالله پاچا