تاند، جمعه د چنګاښ ۲۸ مه: د هېواد لوی څارنوال فرید حمیدي وايي، د ولسمشر لخوا یې په دولتي او غیر دولتي ادارو کې د ښځو د ځورونې د پېښو څېړلو په اړه د یو ځانګړي ریاست رامنځته کېدلو طرحه تایید شوې او ډېر ژر به دا ریاست راجوړ کړي.

نوموړي د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي برخه کې د بنسټونو د همغږۍ کنفرانس پای غونډه کې نن جمعه وویل، دا طرحه لویې څارنوالۍ، ولسمشر ته وړاندې کړې وه، تر څو په دولتي او غیر دولتي ادارو کې له ښځو سره د تاوتریخوالي او ځورونې مخه ونیول شي.

ښاغلي حمیدي زیاته کړه، د دغه ریاست به رامنځته کېدو سره غواړي چې د کورنیو ډاډ او باور پر دولتي ادارو پیاوړي کړي او د افغانستان ادارې د ښځو لپاره په خوندي کاري چاپېریال بدلې کړي.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې حکومت کې د جنسي ځورونو او جنسي رشوت په اړه تورونه زیات شوي وو، چې د شنونکو لخوا دا تورونه د کمپایني ډلو اخلاقي ځوړتیا ښودل شوې او زیاته کړې یې ده چې یو شمېر له حکومته دباندې پاتې شوې ډلې غواړي په اخلاقي تورونو نه یوازې ښځو ته سپکاوی وکړي بلکې دولت نه امتیازات هم ترلاسه کړي.

خو په ټیفا کې د ښځو د سیاسي مشارکت کمېټې بیا د حبیب الله احمدزي، بي بي سي او نورو رسنیو تورونه نه یوازې رد کړل بلکې له لویې څارنوالۍ یې وغوښتل چې له دغو خلکو اسناد وغواړي که اسناد نه ورکوي نو قانوني جزا دې ورکړي.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې پر ارګ د جنسي تورونو لګوونکی حبیب الله احمدزی له خپلو خبرو اوښتی او له ولسمشر، د هغه له مېرمنې او د ټول هېواد له مېرمنو یې بخښنه غوښتې چې ګواکې دوی ته یې په خپلو تورونو سپکاوی کړی و.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *