لویه څارنوالي

تاند- د افغانستان لویه څارنوالي وايي چې د کورنیبو چارو وزارت د فرخندې د مظلومانه وژنې د قضیې په تړاو ۴۶ تنه نیولي او دوسیې یې لویې څارنوالۍ ته سپارلي دي.

د لویې څارنوالۍ ویندوی بصیر عزیزي وویل، د فرخندې په قتل کې د لاس لرلو په تور له ۴۶ تنو نیول شویو کسانو څخه ۱۹ پولیس او ۲۷ نور ملکیان دي.

د کورنیو چارو وزارت سرچینې وايي چې د حوت په اووه ویشتمه د کابل د شاه دوشمشېره زیارت په مخکې په فرخندې باندې په وحشیانه حملې کې یې ټول شامل پولیس نیولي او د هغوی دوسیې یې لویې څارنوالۍ ته سپارلي دي.

د لویې څارنوالۍ ویندوی وايي چې پر دوسیو د غور لپاره څېړونکی پلاوی ټاکل شوی دی.

عزیزي ونه ویل چې دوسیې به دقیقاً کله کاملاً وڅېړل شي خو ویې ویل چې هیله لري د دغو دوسیو د څېړلو په نتیجه کې د فرخندې د قتل موضوع په راتلونکو څو ورځو کې څرګنده شي.

د لویې څارنوالۍ ویندوی اعلان وکړ چې د دوسیو د څېړلو له بهیره به د افغانستان ټول خلک خبر کړي او هیڅ شی به له خلکو پټ نه کړي.

د وروستیو راپورونو له مخې د شاه دوشمشېره جومات او زیارت یوه تعویذګر وروسته له دې پر فرخندې د قرآن کریم د سوځولو دروغي تور ولګاوه چې فرخندې له هغه سره د تعویذ په اړه بحث وکړ.

له دې پېښې وروسته د حج او اوقاف وزارت په کابل کې د تعویذګرانو پر ضد کمپاین پیل کړی دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *