تاند- د افغانستان لویې څارنوالۍ نن /دوشنبه/ اعلان وکړ چې که رسمي شکایت ورته وشي د ولسي جرګې د غړې هما سلطاني پرضد به اقدام وکړي.

لویې څارنوالۍ دا اعلان وروسته له دې وکړ چې د ولسي جرګې دې غړې د خلکو په مخکې یو پولیس په څپېړو وواهه.

په همدې حال کې د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د ولسي جرګې د غړې هما سلطاني له لوري د پولیس وهل په کلکه وغندل.

هما سلطاني، چې په ولسي جرګه کې د غزني د خلکو استازیتوب کوي او په ځلونو یې ادعا کړې چې ملاعمر یې په کور کې اوسي، د یکشنبې په ورځ یو پولیس سرتېری په کابل کې د پاکستان د سفارت مخته په څپېړه وواهه او د خلکو ترمخ یې هغه ته سپکاوی واړاوه.

د کورنیو چارو وزارت ویندوی صدیق صدیقي وویل، افغان پولیس په خورا حساسو او سختو شرایطو کې د خلکو خدمت کوي، پکار ده چې چې خلک او چارواکي د پولیسو د خدمت قدر او ستاینه وکړي.

د کورنیو چارو وزارت ویندوی همداراز وویل:«دا وزارت به د هما سلطاني له لوري د خپل یوه پولیس توهین په کلکه تعقیب کړي او د اړوندو ادارو له لارې به د هغې پرضد رسمي اقدام وکړي.»

ده وویل چې د پارلماني چارو وزارت ته یې رسمي شکایت لیک لېږلی څو موضوع د افغانستان له ولسي جرګې سره شریکه کړي.

د صدیقي په وینا د کورنیو چارو وزارت د موضوع په اړه تحقیقات کړي او دا ورته ثابته شوه چې وهل شوی پولیس کاملاً بې ګناه و.

د لویې څارنوالۍ ویندوی محمد بصیر عزیزي وویل، د پولیس وهل او سپکاوی کول د هیواد د قوانینو مطابق جرم دی.

ښاغلي عزیزي له کورنیو چارو وزارت او ولسي جرګې څخه وغوښتل چې د قضیې په اړه اسناد او شواهد وروسپاري څو لویه څارنوالي قانوني اقدام وکړي.

تر دې مخکې د ولسي جرګې د دووغړیو احمد بهزاد او ظاهر قدیر د ساتونکو له لوري په دوو جلا مواردو کې پولیس وهل شوي ول. د بهزاد ساتونکو پولیس دومره وهلی و چې په روغتون کې بستر شو.

خو قدیر له پېښې وروسته رسماً بخښنه وغوښته.

د ولسي جرګې اداري پلاوي د هما سلطاني له لوري د پولیس وهنه وغندله، ویې ویل چې له پولیس سره د دې چلن نامناسب و.

22 thoughts on “لویه څارنوالي وايي، د هما سلطاني پرضد قانوني اقدام ته تیاره ده”
  1. دا خو عجیب او غریب منصبدار دی چی دی د ځان ساتنه نه شی کولای د ولس ستانه به څنګه وکړی..دغه صاحبمنصب ته خو پکار وه چی سمه لغت یی دغی بی شرمی وکیلی ته د دوو پښو په دا منځ کی ورکړی وای چی ورته پته لږیدلی وای.او د وکیلی خوټی یی ورماتی کړی وای.

  2. وبخښئ دا ویډیو خو هېڅ نه ښکاري. همداسې تکه توره کړکۍ ده. که په مناسب ورژن کې یې واچوئ چې ویې ګورو. مننه

  3. هما سلطاني فاسىده وكيله ده درجالو د نه بو دن فه صورت كي داسي كم ظرفه شزي دوكيلانو فه نماينده توب كار كوي كه يي سارنوالي وتي كري شه كار به وي زكه بيا به نور عبرت وكري

  4. جالبه ده هغه څوک چی قانون جوړوی را ولاړیږی او قانون ساتونکی وهی اوتحقیر کوی یی. دوی دواړه د قانون په شان برابر دی. د یوه دنده قانون جوړول دی او په آرامه فضا کی د کار کولو زمینه د همدی پولیس له خوا ورته برابره شویده. د کور او کلی او هیواد ساتنه د پولیس له خوا سرته رسیږی. د قانون جوړونکی د ځان او فامیل او د کار د محل امنیت هم پولیس په خپلو وینو او د سر په قیمت ساتی. اوس نو ښه شوه هره توړۍ به را ځی اود مکافاتو او انعام په ډول به د هیواد ساتونکو ته وهل او توهینول ډالۍکوی. عجب شهر ناپرسان یا شهر خربوزه ده. زور بالای زور خو همدی ته وایی. کله ملا عمر په خپل کور کی ساتی او کله اپلتی وایی او کله چی میجاز یی لږ تود وی وهل او ټکول هم کوی. دی ته د جرم په مقابل کی معافیت ویل کیږی. د ظالم لوری لږ به د کم څکولی وو.

  5. عجیب وخت شو، دا خو د افغانستان حكومت ته يو دير د شرم جاي ده چی داسی خلک په کی جای لری او د غزني خلک ته هم. او دا سي كسان بايد چی محکمه شی.او پاکستان خو به من من غوه شه اخلی….

  6. ښه يې کړي
    دا چې پوليس يې وهلی او د داخلې وزارت او څارونوالۍ دغه پېښه غندي او

    د اقدام يې هم وېيلي دي، څوک ورنه دا پوښتنه نه کوي، چې د پوليسو له خوا هره ورځ

    د دې هيواد غړي ځورول کيږي، د دې په اړه ولې څوک اقدام نه کوي، که دوی د

    افغانستان نه دي؟
    تشکر

  7. دا چې دغه وکیله ملا عمر په خپل کور کې ساتی د شریعت له خوا دې په خپل جرم اعتراف کړی باید حکومت دغه وکیله ونیسی او ددې لپاره یې پریښې ده چې په لارو کې د وطن ساتونکی ووهی دا چې هر غل غله وکیلان راپاسیژی او د قانون ساتونکو ته سپکاوی او وهی یې د زغملو ندی دې وکیلی سره خو د دې د حیا په څیر عمل کول پکار وه.

  8. اګر شخص اقای کرزی در ګرفتاری هما سلطانی وکیل برحال در پارلمان به لوی سارنوال امر قاطع ندهد و لوی سارنوال در مورد ګرفتاری وکیل صاحبهّ موصوفه اقدامات لازم را نګیرد ، ممکن در آینده ملت از شخص آقای کرزی ولوی سارنوال شان بازپرس شدید نمایند . زیرا این حکومت را بدست باز ، قصداً وعمداًاز حشرات مضره و ګزنده پرکرده است ، که ملت دیګر تحمل بودن اینچنین ګزنده ها را ندارد .

  9. تر څو چې په لوړپوړو چاروکو او د هغوی په خپلوانو باندې قانون تطبیق نه شي زما په نظر هیڅ بدلون به په دولت کې رانشي یو
    متل دی وایي چې دیو سړي په سینه مار تېر شوی وو هغه هر خت ژړل یا بدې ورځې کولې یو کس ترې پوښتنه وکړه چې ولې داسې
    کوې ته خويي چیچلی نه يي هغه ورته په ځواب کې وویل چیچلی نه یي یم ولې ډاریږم چې دا یي لاره نه شي راځم خپلې خبرې ته که چیرته په دې وهما سلطاني باندې قانون تطبیق نشي نو هر وکیل به پولیس وهي ځکه چې دا جراءت خو نورو وکیلانو ته دې ورکړ، وکیلان خو ټو ل ملت معلوم دي چې هر ورځ سفارت خانو او وزاتو نو سر تماس لري نو هر ورځ به وکیلان عساکر وهي
    زما په نظر دا باید د قانون منګولو ته وسپارل شي، زه نه پوهیږم قانون نه د افغانستان دولت څه وخت او دچا لپاره ترې استفاده کوی

  10. د حامد په شان ډېرو کسانو دا مسله د ښځو او نارینه وو له حقونو سره تړلې. حال دا چې تر سلطاني مخکې د همدې ولسي جرګې دوو نارینه وکیلانو ورته کار کړی لیکن د دي دپاره چې هغوی سړي دي هیڅ خبره نه ده او په یادولو هم نه ارزي.
    زه د سلطاني د دې ناوړه عمل دفاع نه کوم مګر د نارینه وو په دوه ګون یا ډبل ستندرد پالیسي حیرانه یم

  11. قانون خو د هر چا لپاره باید یو قسم وي دا نه چې داسې ډېرۍ پیښې په کراتو ترسره شوی خو هیڅوک پری قانون نه عملی کوي همدا لویه څارنوالی چې وروسته پېښه نه تعقیبوی باید قانون په ټولو یوقسم تطبیق شی

  12. داد پټی سر دی . پټی بیرته سرور دی. دا د فلم سر دی او د فلم اصلی برخه لا پاته ده . د سعدی خبره پند مده کمزاد را * کمزاد اګر عاقل شود ګردن زند استادرا
    پخوانی خلک ملامت نه ول چی د غه راز کم ظرفیتو خلکو ته یی واک په لاس کی نه ورکاوه. تاسو وګوری چی دا بیشرمه څومره زړه وره ده او یو دولتی محافظ ته څه سپکی سپوری وایی او لکه خریمه خره څه لغتی وهی. د مولوی صاحب خبره دی ته یو سم سړی پکار دی چی ورته په نکاح یی کړی . مګر دی مظلوم پولیس ته دی نه په نکاح کوی ، په هغه خو آموخته شوه او هره ورځ به یی وهی.
    قانون جوړونکی خپله قانون مات کړ او د قانون ساتونکی یی وواهه . اوس به وګورو چی له قانون نه مدافعین یعنی لویه څارنوالی او ستره محکمه څه ګلان کری.
    دلته د فضلی ورور خبره صدق کوی چی مار به څوک نه وی چیچلی خو دا به یی لار شی او هر سړی به هغه څه کوی چی زړه یی غواړی.
    که سرباز یا پولیس جرم کړی و ، نو هما سلطانی چی ځان ته د غزنی نماینده وایی ، پورته مقاماتو ته به یی شکایت کړی و . صرف جمهور رییس د خپل هیواد عام او تام صلاحیت لری. د وکیل صلاحیت معلوم دی. دا باید یو ځل بیا په قوانینو کی تسجیل شی چی خشونت له هری خوا چی وی که د نارینه له خوا وی او د ښځینه له خوا وی له منځه یووړل شی. هرڅه باید د قانون په چوکات کی تر سره شی. د هغی ورځی په هیله.

  13. که ھر څوک زمونږ د پولیسو سره یو وار ھم مخامخ شوی وی دی وکیلی ته به افرین ووایی،زه چی د ھیواد نه دباندی اوسیږم ،کله چی وطن ته راځم نوکلی ته درومم،چی په ډیر تاسف په لارو کی د پولیسو سره مخامخ کیږم.کومه رویه چی دوی کوی ھر انسان داسی عکس العمل ته مجبوروی.
    زه پوھیږم چی
    لاس جګول دیوی وکیلی لپاره ښایسته کار نه دی.خو کله چی ټول دولت داسی وی نو د سلطانی صاحبی نه ھم ګیله نه شته.

  14. هلکانو غلي شۍ شور مه کوﺉ، پولیس په پنځوس کتابه ملامته ده؛ ځکه چې سفیر صاحب ورته په انتظار وو … تاسو لکه چې په پیار کې د انتظار ترخه ندي څکلی … ؟؟؟ په داسې غیر عادي او ویژه حالاتو کې یې چې پولیس اوم نده خوړلی دایې غټه نیکمرغي ده …
    بله خبره داده ، چې ملاعمر خو دې اغلې ته په خوب کې ورغلی وو، دې ورته خپل پړونی هم اوار کړی وو … بیا دواړو دمه سره جوړه کړې وه او په سهار کې په وکیلې صاحبې غسل هم واجب شوی وو … دې کار کې زما په نظر شیطان کافر ملامت وو، ددې غریبې څه ګناه ده … ؟؟؟

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *