یو انسان ټول عمر په یو حال نه وي، کوچنی وي، لوی شي او بلاخره لوی سړی ورنه جوړ شي.

له جسماني پلوه ځینې انسانان ژر لوېیږي او ځینې بیا په تدریجي ډول لوېیږي.

په ځینو خلکوچې عمر تیریږي او لوېیږي، مغز او فکر یې هم لوېیږي، خو د ځینو لوېیدل او غټیدل بې معنا وي، ځکه چې مغز او فکر یې لا کوچنی او ابتدایې وي.

یو انسان ته باید هر وخت په یوه سترکه ونه ګورو، ځکه هر کوچنی ماشوم لوېیږي، اوځینې بیا د پرمختګ په لور روانېږي.

دا اوس هغه کوچنی ماشوم نه دی، چې پخوا و، دا لوی شوی دی او لوی لوی کارونه کوي، خو تاسې ورته لا هم د هماغه کوچني په سترګو ګورئ.

نن دا د هغې میوه دارې ونې په شان دی، چې له میوو یې ولس استفاده کوي او خوندوره میوه لري، ښکلی سیوری یې د ستاینې وړ دی، نن دا هغه بې ثمره ونه نه ده، چې پخوا وه.

دا چې بې ثمره او ثمرداره ونې یو له بله توپیر لري، نننۍ دا فکر مند انسان هم له هغې کوچني بیفکره ماشوم سره توپیر لري.

په ځینو ځایونو کې اورم چې وایي: فلانی هغه او دغه انسان دی، فلانی زما شاګرد و، هغه نه پوهیږي.

افلاطون، سقراط، ارسطو،سیدجمال الدین افغان، علامه اقبال، هوګو، سیدګل پاچا الفت او نور …. هم د چا شاګردان وو، خو ټولو خپلو استادانو نه د علم او پوهې په لاسته راوړلواو خدمت کې لوی لاس درلود.

دا یو حقیقت دی، چې په شاګردانو کې له استادانو لایقه پیدا کېږي، خو د هغوی په شاګردۍ او هوښیارۍ افتخار پکار دی.

په هر شي کې لوی او وړوکی وي، لکه لویې لویې تیږې، لوی غرونه، لوی سیندونه او نور داسې لوی لوی شیان، خو د انسان لویوالی باید د نړۍ له هرشي له لویوالي توپیر ولري.

یو انسان باید لوی لوی فکرونه ولري، یعنې د فکر لویوالی دی، چې د انسان په نور بدن باندې مشري کولای شي او خپل حکم پرې چلولای شي.

که فکر او عقل لوی نه وي، د نور بدن غټووالی او لویوالی بې معنا دی.

یو عالم وایي: ( د انسان فکر دی، چې له انسانه لوی انسان جوړوي، که فکر او عقل نه وي، د دې او د حیوان په کړو کې به څه توپیر نه وي.

که د انسان لاسونه او پښې په زولنو وتړل شي باک یې نشته، خو چې فکر یې ازاد وي او عقل یې د کار وي.)

بل عالم وایي: ( تاسو د هغو سرونو(ککرو) احترام مه کوئ، چې تاجونه یې په سر وي، بلکې د فکرمندو او عقلمندوسرونو احترام وکړئ.)

د لویو فکرونو نتیجه ده، چې نن د نړۍ ځینو ملکونو پیشرفت کړی دی او د کوچنیو او بې فکرو خلکو له نیجې ځینې ټولنې له پرمختګه پاتې دي.

الفت وایي:

چا جهان ته تش کدو غوندې سر راوړ

چا په سر کې فکر لوی لکه غر راوړ

یو ښاخ ګوره تش کوتک شو د وهلو

بل ښاخ ګوره چې یې سیوری لمر راوړ

د انسان لویوالی په فکر اوعقل کې دی او د نړۍ له هر شي سره د دې لویوالی باید توپير ولري.

هغه خلک چې په نړۍ کې یې نومونه تلپاتې دي، د فکر لویوالی یې درلوداو تر نن ورځې پورې د همدې عقل او فکر پواسطه ژوندي دي.

ډېر ژوندي دي، چې د عقل او فکر خاوندان نه دي، له مړو بتر دي. ډېر مړه دي، چې د عقل او فکر خاوندان وو، له ژوندیو بهتر دي.

د لویوالي پیژندل لوی فکر غواړي او زما په خبرو هم د لویو فکرونو خاوندان پوهیږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *