لویه څارنوالي

د افغانستان لویه څارنوالي  نن /یکشنبه/ د افغانستان د فوټبال فدراسیون د پخواني رييس کرام الدین کریم د نیولو حکم صادر کړ.

لویې څارنوالۍ یوه ورځ وروسته له دې پر جنسي تېریو د تورن کریم د نیولو امر وکړ چې د فوټبال نړیوال فدرېشن یا فیفا کرام الدین کریم د تل لپاره له فوټبال سره له تړلو فعالیتونو منعه او د څه باندې یو ملیون ډالرو جریمه یې کړ.

د فیفا د اخلاقي کمېټې قضايي څانګې پرون /شنبه/ کرام الدین کریم د افغانستان د فوټبال د ریاست په مهال له خپلې دندې او صلاحیت څخه په ناوړه استفادې او د څو ښځینه لوبغاړو د جنسي ځورونې د تور په خاطر مجرم وباله او نوموړی یې یو مليون ډالر جریمه هم کړ.

فیفا ویلي چې کریم دا جرمونه د ۲۰۱۳ او ۲۰۱۷ کلونو ترمنځ کړي دي.

کریم د فیفا د تازه پرېکړې په اړه څه نه دي ویلي، خو تر دې مخکې یې دا تورونه رد کړي او هغه یې د ده پر ضد جوړه شوې دسیسه ګڼلې ده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *