تاند- د افغانستان لویې څارونوالۍ د کابل ښاروالۍ د ۱۱۰ کارکوونکو له هیواده پر وتلو د دې لپاره بندیز ولګاوه چې پر هغوی شک دی چې په فساد کې لاس لري.
د لویې څارنوالۍ ویندوی بصیر عزیزي نن /دوشنبه/ خبریالانو ته وویل چې د ښاروالۍ د دغو کارکوونکو پر تورونو غور روان دی.
د عزیزي په وینا د څارنوالانو یوه ډله ګومارل شوې چې د ښاروالۍ د مشکوکو مامورینو په اړه څېړنې وکړي.
کابل ښاروالي د فساد یو لوی مرکز بلل کېږي. ادعا کېږي چې دې ښاروالۍ په لسګونو زره غیرقانوني نومرې توزیع کړي، د ښار په هستوګنو سیمو کې یې د پیسو په بدل کې لوړو ودانیو ته اجازه ورکړې ده.
لویې څارنوالۍ د ممنوع الخروج شویو مامورینو د تور او د هغوی د دندو په اړه څه ونه ویل.
د افغانستان لویې څارنوالۍ تر دې پخوا هم د یو شمېر پخوانیو چارواکو خلاف دوسیې پرانستي خو تراوسه پوري د اعلان شویو دوسیو په اړه خلکو ته معلومات نه دي ورکړای شوي.