ذبيح الله احساس
عشق په ارمانونو پايي خو سياست او سياسي مبارزې پر واقيعتونو او حقيقتونو سمبالې وي او همدا يې ژوندي ساتلی او تر منزله رسولی شي.
ارمان، ارمان وي، يا پوره شي او يا نه. خو واقيعيت حقيقت وي، چې سترګې ترې نه شي پټېدی او د ژوند اړتيا ګڼل کېږي.
پر ګران وطن د روس د تېري پر مهال مې کورنۍ د جنګونو له کبله خپله سيمه پرې ايښې وه. دوی له کيله ګي خوځېدلي وو، له سليمان غرونو واوښتل او د مردان په جلاله کې ميشت شول.
زه يې له ځانه سره ((غونډک)) وړی وم. يانې ايله به مې د پيدايښت څلويښتي پوره وه. له همدې مهاله مې د پنچاب تر ولکې لاندې د خپل لوی وطن په جلاله سيمه کې پوره دوه ويشت کاله ژوند وکړ. د دغه ژوند په وروستيو کلونو کې د خپل وطن په بنسټيزو جغرافيې حدودو پوه شوم؛ خو دغه پوهېدل د تېر ژوند د افسانوي کيسو په څېر و.
ما همدومره لوستي وو، چې موږ يو ځوان درلود او هغه له امو تر اباسينه افغانانو ته يوه جغرافيه ورکړه او له همدې امله ورته اوس بابا وايوو، احمد شاه بابا.
ارواښاد بابا راته د نکلونو د کيسو په څېر ښکارېده. خو چې ما به بابا او د هغه جوړ کړی وطن يادوه؛ نو دا به يوه هيله، يو ارمان راته ښکاره شو، چې بيا دې زموږ وطن هاغسې زموږ شي.
له امو تر اباسينه لويه ځمکه
د حدودو مو بابا کړی حساب دی
هغه مهال زه د لوی وطن د حدودو په تړاو پوه شوی وم، خو په واقيعيت يې خبر نه وم. لکه شاعر مې د ارمان او هيلو په څادر کې تاو کړی و.
که موږ د لوی وطن پر سينه د خيالی ډيورنډ لاملونو ته تم شو، له هغه مهاله تر دې دمه د دې واړه افغانستان حالات وڅارو؛ نو دې ته رسېږو، چې نه افغان ملت او نه د دوی اوسنۍ راپاتې وړې جغرافيې ښه ورځ ليدلې ده.
نور دښمنانان که هر څوک دي؛ خو پنچاب تل دا هڅه کړې، چې زموږ دغه ټپ بايد جوړ نه شي. د همدې ټپ له امله چې موږ له کومې تنګسيا سره مخ يوو؛ نو د ژوندي پاتې کېدو لپاره يې بايد د پاکستان جوړ کړي اسباب وکاروو او همدې کارېدو پنچاب ته نوی ژوند ورکړی دی.
نو د لوی وطن بېرته جوړېدنه سربېره پر دې چې دافغان حق دی، ميراث يې دی، بلکې يو داسې واقيعيت دی، چې موږ ورته له رسېدو پرته د پرمختګ او سوکالۍ لارو ته نه شوو سيخېدی.
ارمانونه خو ارمانونه وي، چې د اړتيا پر بنا کم او د شوقونو پر بنسټ ډېر رامنځ ته کېږي. لوی وطن زموږ شوق نه بلکې زموږ د ژوند لپاره د ساه اخيستو هومره اړتيا ده؛ نو يو واقيعيت دی.
د همدې مفکورې پالونکي ځينې ځوانان، په شعوري او غير شعوري توګه له دغه اړخ سره سرسري چلند کوي. که الفاظ او کليمې د مفهومونو د لېږد وسيلې وي؛ نو دغه هنر بايد زده کړو، چې څنګه خپل مفهوم، په سمه توګه تر نورو ورسوو.
د يوې شېبې لپاره فکر وکړئ، که ډيورنډ نه وای نو ايا موږ به له شته ستونزو سره مخ وای!؟ ډيورنډ زموږ د پرمختګ پر وړاندې له ټولو ستر خنډ دی او له دې واقيعيته پرته بله هېڅ چاره نه لرو، چې د وطن اصلي کرښې يو بل ته سيخې نه کړو.
د لوی وطن مسلې پر وړاندې به حکومت ځينې سيمه ايز، سياسي او اقتصادي مجبوريتونه ولري؛ خو دغه مبارزه فکري ودې ته لا اړتيا لري او شکر دی، چې روانه ده.
د کابل پر دېوالونو د لوی وطن رسم کړای شوې نقشې، چې پرې ليکل شوي:
WE NEVER ACCEPTED THE DUREND LINE د دغې سپېڅلې او واقعي سياسي مبارزې تر ټولو ښکلی تصوير دی.
په تېرو لسيزو کې نه يوازې زموږ حکومتونو بلکې زموږ سياسي ډلو هم د لوی وطن له مفکورې او سياست څخه د پښتونستان تر نامه لاندې ناوړه ګټې پورته کړي دي. دوی د پښتونستان چغه چې له اره د لوی افغانستان له بنسټيزې جوړېدا سره په ټکر کې ده، د سياسې وسيلې په توګه کارولې او بس.
د دې مفکورې لرونکي ځوان، ډلې او ګوند ته پکار دي، چې لومړی د لوی وطن پر واقيعيت او حقيقت ځانونه پوه کړي. د دې مبارزې ژوندي ساتلو لپاره مفکوروي طرحې ولري او دغه مسله همداسې ژوندي وساتلی شي، لکه څنګه چې تر موږ رسېدلې ده.
پر وطن د ورس تېري، د مجاهد په نامه د وطنپالنې په ټکر کې راپورته شوي خلک، بيا طالبان او د دوی په څېره کې تر کابله د پنچاب رسېدلو لاسونو د لوی وطن مبارزې ته خورا زيان اړولی دی.
زه چې د يو افغان ځوان په څېر له سليمان غرونو اخوا ((جلاله)) کې د اسلام په نامه د جوړو شويو بوتانو تر سيوري لاندې لوېدم؛ نو کله يې هم راته د لوی وطن خبره نه وه کړې. يوازې زه نه بلکې د هغه مهال هر ځوان له دغه مفکورې لرې ساتل کېده.
د لوی وطن پر څېره پرتې خاورې بېرته څنډل غواړي. دغه فکر له امو تر اباسينه هر ښار، هر کلي، هر واټ، هرې کوڅې او کلا ته د يو ارمان په توګه نه بلکې د افغان د لوی کاله د يو واقيعيت او حقيقت په توګه رسول غواړي، چې د دې مبارزې لښکر ته ځوانان په احساساتو نه بلکې د ژوند د اړتيا له مخې راودانګي.