و لسمشر حامد کرزي څو ورځې وړاندې له امریکايي سناتورانو سره په خبرو کې  ویلي و، چې دوی د کریمیا په اړه شوې اند پوښتنې ته درناوی لري او یاده سیمه د روس یوه برخه بولي د افغان ولسمشر حامد کرزي د دفتر مشر ښاغلي عبدالکریم خرم هم له ازادۍ راډیو سره په مرکه کې  د کریمیا په اړه د ولسمشر حامدکرزي د دريځ ننګه وکړه او یاده مسله یې  د ډيورنډ له کرښې سره ورته بللې ده.

په دغه شان حساسو او سیاسي اړپېچلې حلاتو کې د خرم صاحب  په دغه خبره چې ( د کریمیا مسله د ډیورنډ له کرښې سره ورته مسله ده) لږ سوچ په کار دی او دخرم صاحب دغه څنګزنې اشاره د ډیورنډ تورې کرښې ته موږ ته هېلې راکوي  هیلې په دې مانا چې اوس زموږ لوړ پوړي چارواکي هم په دې پوی شوي دي چې ترهغې لوی احمدشاهي افغانستان نه وي جوړ په هېواد کې سوله او  ثبات نه شي راتلی.

خو لوی افغانستان به څنګه جوړو اوخپله خاوره به له اشغاله څنګه خپلو موږ او زموږ دولت له پخوانه ددې تورې کرښې په اړه غوڅ دریځ نه دی لرلی او یادې ستونزې ته یې کله هم د یوجدي ستونزې په توګه نه دي کتلی کله یې هم داسې فکر نه دی کړی چې د هېواد یوه ټوټه یې ورنه بیله شوې ده، او نه یې ورته اساسي کار کړی دی که موږ نن کریمیا ګورو که برلین ته ګورو دا په خبرو نه دي شوي ددې لپاره اساسي کار شوی دی د خلکو په ذهنونو کار شوی دی د ولس اذهان یې دې کار ته اماده کړي دي موږ تل دا خبره کړې ده چې اوس یې وخت نه دی چې وخت یې راشي بیا به ورسره ګورو که وخت ته انتظار کو وخت خو په خپله نه راځي هغه کوم فرست چې موږ ته په لاس راغلی له هغو څخه موږ هم ګټه نه ده پورته کړې وخت خو هروخت وخت دی هرکار عمل ته اړتیا لري پرته له عمل نه خو په عکسلعمل کار نه کیږي موږ په عکسلعمل باندې روږدي یو دغه ناسور زخم ورځ تربله پاړسوب پیدا کوي خو د ښه کیدو په اړه یې موږ تل مبهم دریځ لرلی دی.

خو استعمار له پيل نه تر دې دمه هیڅ کله هم خپل وخت له لاسه نه دی ورکړی هروخت یې له وخت نه ښه ګټه پورته کړې ده او پورته کوي یې.

استعمارګر پاکستان د یوې منظمې پالیسۍ له مخې په پښتونخوا کې له پیل نه تردې دمه په ذهنت جوړونه باندې بوخت دی او دا ویره ورسره له پيل نه تردې دمه ده، چې که چیرته افغانستان جوړ شي او په خپلو پښو ودریږي نو ډیورنډ مې له لاسه وځي نو ځکه یې ورته کار ویلی دی او لا د شغال په هڅه کې دی ترڅو نور هم له پولې راوا وړي او راوښتی دی تاسې به د لوی افغانستان په اونیزه کې له جنرال امرخیل سره مرکه لوستي وي چې په یاده مرکه کې جنرال امرخېل وايي ( په کومه پوسته چې قاسم خان خپل سرورکړ هغه پوسته اوس هم داشغالګرو پاکستاني پوځيانو په ولکه کې ده)

که چېرته موږ غواړو چې په هېواد کې مو دې تلپاتې سوله او ثبات وي نو دا هرڅه پرته د لوی افغانستان له موجودیته نه شي راتلی دا چې د لوی افغانستان د رامنځته کېدو او خپله خاوره د اشغالګر پاکستان نه د خپلولو لپاره څه شوي دي او څه باید وشي له یو شمېرد سیاسي چارو له کارپوهانو څخه پوښتو.

ډاکتر ایمل څړوال یې په اړه وايي:

د نړیوالو قوانیونو پر بنسټ د ډیورنډ تپل شوی کرښه هیڅ ډول قانوني او حقوقي ارزښت نه لري، د نړیوالو تړونونو د قوانینو پر بنسټ چې کله د تړون یو طرف له منځه ځي، تړون هم ورسره له منځه ځي، برتانیوي هند شتون نه لري نو د ډیورنډ تړون هم بې مانا دی.

بله خبره دا ده چې د ډیورنډ د تړون پر بنسټ، هغه تړون یوازې د افغانستان د واکمن او برتانوي هند تر منځ تړون دی نه د برتانوي هند او افغانستان تر منځ، د هغه تړون موخه یوازې د افغان واکمن او برتانوي هند د واک او نفوس د ساحو ټاکنه وه نو د نړیوالې پولې ټاکنه.

دا مسئله باید په جدي ډول تر غور لاندې ونیول شي، افغان ملي دولتونه باید خپل رسالت ادا کړي، ملي شخصیتونه، سیاسي خوځښتونه او ځوانان باید ولس دې ته ملتفت کړي چې دا زمونږ خاوره ده او باید خپله خاوره بیرته تر لاسه کړو، د ځنیې کرغیړنو کړیو له لوري داسې تبلیغات کیږي چې په اسلام کې پوله نشته، چون پاکستان یو اسلامي هیواد دی نو د ډیورنډ د غږ پورته کونکي په بې دینۍ تورنوي، دوی دې مهرباني وکړي همدې پاکستان ته دی بې پاسپورټه سفر وکړي؟ که یوازې زمونږ هیواد د ټولو مسلمانانو شریک او نور د هر چا خپل، هیواد خپل.

د ښاغلي عبدالکریم خرم د دې دریځ په اړه ښاغلی مصطفی شپون وايي:

خرم صیب په یوه سیاسي پاکټ کې ډیر په زغرده او غښتلي ډول ټول افغان ولس خپل تاریخي او ملي رسالت ته ملتفت کوي او خپل افغانیت یې په اثبات ورسولو.

ولس باید د ښاغلي خرم دا خبرې بابېزه ونه ګڼي او د یوه فرصت په توګه دې ګټه ترې پورته کړي، په دې مانا چې د افغان دولت روښانه دریځ ته په کتلو سره مونږ باید خپلې مبارزې نورې هم ګړندۍ کړو او د خپلو موخو د تر لاسه کولو لپاره باید د ستر ګام پورته کولو ته ځان چمتو کړو.

ښاغلی عطاءالله خان حیران يې په اړه وايي.

موږ ته پکار ده چې ترهرڅه دمخه باید د ولس په ځانګړي توګه د پښتونخوا دولس په اذهانو باندې کار وشي هغو ته فکر ورکړل شي او هغه د پاکستان په شومو موخو باندې پوی کړلی شي چې د خپل لوی کور جوړونې ته اماده شي او خپل لوی کور لوی کور وګڼي موږ تر دې دمه په دې برخه کې ډېر کمې هڅې کړي دي زموږ دولت باید په لویه کچه یادې مسلې ته په ټوله مانا پاملرنه وکړي ځکه چې که موږ وګورو پاکستان په عمل کې دا کار کړی او کوي یې تاسې د پاکستان هرکوټ ته لاړ شئ هیڅ خبره نشته نه به د پولیسو لخوا زورول کیږئ او نه به کومه بلې ستونزې سره مخ کیږئ خو کله چې پښتونخوا پيښور ته لاړ شئ هم به مو پولیس زوروي او هم به درته نورې مسلې پیدا کېږي چې دا کار د پاکستان استخبارات په ډېرمهارانه انداز سره کوي پرکونړ یې راکټي بریدونه ترننه دوام لري له کوم ځای څخه راځي او ولې راځي د پاکستان ورنه موخه څه ده؟ د پاکستان ورنه موخه همدا ده چې موږ هم له دې ځایه ورباندې راکټونه فیر کړو چې هغه غاړه خپل پورت قوم ووژنو ترڅو مو ترمنځ دښمنیانې پیدا شي او دهغو په زړونو کې له موږ سره کرکه پیدا شي او دوی ورته ووایي چې دا افغانستان تاسې وژني ترڅو عام ولس هم زموږ د ښمنان کړي او هغه ورولي او خپلوي مو په دښمني بدله کړي پاکستان هیڅ فرصت له لاسه نه ورکوي موږ باید لکه څنګه چې هغوی موږ خپلو ورڼو ته د ښمنان معرفي کوي موږ دا کار وکړو چې ځانونه هغو ته خپل سکني وروڼه وښایو لکه چې یو او زموږ حکومت باید د ډیورنډ مسلې ته ټوله پاملرنه وکړي ترڅو د پاکستان د شغال لاندې خاوره ترخپلې ولکې لاندې راولي او ددې لپاره ترټولو لومړی کار باید دولس پرذهنونو باندې کار دی چې دا باید وشی یو څه ذهینت سازي چې وشي پاکستان په اوسنیو شرایطو کې له اقتصادي بحران سره مخ دی فقر په کې خپل حد ته رسیدلی دی که وکولی شو چې د ذهنیت سازۍ په برخه کې کار وکړو نو بیا شونې ده چې یو ځل بیا لوی احمدشاهي افغانستان خاوندان شو که موږ پیښوري ورور ته پاکستانی وایو او هغه اړباسو چې پاکستانی پاسپورټ له ځانه سره ولري او دخپل لوی کور ویزه ورباندې لږیدلي وي بیا موږ ورته اجازه ورکو نو په دې توګه موږ نه شوکولی چې ذهینت جوړونه وکړو بلکې ذهنیت یې نور هم ورخرابو موږ باید له پاکستان سره داسې سیاست وکړو لکه څنګه یې چې هغه له موږ سره کوي په پای کي د خرم صاحب خبرې ستایم او د خرم صاحب په خبرو کې یو لوی پيغام ګورم که موږ ورباندې پوی شو دخرم صاحب دریځ ستایم او دیوه نرافغان په توګه یې له دریځه په نره ملاتړ کوم.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *