لوی افغانستان اونيزې د يوې خپلواکې او ناپيلې رسنۍ په توګه، په دې ورستيو کې د افغانستان بانک په اړه يو څو ليکنې د اسنادو پر بنسټ (افغانستان بانک وژغورئ) تر سرليک لاندې خپرې کړې، چې يادو ليکنو کې زموږ هېڅ ډول شخصي نظر نه و او هرڅه د اسنادو پر بنسټ شوي و، او د لوی افغانستان موخه پکې يوازې او يوازې په افغانستان بانک کې سمون او له اداري فساد سره چې په هره برخه کې يي د افغانستان پرمختګ، نړۍ وال وقار او نوم له خطر سره مخ کړی دی مبارزه وه، ياده مبارزه لوی افغانستان ټيم په مسلسل ډول له کوم کس يا شخص سره له تربګنۍ او شخصي عقدې پرته جاري وساتله، خو اوس اوس د ځينو کسانو خپل سري لنډغر په بار بار د لوی افغانستان کارکونکو ته ډول ډول ګواښونه کوي، او په ډيرو ځايونو کې د لوی افغانستان اونيزې د کارکونکو د کورونو د پتو پوښتنه هم شوې، او يو ډول دوی کوښښ کوي د خپلو، ټوپکمارو او زور پر مټ زموږ پر خولو لاسونه را کيږدي، څو له فساد سره مبارزې په برخه کې د لوی افغانستان پورته شوې ناره غلې کړي او نور په ګران افغانستان کې د هر خپل سري او فاسد پر ضد څوک د غږ پورته کيدو وس ونلري. لوی افغانستان چې د ګوتو په شمار ورځې کيږي په خپرونو يي پيل کړی دی په ډيرو برخو کې يي ځان ته د لوستونکو پام را اړولی دی او هره ورځ د هيواد له ګوټ ګوټ څخه ددې اونيزې د لا پراختيا غوښتنه کيږي، موږ ته راکول شوي اخطارونه له دې سره سره چې لوی افغانستان د رسنيو د ملاتړ له ملي او نړۍ والو ادارو سره به مو ليکنۍ بڼه شريک کړي دي، د فيسبوک په ټولنيزه پاڼه کې يي هم له خپلو لوستونکو، قلمي همکارانو او د لوی افغانستان د ارمانونو له لارويانو سره شريکوو.
د یادونې ده، چې یاد ګواښونه د افغانستان بانک لومړي مرستیال ته نیژدې کس لخوا د لوی افغانستان اونیزې د امتیاز څښتن حیران ته شوي دي چې شمېره او غږ یې له موږ سره ثبت دی چې پرخپل وخت به یې له مل��رو سره شریک کړو.
موږ بیا هم وایو چې دغه ډول ګواښونه نشي کولی چې موږ له خپله دریځه پرشا کړي موږ به د ترورستۍ سلګۍ پورې خپله مبارزه کو.
د يو پرمختللي، له هر ډول فساد او ذهني ښکيلاک او زبيښاک څخه د آزاد لوی افغانستان په هيله.
په درنښت
د لوی افغانستان اداره