تېره ورځ د امريکې د ګډو ځواکونو قومندان مارټین ډمپسي ویلي که چېرته کابل له واشنګټن سره امنیتي تړون لاس لیک نه کړي او دناټو غړي هېوادونه له افغانستان څخه ووځي نو افغان ملي ځواکونه به له وسلوالو طالبانو سره پټې همکاري وکړي او دافغانستان او دامریکې د ښمنانو روحیه به لا پياوړې شي.
د ښاغلي ډمپسي دغه څرګندونې ځکه بې بنسټه دي چې دوی پخوا د کابل له ښیښوڅخه ټول افغانستان څاره او اوس د واشنګنټن له ښیښونه افغانستان ته ګوري دی په دې هکله نه کوم ثبوت لري چې د بیلګې په توګه یې د وینا پرمهال وړاندې کړي چې ولس په دې پوی شي که داسې وشي نو ددې خبرې احتمال شته دی ښاغلی ډمپسي د خپلو خبرودلیل داسې څرګند کړی دی.، « د افغان ځواکونو په ځينو برخو کې ليدل شوي دي چې د افغان ځواکونو او طالبانو تر منځ يو ډول ورته والی شته دی او د امنيتي تړون نه لاسلیک به دا ورته والی نور هم ډير کړي شونې ده دا جوړجاړی ډير پراخ وي خو باید ددې ډول کړنو په اړه خبرداری ورکړو.»
کوم ډول ورته والی؟ دا ورڅخه چا نه دي پوښتي که چېرته داسې وی نو دا خبره ولې مخکې نه کیدې موږ فکر کاو چې امریکايي سیاستمدارن ډېر لوړ تحصیلات لري او دانسانانو دحقوقو خبرې او … نن۱۲ کلن افغان ماشوم ته هم که د ډمپسي داخبره وکړې نوخدای شته که یو فیصدیې هم زړه ومني.
په اصلي خبره موږ هم پوهیږو او امریکا هم د کرزي نه تسلیمدو او پرخپل دریځ باندې ترپایه ټینګ ودریدو له امریکايي لوړپوړو چارواکونه داسې خبرې ویستې چې په تاریخ که به ورنه چا داسې ماشومانه خبرې نه وي ویستي.
د امنیتي تړون په هکله د کرزي غوښتنې چې امریکایې ورسره نه مني ۱ سوله ۲ پرکورنو بمارۍ او تلاشۍ، دا چې کرزی ورباندې ټینګ ولاړ دی او ولس غلی دی او امریکايي چارواکي هرډول فشارونه او څرګندونې کوي چې که دوی ووځي نو کورنۍ جګړه به پیل شي دا به وشي او هغه به وشي خو ولس غلی دی په دې باندې امریکايي چارواکو ته پکار وه چې لږ ځان پوی کړي ، ځکه چې دا دوه غوښتنې د ولس غوښتنې دي نه د کرزي.
لږ راځو په یو وخت کې یعنې د یو څو میاشتو په دوران کې د امریکايي چارواکو اختار ډوله څرګندونوته که زیر شو نو له کاسې لاندې نیم کاسه ځان ښکاره کوي.
د ناټو سرمنشي: که چیرې امنيتي تړون لاسليک نشي نو دوی هم نه غواړی څو له افغانستان سره تړون لاسلیک کړي.د ناټو سرمنشي اندرس فوګ راسموسن: « که ياد تړون لاسلیک نشي، نو د افغانستان او ناټو تر منځ به هم نه وي او هیڅ سرتیری به له ۲۰۱۴ کال وروسته په افغانستان کې نه وي اجازه راکړۍ و وایم چې دا زموږ د خوښې لاره نه ده خو واقعيت همدا دی او موږ به یې په خپلو پروګرامونو کې په پام کې ونيسو.»
جان کیري: (که امنیتي تړون کرزی لاسلیک نه کړي نو راتلونکی ولسمشر سره به یې لاسلیک کړو)
اوباما: (له افغانستان څخه دې د فوځ د ایستلو پلاند جوړشي)
کرزی: ترهغې مو چې غوښتنې ونه منل شي له امریکا سره به امنیتي تړون لاسلیک نه کړي.
امریکایي چارواکي هم سره همغږي نه لري یو یې یو څه وايي او بل یې بل څه خو افغان ولسمشرحامدکرزی پرخپله یوه خبره ټینګ ولاړ دی.
موږ دلته غواړو یوازې د ډمپسي په څرګندونو په اړه خپل نظر څرګند کړو افغان ولس په خپلو ټولو امنیتي ځواکونو پوره ډاډمن دی او هېڅ ډول شک ورباندې نه لري او د ډمپسي دغه بې بنسټه څرګندونې نشي کولی چې ولس د افغان ملي ځواکونو په اړه اندېښمن کړي افغان ملي ځواکونه ددې وړتیا لري که چېرته نړیواله ټولنه خپل ځواکونه له افغانستان څخه وباسي دخپل هېواد ساتنه په ښه توګه کولی شي.
موږ د ډمپسی دغه ډول بې بنسټه څرګندونې د افغان ملي ځواکونو د تیرو دولسوکلنو قربانیو ته سپکاوی بولو او باید بښنه وغواړي، دوی دغه ډول بې بنسټه خبرې په داسې حال کې کوي چې په کونوړ کې ۲۱ افغان سرتیري د خپل هېواد ساتنې په موخه خپل سرونه قرباني کوي ایا د ژمنتیا او قربانۍ نه دي ؟ امریکا کوښښ کوي چې یو ډول تبلیغاتي پروپاګنډې جوړې کړي چې ګواکې افغان ملي ځواکونه ددې وړتیا نه لري او وبه نشي کولی چې د نړيوالې ټولنې له وتوسره د خپل هیواد ساتنه وکړي که داسې وي نو ښاغلی ډمپسي تاسې او تاته ورته نورو چاراکو له همدغې میډیا څخه وویل چې اوس افغان ځواکونه کولی شي دخپل هېواد امنیت پرته زموږ له مرستې وساتي نو ځکه موږ ورته د اتنقال پروسه پیل کړې ده او نور دوی ددې جوګه شوي دي او بل کله چې په امریکاکې ټاکنې وې هلته هم تاسې ویلي و چې موږ افغانستان ته پياوړې ملي اردو جوړه کړه موږ دا وکړل او دا مووکړل او اوس پرافغان ملي ځواکونو باندې شک؟ د امریکايي چارواکو ګډو وډو څرګندونو د امریکاولس هم په انديښنه کې اچولی دی چې کله یو څه او کله بل څه وایست.
نو ددې ښاغلو څرګندونې که ومنو بیا خو نو دوی دلته هیڅ نه دی کړي بیا خو دوی ټول دروغ وايي.
موږ له ډمپسي نه غواړو چې له افغان ولس او افغان ملي ځواکونو څخه دې بښنه وغواړي او دغه ډول څرګندونې نشي کولی چې دافغان ولس باور چې په خپلو ملي ځواکونو یې لري زیانمن کړي موږ پرخپلو ملي ځواکونو ویاړو او ترڅنګ یې ولاړ یو.
که راتلونکی ولسشر هم یاد تړون لاسلیک کوي په یاد دې ولري چې دجرګې پرېکړې باید په پام کې ونیسي کومې غوښتنې چې کرزی یې له امریکاڅخه د تړون په هلکه لری دا د افغان ولس غوښتنی دی.