د کب پر (۱۵)مه نېټه د (ژوند ګروپ اف کمپنيز) او (ګرين موشن) له خوا (د کار خلک) ترسرليک لاندې غونه جوړه شوې وه، چې په سياسي، علمي، فرهنګي، هنري، او ګڼو نورو برخو کې يې د کار خلکو ته طلايي مډالونه او ستاينليکونه ورکړل.

په ياده غونډه کې مخورو شخصيتونو، ځوانانو، فرهنګيانو، د کابينې او ولسي جرګې غړو، د ژوندون او شمشاد ټلوېزيونونو مشرانو ګډون کړی و.

غونډه د قران عظيم الشان په مبارکو ايتونو سره پيل شوه، تر تلاوت وروسته د افغانستان ملي سرود وغږول شو.

د غونډې د پيل وينا د ژوند ګروپ مشر (نوريالي ابراهيمي) وکړه، ښاغلي ابراهيمي په خپلو خبرو کې وويل: دا له دې غونډې څخه مو موخه دا وه، چې په ژوندوني د کار د خلکو ستاينه وکړو او هغوی لا تشويق کړو، چې هېواد او ولس ته د ډېر خدمت مصدر وګرځي)).

ابراهيمي وويل: زه ژمنه کوم، چې دا لړۍ به دوام پيدا کوي او نور د کار خلک به په راتلونکو پروګرامونو کې وستايو))

تر دې وروسته د مډالونو د وېش لړۍ پيل شوه، چې لاندې کسانو ته په کې مډالونه ورکړل شول:

۱- ډاکتر اشرف غني احمدزی

۲- ډاکتر حضرت عمر زاخېلوال

۳- فضل هادي مسلميار

۴- ډاکتر غلام فاروق وردګ

۵- پوهنوال محمد اسمعيل يون

۶- الحاج فضل کريم فضل

۷- زين الله منلی

۸- ډاکتر خوشال روهي

۹- ډاکتر فيض محمد ځلاند

۱۰- ډاکتر علي نورستانی

۱۱- زمزمه نيازۍ

۱۲- برېښنا امېل

۱۳- شکريه جلالزۍ

۱۴- حامد ناصري

۱۵- ارين احمدزی

۱۶- عبدالقدير مطفي

۱۷- ضياءالرحمن ضياء

۱۸- مجيب الرحمن لحاظ

۱۹- هارون صديقي

۲۰- شاهد خان

۲۱- رحمت الله امرخېل

۲۲- جنرال امين الله امرخېل

۲۳- هجرت الله اختيار

۲۴- نذير احمد سهار

۲۵- نظيم سمون

۲۶- ګلبت خان مومند

۲۷- اسراراحمد خان

۲۸- حمدالله  ارباب

۲۹- عبدالرشيد ايوبي

۳۰- عبدالرحيم ايوبي
۳۱- عبدالحميد بهيج

۳۲- سعيد زابلی

۳۳- محمد نذير احمدزی

۳۴- ډاکتر اکرم خپلواک

غونډه د ويناوالو تر لنډو لنډو ويناوو وروسته په دعايي سره پايته ورسېده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *