موږ ډېر کله سره له دې، چي پوهیږو، خو بیاهم په کوچنیو دایرو کي بند پاته یوو.
د (لوی فکر جادو) کتاب به دهاغه بندو دروازو کیلۍ  درکړي، چيري، چي ستاسو قاصر فکرونه دکوچنیو چوکاټونو په تیارو خونو کي بند پاته دئ او درا وتلو هڅه یی کوئ؛
موږ باید همیشه نورو ته په درنه سترګه وګوره، سګین او بامسؤلیته واوسو، ځکه معاصره نړئ دسپکو اوکم ظرفیته خلکو ځای نه دئ.
بریږدئ هر څوک، چي ستاسو په اړه هر رنګه فکر کوي دا ددوی حق دئ، کوچنی او منفي فکرونه ستاسو دپرمختګ، شخصیت جوړوني او پاکي ارادې مخه نه شي ډب کولای.
هغوی چي په اړه مو لږ هم ښه نظر لري احترام ورته ولرئ، ولي هغوی، چي منفي فکره دي او نه مو شي زغملی هري کړني ته مو له منفي زاویې ګوري ډېره مهمه نده که و مو لیدل نرمه خندا ورته وکړئ او بابیزه یې وګڼئ، ولی هغوی، چي احترام مو کوي او ارزښت درته لري قدر یې وکړئ او ارزښت ورکړئ.
اسانه ژوند کول سخته خبره ده، ولي که په ځان باور ولرو هره سخته اسانه کیدای شي تر ټولو اړینه داده، چي نورو ته ارزښت ورکړو، خپل وخت مدیریت کړو، مطالعه وکړو، عبادت وکړو، ټولنیزي اړیکي وپالو، مهربان اوسو، په د فتر، کور، کلي پوهنتون او بل هر کاري ځای کي له همکارانو سره صمیمي چلند وکړو.
ځکه ژوند به همدا وي، چي هره ورځ په یوه امید پیل شي او بلاخره له لاسته راوړونو ډکه تیره شي.
ما ورڅخه همدوره څه زده کړي لا تر دې هم لږ اضافه، ولي د لوی فکر جادو په دې ارزي، چي بیا مطالعه شي؛
لیکوال زلمی حلیمی

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *