لوی درستیز قدم شاه شاهین

تاند- د افغانستان حکومت ولسي جرګې ته د دفاع د وزیر په توګه د محمد معصوم ستانکزي د معرفي کولو ترڅنګ د دفاع مرستیال وزیر او لوی درستیز هم اعلان کړل.

جنرال قدم شاه شاهین لوی درستیز او ډګر جنرال عبدالخالق د دفاع وزارت لومړی مرستیال ټاکل شوي دي.

جنرال قدم شاه تر دې پخوا په کابل کې د افغانستان د ملي اردو د ۱۱۱ فرقې قومندان و.

ولسمشر غني د پنجشنبې په ورځ معصوم ستانکزی د دفاع وزیر په توګه ونوماوه او پرون یې ولسي جرګې ته د اعتماد رایې د ورکولو لپاره معرفي کړ.

د ولسي جرګې له لوري د دفاع وزیر د تایید په صورت کې به د افغانستان کابینه له اوږده ځنډه وروسته بشپړه شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *