د انسانانو تاريخ چي وکتل شي، نو زورور انسان په کمزورو د خپلو ګټو د ساتنې لپاره هر وخت لوبي کړې دي. لويو قدرتونو کمزوري د خپلو فايدو په خاطر استعمال کړي دي. غټې ډلې وړې ډلې او واړه ګرپونه د ځان په ګټه هر وخت کارولې/کارولي دي.
له تېره که نن ته راشو، بیا هم هغه لوبه تکرارېږي. بڼه يې د وخت له تېرېدا، کريکټر له بدلېدا او پر مختګونو سره بدله شوېده. خو پایله بیا هم هغه ده. د غټو قدرتونو ګټې، د کمزورو لا کمزورتيا، د لويو قوتونو اهدافو ته رسېدل، د کمزرو ملتونو له وژلو، هیواد ورانولو، کړونو سره له خپلو هر ډول اهدافو شاته کېدا ده.
پرون هم لويو قوتونو غوښتل چي دوئ نور وپړسېږي او په وړاندي شته قوتونه يې هيڅوخت هم د دې جوګه نه شي چي دوئ ته مزاحمت وکړي، له دې امله يې نو لوبي او ګيمونه جوړول او نن هم د دې هدف لپاره ګيم پر کار لوېږي.
افغانستان ته د روس له راتلو سره سم د کفر خلاف د جهاد فتواوي له لر او بر څخه راغلې او افغانان يې د نړۍ په مرسته چي سر کي يې امريکا وه، له روسانو سره لاس او ګرېوان کړل. د جنګ په دې غوبل کي د روسي او افغاني توپير ورک شو. د روسي ټانګ او افغاني جيف فرق چا نه کاوه. دا هم مهمه نه برېښېده چي د روان جنګ ګټه چا ته رسي او زيان يې د چا دی؟
افغانانو ته د دين له منبره او سپيکره دا ویل کېده چي خدای د روسي او ملګري په مرګ خوشالېږي. دين دا غواړي چي له امريکا مرسته واخله خو دهري روس په ماته کړه. له اهل کتابو سره دوستي امکان لري او د شريعت له مخې کوم ناروا کار نه دی، مګر له ملحد او دهري روس سره د شريعت له مخې دوستي سخته ناروا ده. له دې امله نو د وخت مقاومت کوونکو ډلو له دې پرته چي وګوري په شريعت کي د جهاد لپاره کوم شرایط دي؟ چا ته څه وخت د جنګ اجازه ده؟ ولي ور کوله کېږي او جنګ هدف دی که وسیله؟ دا او دې ته ورته پوښتنو باندي له فکر او ځواب پرته افغانان د جنګ ډګر ته کښته شول.
د مقاومت ګروپونو له دې سره چي تر خپل منځ يې همږغي نه در لوده، اتفاق چا پېژندی هم نه، د يوه امير شتون چا احساس هم نه کړ او له دې پر را پيدا کېدونکو ټولو ناخوالو باندي چا د فکر کولو اړتيا هم احساس نه کړه او که چا د دې پوښتنو اړتيا ولېده هغه له جهاده د انکار په تور ژر ووژل شو. خو بیا هم دوئ ځانونه د پاکستان غيږي ته وغورزول. هلته خلګو ته کمپونه جوړ شول، د ټرينينګ مرکزونه رامنځته شول، له بهرنيانو سره تماسونه ټينګ شول او پاکستان د مهاجرينو او له مجاهدينو سره د مرستې په پلمه نړۍ ته د مرستو ږغ وکړ.
هغه وخت د نړۍ له هره کونجه چي مرسته راتله روا وه او په څلور کي درې برخې د پاکستان د ګټو لپاره ذخیره کېده او نوره د مجاهدينو لپاره وقف وه. له عربو بیا تر غربه ټولو غوښتل چي روس مات شي. له دې امله نو د مقاومت لیکو ته عربو هم لار ومونده. عرب له دې سره چي سلفيان ول، افغانان يې د عقيدې او يو شمېر اعمالو له امله کافران او مشرکان بلل، خو تر دې د غټو اهدافو او ګټو په خاطر يې د مشرکو افغانانو مرستې ته جواز جوړ کړ او دلته تر هغو وجنګېدل چي روس مات شو، پاکستان بچ شو، عرب خوندي شول، امريکا خپل سیاسي اهداف تر لاسه کړل او د ګټو تر لاسه کولو دې بازار کي افغانان پر تش ډاګ پاته شول.
دا مهال چي روس ماته ومنله، د خپل غښتلي حريف امريکا او ور سره ملګرو سره يو تړون وکړ او هغه تړون ته په ژمنتيا يې له افغانستانه لښکرې ټولي کړې، افغانانو دا مهال وکتل چي ميدان خالي دی. د ګټې وټې هيڅ شی وجود نه لري. د نړۍ هغه مفتې مرستې اوس نه شته. نه امريکا د مرستو لپاره اړتيا ويني، نه عرب او نه هم پاکستان له ذخیره شويو مرستو ستړيو افغانانو ته يو څه ور کوي.
مفت خواره افغانانو د ګيډي مړولو او واک لپاره له خپلو افغانانو سره جنګ جګړې پيل کړې. د جګړو اور ورځ تر بلې غوړېدی. ښارونه ناامنه شول او لويي لار و کلي هم خوندي نه شول. دا ناامني روسي پوځونو نه وه جوړه کړې او نه هم د هغوئ ملګري خلقيان و پرچميان پاته ول. بلکي دا وار هغه سپيڅلي مجاهدين داسي په وحشي ځناورو اوښتي ول چي نه يې د چا کور کتی، نه د چا عزت، نه يې د چا مال ته پام وو او نه يې سر کتی. نه ښار خوندي وو او نه کلي. نه نارينه د امن احساس کاوه او نه ښځينه. د سپيڅلو مجاهدينو ترمنځ خپل منځي جنګ کي د لکونو افغانانو د وژلو ترڅنګ ښارونه او ان پلازمېنه کابل هم وران شو.
ټول ديني او ملي ارزښتونه تر پښو لاندي شول او په دې دوره کي هغه وحشتونه وشول چي نه روس کړي ول او نه يې ملګرو. مګر افغانان نن هم هغو خلګو ته مجاهدين وايي. افغانانو دا فکر نه کاوه چي موږ ته نژدې ملګري په نندارچيانو بدل شول؟ هغه خیالي حکومت چي افغانستان به د هغه په توسط له نړۍ سره مښلي، ولي رامنځته نه شو؟ نړۍ والو او ګاونډيانو کړې ژمنې ولي نه کړې تر سره؟
دا مهال د سيمیزو قوتونو په ملاتړ يو بل قِشر پر افغانانو د واک منګولې ښخې کړې. دوئ له سپينپالو پرته ټول افغانان له واکه ګوښه وساتل. د واک دې انحصار افغانان خپه کړل. يوځل بیا د پخوانو ملګرو په مرسته يو شمېر افغانانو سپینپاله له واکه ګوښه کړل. دا ځل نړۍ وعده وکړه چي د پخوا تاريخ نه تکرارېږي. دا پلا که موږ هوښياري کړې وای، تر يوه حده نړۍ را سره ملګرې وه. مرستې وشوې، حکومت د افغانانو په خوښه جوړ شو، ټول قومونه په واک کي ګډ شول، خو لويه خطا دا وه چي له واګه ګوښه شوې ډله په داسي حال کي ګوښه وساتله شوه چي تازه يې د واګ د ګدۍ خوند ليدلی وو. چلبازو ګاونډيانو چي د دوئ فطرت پيژندلی وو، له دې موکې ګټه واخیسته او يوځل بیا زموږ هیواد د نړۍ والو لوبو ډګر شو.
ځمکه زموږ ده، خلګ زموږ دي، مړي زموږ دي او زخمي موږ ته پاتېږي، کونډې همدلته پاته وي او غم و زغم يې ټول موږ ته پاتېږي، مګر ګټه بیا هم د بل ده. دلته بیا هم د دين په نوم د انسان وژنې جواز ور کول کېږي. د مقاومت اړخ بیا هم په ډېره سپين سترګۍ ځان د پاکستان غيږي ته اچولی او د همغه په توسط بیا هم له امريکا را نیولې تر عربو، ايران ان هغه دهري روس پوري د ډېرو کومکونه ورته را روان دي.
د حیرانتيا ځای دا دی چي له خپل پخواني دوست اهل کتابو سره اخته دي؟ جالبه دا ده چي پاکستان هم د امريکا دوست دی، هم يې د دوئ د نظام ضد امريکا ته لار او ميدانونه ور کړل او هم نن جهاديانو هلته ځانونه د امريکا پر ضد پټ کړي؟ له دوئ سره دا فکر نه پيدا کېږي چي اخیر پاکستان ولي د امريکا ضد ما ته ځای را کوي؟ ايا پاکستان اسلام غواړي؟ که يې اسلام هدف وای، نو په خپل ملک يې به يې شريعت نافذ کړی وای؟ د هيرا منډۍ ته به يې قانوني اجازه نه ور کوله او ټيکس به يې نه ترې اخيست؟ که هدف له اسلام پرته بل وي، نو جهاديان ولي د جهاد په بانه د پاکستان ناروا غلامۍ ته زړه ښه کوي؟
د پام يو ټکی دا هم دی چي امريکا اوس هم پاکستان ته د کال لس زره لکه ډالر مرسته ور کوي، چي پاکستان بیا په دې ډالرو د جهاديانو لمن ور ډکوي. نوي انکشافات خو لا دا دي چي د دوئ پخواني دوه دښمنان هم اوس ور سره خوشاله شوي او له ایرانه نوې وسلې او مرستې راغلې او روس هم ټټر ټپولی چي مرستې کوم، څو له تاسو او امريکا دواړو خپل غچ واخلم.
د ګټې وټې په دې اتڼ کي هر يو دلته هلته د اتڼ په پلمه سر اړوي او سترګې غړوي، مګر افغان جنګیالی بیا هم د بل په غېږ کي پروت، د بل په وسلو، پیسو، زور، وعدو او… ظاهرا له خپل پخواني دوست سره جنګ کوي او له زاړه دښمن څخه بیا مرسته غواړي.
دوئ دا فکر نه کوي چي لومړۍ ورځ مو له امريکا سره جنګ په وس نه وو پوره، هغه مهال لا پلي پوځونه افغانستان ته نه وو داخل شوي، مګر نن د زرونو خارجيانو په شتون کي دوئ څنګه مقاومت کوي؟ هغه طیارې چي تر اوسني مقاومتيانو يې څو چنده غښتلي مقاومت کوونکي ګروپونه په درې اونۍ کي مات کړل، نن څنګه د پخوا په نسبت کمزوری، له عدايداتو لیرې، یوازي پر موټر سايکل سپور طالب د امريکايي طیارې او ټانګ مقابله کولای شي؟ دا فکر هم نه کېږي چي سور صليب ولي د طالبانو زخميانو ته د دواوي ټول مصرف ور کوي؟ دې ته هم نه کتل کېږي چي جنګ په سرحد کي کنټرولېږي، مګر امريکا او ملګري يې په کلي او بانډو کي ولي عمليات کوي؟ دا يو سرحد له پلي ځواکونو پرته طیارې هم کنټرولولای شي، مګر دا هيڅ نه کېږي. ولي؟ ځکه دا د سترو قدرتونو لوبه ده. لوی قدرتونه په خپل ستر وس هر څه کولای شي. پښتانه وايي، د زورور اوبه لوړې ځي. نن هم د امريکا او ملګرو اوبه يې لوړې او سرچپه رواني دي، خو دونه څوک نه شته چي دې ته ګوته ونیسي.
امريکا ته هر څه مالوم دی. دوئ زموږ چارواکي پېژني، له وخته يې لا په اړه پوره مالومات کړي. د ټولو مزاجونه، جنايتونه، پخواني اعمال او کمزورياني ور مالومې دي. دوئ پوهېږي چي د همدې چارواکو په شتون کي کولای شي په اساني خپل اهداف تر لاسه کړي. امريکا زموږ د چارواکو په فساد خبره ده، بلکي خپله يې زمينه ورته برابره کړه، خلګ يې په دې اخته کړل. د واک ګدۍ ته همدې شين سترګو هغه کسان را وستل او تر اوسه يې مشري ور کړې چي تېر تاريخ يې ټول لړلی دی. هر جنايت يې کړی او بیا هم مخ نه ترې اړوي.
امريکا خبره ده چي چارواکي د مقاومت لیکو ته د روپو په مقابل کي وسلې ور کوي، بنديان ور ازادوي، لار ور کوي، ولایتونه او ولسوالۍ ورته سقوط کوي، مګر د خپلو ګټو په خاطر سترګې پر پټوي. د امريکا هغه قوت چي پاکستان يې په وړاندي يوه خبره نه کوله، نه يې هم نه کوي، خو د طالب د توپک په وړاندي کمزوری شو، هغه طیاره چي په څو ساعته کي له نړۍ څخه را چارپيره کېږي، مګر د طالب موټرسايکل ته نه شي رسېدای. هغه استخبارات چي د نړۍ بل هيڅ قوت يې نن نه لري، مګر طالب له خپل پوره ساده توب سره ځان ترې ورک کړی!؟
امريکا نن د جګړې په غزېدا کي ګټې لري، که نه وختي به يې د جنګ اور باندي اوبه توی کړې وې. د ګټو په خاطر خپل ځيني پوځيان هم وژني، وسايل هم خرابوي، ډالر هم لګوي، حکومت ته پر يوه لاس ډالر ور کوي او مقاومت کوونکو ډلو ته د نورو پټو لاسونو په توسط. د سترو ګټو لپاره ليږ قرباني احمق هم ور کوي. کوچي عربو د ځان ساتنې په خاطر د دوئ په عقيده دمشرکو افغانانو ملاتړ وکړ او د جنګ منځ ته يې ځان ور سره واچاوه، نو هوښياره امريکا د لويو ګټو په خاطر خپل څو پوځيان، وسايل او ډالر له لاسه ور نه کړي؟
بیا هم وايم، د لويو قدرتونو لويي لوبي وي. ټول وينو چي امريکا څه کوي، طالب څه کوي، مګر ږغ کول د خپل ژوند ختمولو په مانا دی. زموږ د لیري کلي يو ماشوم هم په دې پوهېږي چي طالب ژمی پاکستان کي استراحت کوي او دوبی افغانستان ته د جنګ لپاره راځي، مګر ستر قدرتونه دا راز نه شي کشفولای!؟
ما ته د جنګ هيڅ ګټه نه رسي، مګر تاوان يې نور راته له زغمه وتلی. جنګ نور زما هر څه له منځه وړي. زما انسان، زما هیواد، زما ملت، زما اقتصاد، زما تعليم او که بند نه شي نو د افغانستان وجود هم له منځه پر تلو دی. نو د خدای لپاره نور جنګ د حل لار نه ده! که ستونزې يې حلولای، نو دا ۴۰ کاله به يې حل کړې وای، بس دی نور پر افغان انسان زړه وسوځوئ. نور وحشت بند کړئ، قتلونه مه کوئ، جنګ مه کوئ، تخريب مه کوئ، پرېږدئ چي افغانان دا څو ورځې ژوند په امن او سوکالي کي تېر کړي. د تخريب پر ځای تعمير وکړي. د جنګ پر ځای مينه وکړي. مرګ پر ځای ژوند وکړي. له ګاونډيانو او نړۍ سره د سيالۍ ډګر ته ووزي.
۲۰۱۷/ ۲/۸
ورور جانه کور دی ودان