له دوستانو، پلویانو او مینه والو. غوړه مالو، اپرچونستانو او ګنډه مارو. هیله مندو، ارزومندو او خوشامندو ډیر وړاندی، ستا سیاسي سیالان هم پدی معترف او یوه خوله دی چې ته مفکر یی، نوښتګر او مدبر. هم منلی، هم ستایلی. سترګه ور هم خوله ور. په سر دی توره شمله ښه ښکاري او په غاړه کې دی برګه نیکټایی.
د نړیوالو پوهنتونو پوهان، د ناکامو دولتونو د رغون په باب، ستا په ګوتو لیکل شوی کتاب، د معتبرې سرچینې په توګه ګڼي. له هغه الهام اخلي او پخپلو مونوګرافونو او رسالو کې پر هغه حوالې ورکوي. د ډکتورا او ماسترۍ محصلین تری اقتباس کوي او شهادتنامې پری اخلي، کوم چې ستا علمي مقام ته احترام دی.
او د کور دننه، ستا د اصلاح او تداوم شعار د یرغمل شوي، دل شوي او زبیښل شوي ملت په رګونو کې یوه ساه واچوله. لور را لور، یوه ناره شوه، انګازه شوه. یو هیجان شو، یو توپان شو چې سمون راځي، رغون راځي او بدلون راځي.
د اخبار پاڼې، د فیس بوک مخونه، د ټویټر کرښې، د یوټیوب ویډیو ګانې، د سرچوک لوحې او د ټلویزیونونو پردې، ستا په لیکچرونو ښکلې او په تصویرونو رنګینې شوې. هم په دیرو، هم په حجرو کې، د کیږدۍ دننه هم د بام د پاسه. د بنډار په مهال، د دیدار په ترڅ کې. د امو په غاړه، د بکوا په دښته. د سپین غر په لمن، د سالنګ په زړه کې. د شمشاد په څوکه، د پامیر په غاښي. یو ټکون شو، پاریدلی احساس: غني راغی، غنا به راشي، روڼ راغی، رڼا به راشي او سپین راغي، ښکلا به راشي.
ستا لاسونه د چا په سرو او بی بیګناه وینو، رنګ ندي او زنګ ندي. نه غل یی، نه د غلو مل. په شیرچور کې ځای نلری او له هریپوره، ډار. ستا زړه نری دی خو د وطن پخاطر. هم شالید لری او هم وړاندیز. رقیبانو دی ویل چې قارندونکی دی، زړه تنګی، غصه ناک. خو ته نه غصه شوی، نه خپه. نه شکمن نه ګیله من.
ستا رقیبانو ویل چې تا د سرخوړلي کمونیزم په وړاندی، د جهاد د ازغن سنګر لیدل خو څه، په غزا کې دی د تکبیر ناره هم نده پورته کړی. د ناصر باغ، جلوزو او کچه ګړۍ کمپونو ته دی سر ندی ښکاره کړی، د کونډو رنډو احوال ته نه یی ورغلې. د بورې مور، کړوپ شوي پلار او رټل شوي یتیم په سر دی لاس ندی کش کړی، او تر ټولو غټه دا چې د هاخوا شه ماجره غږ دی هم ندی تر غوږو شوی.
خو حقیقت دادی چې تا هم د میلونونو هیوادوالو په څیر د احتجاج، اعتصاب او اعتراض چیغه پورته کړي، د کرمیلن د بامبړانو نغښتې او نغوتې دی غندلي او په هغه لیکه او صف کې دریدلی کوم چې ددی ټکول شوي مګر میړني ملت د هویت، پت او عزت شاخص ته بڼه ورکوي. او ستا کمال همدا دی چې د جهاد مخکښان دی خپل مشر ګڼي، په پګړۍ کې دی ولونه وهي او جمال دی دا دی چې د مقاومت علمبرداران درته په محراب کې جاینمازونه غوړوي.
یقینا، د سرو لښکرو اور او باروتو ته سینه سپر کول، خپلې وینې تویول او له سره تیریدل، جهاد وو، پت وو او عظمت وو. په چقمق، ار پي جي او دهشکې ډز کول نارینتوب او سړیتوب وو. خو د هورا په ضد د الله اکبر او د کمونیزم په ضد د مرده باد چغه کول هم غزا وه، هم روا. هم خدای پرستي وه او هم وطن دوستي.
د جهاد او هجرت په مهال په اشنغرۍ او فقیر آباد کې ځما د دوست، قانع صیب په خبره (موږ یو ملت وو او یو ملت به و اؤسو. د تاجک شرف، د ازبک عزت، د پښتون هویت، د هزاره حیثیت، متحد افغانستان دی) او پدی باور یو چې دا مهال ته د ملي وحدت سمبول او د ولسي پرګنو غوره انتخاب یی.
چا رایه درکړی او کنه، خو حساب در باندی هرڅوک کوي. ته ددی ملت په درد آګاه او له رنځ سره آشنا یی. دادی پوره دوه اویا شپې رڼې شوې خو ستا د نیم په نیمه کابینې څرک نه لګې. لاهم فکر مند یی، اندیښمند چې څوک وزیر شي، څوک سفیر؟ ځکه ته غواړي چې دا ملک ښیراز کړی، سرفراز کړی او د سیالانو په کتار کې سیال.
لوی مفکر، ولسمشره !! نه ما ووټ درکړی، نه تا لوټ. خو زه ستا یو مینه وال یم، هیوادوال. زه نه یواځی دا چې له تعصب څخه کرکه لرم بلکې هغه د یویشتمې پیړۍ جاهلیت بولم او پدی باور یم چې عقیده مند، عقده مند نه وي او که څوک وي نو خپل ایمان دی را تازه کړي.
منو چې هر څه پخپل ځای دي، او خلک باید دا بريښنایي تذکرې واخلي، ځکه ځمونږ هویت او معرفت د اوبو ځګ ندی چې د افغان د کلمې په نه لیکلو سره به مسخ او په سیند لاهو شي. په وړه خوله غټه خبره نه کوم، خو اجازه راکړه همدومره ووایو، کله چې تا ددی نوی تذکری د توشیح کولو لپاره قلم ته لاس کړ، نو د ځپل رعیت د خاموش اکثریت دا غوښتنه دی څو ځلې په ذهن کې راتاو شوه چې هغه به د افغان په نوم خوښیږي که د افغانستاني په عنوان؟
اوس خو د خلکو په منځ کې دا اندیښنې او ګونګسې هم دي چې خدای مه کړه داسی ورځ رانه شي چې د لوټ بڼه اوښتې، ملي سرود بدل او د بیرغ رنګونه زیات او کم شي او دا ځکه چې تاریځ د تل لپاره فاتحینو لیکلی او دلته له هر چا، فاتحین زیات دي