تاند- د لوی ملي ايتلاف په نوم ډلې، چې په څو ولایتونو کې یې د انتخاباتي کمیسیونونو د دفترونو مخته پرلتونه کړي وو، نن /دوشنبه/ اعلان وکړ چې په راتلونکو ټاکنو کې له بایومیتریک سیستم څخه د کار اخیستلو د پرېکړې هرکلی کوي.

دا ټلواله، چې په دولت کې له یو شمېر شاملو او ورڅخه لېرې شویو چارواکو او همداراز شاوخوا ۳۰ ګوندونو څخه جوړه ده، وايي؛ وروسته له دې چې د انتخاباتو خپلواک کمیسیون وویل چې د ولسي جرګې په انتخاباتو کې به له بایومیتریک سیستم څخه کار واخلي، په کندهار او مزارشریف ښارونو کې د ټاکنو د خپلواک کمیسیون د دفترونو له مخې د پرلت خیمې ټولوي او اعتراض پای ته رسوي.

تر دې وړاندې په هرات او جلال اباد کې د اعتراض کوونکو خیمې پولیسو ټولې کړې وې.

د لوی ملي ايتلاف یوه اصلي غوښتنه دا وه چې په انتخاباتو کې دې له بایو میتریک سیستم څخه کار واخیستل شي. دوی دغه راز په انتخاباتي سیستم کې د بدلون او ګوندونو ته د ونډې ورکولو غوښتنه لري.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *