څېړنیار شریف الله دوست
په لهجو(ویښتونو) کښي څېړنه، شننه، سپړنه او پلټنه د ژبپوهني د ملاتیر جوړوي. کله چي په ژبپوهنه په ځانګړې توګه تاریخي ژبپوهنه کښي څېړنه او دوې ژبي یو له بله سره پرتله کوو ویښتونه مو د څېړني په لاره او چاره کښي ممد او مفید تمامیږي. نړۍ کښي یونانیانو او هندیانو له ډېرو لرغونو وختونو څخه د ویښت (لهجې) مسئلې ته ورپام سوي دي. په څلورمه مخزیږدي پېړۍ کښي د هومر ایلیاد او اودیسه د یونان د هغه وخت په ټولنه کښي معیاري ویښتي آثار وبلل سول. د هند په نیمه وچه کښي د ویدي ژبي چي ریګویدا په لیکل سوې وه د هغه تکاملي او پرمختللې بڼه پراکریت او سانسکریت وبلل سولې. په منځنیو پېړیو کښي اروپايي پوهانو هم چي د نوښتونو په درشل کښي وو ویښتونو(لهجو) ته پام سو. ایټالیايي لیکوال ډانټه د رومي ژبو یښتونو ته و جغېدی (اړم سو) هڅه او ټینګار یې پر دې وو چي د لاتین ژبي ویښتي او لیکدودي ډولونه وپېژني او هره خوا یې بېله او ډلبندي کړي. لوېدیځ ویښت (لهجه) چي د لوی کندهر د ویښت په نوم هم یادیږي، د پښتو ژبي له لویو او سرغنه ویښتونو څخه شمېرل کیږي د (ښ،ږ) د ځانګړو فونیمونو په لرلو او وینګ سره ځانته خپلي ځانګړتیاوي لري. ډېر کله داسي پتیل کیږي چي ګواکي دا ویښت په لویه پېمانه د فارسي دري تر اغېز لاندي دی خو دا ډول حکم باید د تخصصي پوهي او مسلک پر اساس وسي نه د سلیقې پر بنیاد.
د پښتو ژبي لوېدیځ ویښت چي د لوی کندهار د لهجې په نوم هم یادیږي او یوه ویړه ساحه په بر کښي نیسي له د آریاني ژبو د یوې موریني (۸۰۰-۱۲۰۰ ق.م) اوستا تر اغېز لاندي بللای سو که مو په پښتو ژبه کښي مخزیږدي آثار لرلای نو به مو مشترکات بللای. په هر ډول د مشترکاتو بحث بېل دی په لاندي لنډه څېړنه کښي دغه ادعا ثبوت سوې چي لوېدیځه یا دلوی کندهار ویښت (لهجه، ګړدود) د فارسي نه بلکي مخامخ د اوستا تر اغېز لاندی دی او منځنۍ او نوې فارسي په خپل وار د اوستا تر اغېز لاندي ده نو هم پښتو له دغه آریاني موریني څخه اخیستني کړي او هم فارسي دري. دا ادعا چي موږ دي ټول کلمات د فارسي څخه پور کړي وي د ژبپوهني پر بنسټ علمي دلیل نه لري او نه هم کوم ثبوت په لاس کښي لرو. راځو هغه څو کلمو ته چي ځیني کسان یې بېله مسلکي او تخصصي دلیله فارسي ګڼي:
۱.درخته (draxta)
په عربي کښي شجر/ajarš/، په فارسي کښي درخت/daraxt/ په په انګریزي کښي /tree/ په آلماني کښي /baum/ په فرانسوي ژبه کښي /abat/ د پښتو ژبي په لوېدیځ ویښت کښي درخته چي له آره اوستايي کلمه ده اود اوستا د وندیداد په ۱/۲،۱۳،۳۰ بندونو کښي يې ریښه، بڼه او وینګ په دې ډول: (داورو/,uruAd/dāuru) ګلډنر د اوستا په متن کښي، درخت: /tree/، /wood/معنا کړې او درخته یې اوستايي کلمه بللې ده د دې تر څنګ (دارdār) هم درختي(وني) ته ویل کیږي. همداسي درخته په سانسکریت کښي د (द्रु==druدرو) په بڼه راغلې ده. اوسنۍ تحولي او تکاملي بڼه یې درخته او درخت ده. بل ځای د اوستا په ۳/۱ یشت ، ۴۲،۸ بندونو کښي (,ijaCvraW/varǝṣaji) د درختي تنه او بدنه بلل سوې ده او د درختي ریښه (جزر)، (,jiaW/vaija/وایجه) یاده سوې ده. وګوری: ۱/۱یشت،۹۲،۱۹بندونه.
خوشحال خټک:
د بهار په وخت یې بیا نشو نما شي
په خزان چي پاڼي پرېوزي له درخته
یا
په سم دي، که په غره دي د بهار خاصه ګلونه
آخر به رژون د ګلونو له درخته ()
تر دې چي په پښتو – پښتو تشریحي قاموس کښي یې د (درخته) لغت په دې دلیل چي فارسی ده هډو راوړې نه ده. که نه په سلهاوو فارسي، اردو،هندي، انګریزي، فرانسوي او عربي کلمې یې راوړي دي او ډېری یې پښتو هم بللي دي.
۲. سایه (sāya)
په فارسي کښي سایه/ sāya / په عربي کښي/ظل/ ، انګریزي کښي /shadow/ آلماني کښي /schatten/،فرانسوي کښي /abat/ او لوېدیځ ویښت(لهجه) کښي (سایه) چي تر سیوري ډېر استعمال لري. ځینو (سایه) فارسي بللې ده خو که سړی تاریخي ژبپوهني ته سي او د یوې کلمې (ریښه/root) ولټوي واقعیتونه نور څه وي. (سایه) له آره اوستايي کلمه ده چي اوس هم په لږ توپیر په اوستايي متونو کښي په خپله آره بڼه خوندي ده. د ګلډنر چاپ اوستا د وندیداد ۱/۲،۱،۹ بندونو کښي يي ریښه، بڼه او وینګ په دې ډول دی: (سایه نا/,anayas/sayana) اوس یې په فارسی او پښتو لوېدیځ ویښت کښي (,an/na) لوېدلی او (ayas/saya،سایه) پاته سوې ده.د (*na+ih /,an/na) ورستاړی یې په د رالوېدلو او غوړېدلو د فعل ریښه ده. *naiH1 ‘to lead’
•AVESTAN: naii- (naē-) ‘لوېدل، غزېدل، غوړېدل’ || (+ *aa-) ‘to take, lead, bring down; to flow
rapidly [of water]’ || (+ *upa-) ‘to lead on, upon’ || (+ *para-(-)) ‘غوړېدل, carry
forth’ || (+ *fra-) ? ‘to bring to’ (cf. Waag 1941: 81). ◊ On the translation of YAv.
naiieite (Yt 10.42), YAv. frnaiiata (N 70), together with possible OP parallels,(ورته، موازي) see
Hoffmann, Aufs.: 314, fn 2. Liste: ().
خوشحال خټک وايي:
بادشاهي یې په نصیب او په قسمت وي
چي سایه ورپسې درومي په قفا
یا
تر سایه ئې د جنت خوښیه مومم
د خپل یار قامت و ماته شو طوبا
دا لغت یې هم په پښتو- پښتو تشریحي قاموس کښي نه دی تشریح کړی او شاره یې سیوري ته کړې ده.
۳.سیب (seb)
په فارسي دری کښي سیب/seb/، په عربي کښي /تفاح/،انګریزي کښي /apple/، آلماني کښي /pommes/، فرانسوی کښي /pomme/ دی. د پښتو په لوېدیځ ویښت(لهجه) کښي هم د مڼې پر ځای سیب ویل کیږي. د (KANGA کانګا) چاپ انګریزي اوستا قاموس کښي یې د اوستا (,iteaW/waeti/وایتي) کلمه کښلې بیا یې هغه (appleاوبهی) معنا کړې ده، خو ما د سیب کلمه د ګلډنر او بهرامي په پنځه آثارو کښي پیدا نه کړه امکان دي ولري چي دا بهي ځانګړې میوه وي چي اوستايي عصر کښي رواج وه؛ نه سیب ځکه بهی اوسیب په خوند او رنګ کښي توپیر سره لري.
خوشحال خټک یې بیل ګڼي:
چي یا سیب یا بهي کیږي
بصل مه شه، حنظل مه شه
رحمان بابا وايي:
چي یوسف غوندي هزار پکښي پراته دي
بندیوان د هغه سیب ذقن په چا یم
حمید مومند وايي:
په سینه یې جلوه ګر دوه غوره سېب وو
مجرب دارو دوا د هر آسیب وو
جالبه دا چي د سیب کلمه د منیرویلیامز په سانسکریت کښي په لږ توپیر پیدا سوله نو دا کلمه دمګړی بې قید و شرطه سانسکریټ بللای سو چي آره بڼه او ریښه یې دا ده:/seva= सेव سیفه/ همدا ډول په سانسکریټ متونو کښي د / सेवि سېويsevi=/ او / सेवफल سېوپهلا=sevaphala/ په بڼو راغلي دي.(monir wilm)
۴. جنګ(jang)
په فارسي دري کښي جنګ/ jang ، ستیز هم کاریږي. په عربي کښي حرب /harb/محاربة او نور ډولونه هم لري. انګریزي کښي /war/، آلماني کښي/krieg/، فرانسوي کښي /guerre/ د پښتو ژبي په لوېدیځ ویښت کښي جنګ ویل کیږي. جنګ له آره اوستایی کلمه ده. د اوستا د وندیداد ۳/۳،برخو ۲،۲۲ بندونو کښي د جنګ کلمه د (جنګهـَjaŋha,hMaj/) راغلې ده چي اوس يې ورستی (glottis،هـ) لوېدلې او (جنګ) ویل کیږي. جنګ او جګړه د شدت او خفت په لحاظ معنايي توپیر لري جګړه تر ډېره لفظي شخړي ته کاریږي چي په ښارونو کښي د لوړ نرخ پر سر چېنو وهلو ته هم جګړه وايي خو جنګ، معرکه او حرب بیا د مرګ ژوبلي تر بریده برخود ته ویل کیږي. دا دوې کلمې خپل معنايي ځانګړتیاوي لري سره ګډول يې په معنا(meaning) او مفهوم(concept) کښي ګډوډي رامنځته کوي.
۵: رسته (rasta)
په فارسي کښي راسته/rāsta/، په عربي کښي /یُسر/، په انګریزي کښي /right/، په آلماني کښي رخت/recht/، په فرانسوي کښي/redressr/، په لوېدیځ ویښت کښي رسته ویل کیږي. دا هم له آره اوستایي کلمه ده او د اوستا د یسنا ۱/۶ ، ۱،۱۴ ، ۳ او ۶ بندونو کښي همداسي په ۱۷ یشت ۶۲، ۲۵ بندونو کښي یې آره بڼه، وینګ او ریښه (رنسستاټ/,TAtssr/raňstāt) ده چي د تاریخي تحول او تکامل په پایله کښي یې (& ن n ) او یو (T ţ ټ) یې لوېدلي (رستَ = رسته) بڼه یې پاته ده. د رده، رسته او لاري لپاره اوستا کښي د (,namsar/rasman/رسمن) کلمه راغلې ده. د یادولو وړ ده چي د اوستا په ۱/۲ یشت او وندیداد ۳/۲ ، ۸، ۷۱، ۹، ۲۶ بندونو کښي د (رسته=ښي) لپاره د (,aniCad/daṣina/دښینه) کلمه هم کارسوې ده. د (چپ،کیڼ) لپاره د اوستا په ۱/۲ یشت ۱۰ ، ۱۰۰ بندونو کښي (,arAtsayriaW/wairyastAra/ویریستاره) کلمه راغلې ده.
۶: بابېز(bānez)
په فارسي کښي کمزور – ناتوان/kanzor,nātwān/، عربي کښي /ضعیف، عاجز، معاق/،انګریزي کښي /weak/ آلماني کښي /schwch/ فرانسوي کښي /affaibil/ او په لوېدیځ ګړدود کښي همدا بابېز کلمه کاریږي. دا کلمه هم له آره اوستايي ده. د اوستا د وندیداد ۱/۱ ، ۱۵، ۱۹ بندونو او د یسنا په ۱/۶ ، ۱۹، ۸ بندونو کښي په دوو ریښو او بڼو (,Dib/biδ /bed /,dib/بېذ او بېد) راغلې ده. چي د ژر ماتېدونکي معنا ورکوي. (دوپاDPA) دا کلمه د انسانانو د کمزورۍ لپاره ځانګړې بللې ده یعني هغه کسان چي جسمي توان و نه لري او په کمزورۍ اخته وي بېز یا بیذ بلل کیږي. په لوېدیځ ویښت کښي یې تحول(Evolution ) او تکامل (Transmutation) کړی دی.”d/δ” فونیمونه په ډیرو یوناني کلمو کښي هغه چي نورو آریايي او غیر آریايي ژبو ته یې لاره موندلې ده په “L” تبدیل سوي دي. لکه /aδaŋa,s/، /admas/ د سُریاني /admās/ سره سم(دخیل لغت) په پښتو کښي “الماس” سوی دی. /kleiss/،/kleidos/ په پښتو کښي دخیل لغت د /کیلي،kili/ په بڼه او په کُردي کښي په”klil” راغلی دی. په اروپايي ژبو کښي هم دا قاعده لیدل کیږي. لکه د ایټالیا د جنوب په سیسلي ویښت(لهجې) کښي ډېر سته. هغه کلمې چي د d/L په بڼه لیکل کیږي: beddu ˃ bello = ښکلی او ښایسته(د فرانسوي bel) سره برابر. پر دې بنسټ د d/ δد تحول قاعده په /L/ سره تر منځنۍ دورې هم زړه معلومیږي؛ تر دې چې بولګه یې دا دی اوستايي عصر ته رسیږي. په داسي حال کښي چي د آریاني ژبو له ختیځي څانګي بهر یې په نورو ژبو کښي هم څرک لګولای سو.()
اوس په عامه معنا (بابېز) ویل کیږي: بابیز سړی، بابیز منګی – لوښی، بابیزه پوهه او نور…
په وروستي کښي د یوه ویښت(لهجې) وییونه او کلمات د هغې ژبي معنوي پانګه ده له هغه سره باید په خورا احتیاط مسلکي چلند وسي. او که د احساساتو پر بنسټ ورسره برخورد وسي په لوی لاس به مو خپله پانګه پردۍ کړې وي. که موږ د اوستا سره د پښتو مقایسوي څېړنه کوو نو همدا فونولوژیکي او موفولوژیکي یوالی یې زموږ د نژدېوالي ثبوت ته رسوي. پورتنۍ څو کلمې یې یوازي د بولګي په توګه راوړل سوې دې ته ورته په لسګونو حتا سلګونو بیلګي سته.
مأخذونه
- KAVASJ,EDALJI,KANGA,English-Avesta Dictionary,Fellow of the University of Bombay,p 26
- M.monier.williams,Sanskrit-English Dictionary,16th reprint:delhi,2011
- احسان بهرامی، فرهنګ واژه های اوستا، ۱،۲،۳،ټوکونه، تهران، ۱۳۶۹
- همادخت همایون، واژه نامه زبانشناسی و علوم وابسته، تهران ، ۱۳۷۹ش، ۱۱مخ
- علی اکبر دهخدا، دهخدا لغت نامه،تهران، ۱،۲ ټوکونه، ۱۳۸۵ش
- استاد محمد معصوم هوتک، له کندهاره تر اټکه، علامه رشاد خپرندویه ټولنه – کندهار، ۱۳۸۹ش، ۲۴۹مخ
- شهرام هدایت، واژه های ایراني در نوشته های باستاني(عبری، آرامی، کلدانی)تهران، ۱۳۷۷ش، ۱۷،۱۷مخونه