سلامونه او نیکي هیلي مو ومني !
له هر څه وړاندي د هلمند د دې نومیالۍ مېرمني پېژندنه کوو:
لوادې د احمدشاه بابا د سلاکار وزیر حاجي جمال خان نیکه مږور د سردار پاینده خان مېرمن او نومیالي شخصیت وزیر فتح خان مور وه چې هوښیاري او دلاوری کې تر خپل خاوند پاینده محجمد خان کمه نه وه . اصلا دې د ګرشک او د نادعلی په یوې شتمني کورنۍ پوري اړه درلوده . د نادعلي کلا د لښکرګاه لوېدیز ته یو پیژندل سوی ځای دي . ددي ځای نړیدلي کلا << ادې کلا >> پنامه یادیږي . د ګرشک د لویدیز په ۱۵ کیلو متری کې د مالګیر ) پنامه کلي کې د ( ادې باغ ) پنامه هم یو ځای هلته سته چې نړیدلي دیوالونه ئې تر اوسه هم پاته دی . پدی کلي کې هم بارګزی اوسیږي . هغه مهال چې خلګو لا د جنګ د پایلو په هکله خبر نه درلود ، دغی غیرتمني ښځي خپله بوغره ( چادري ) واغوستل او توره ئي تر ملا وتړل ، پر اس سپره شوه ، د ښار پرزندان ئي برید وکړ او ۸ کلن قیصر د شاه زمان زوی ئي له زندانه ازاد کړ ، بیرته ئي د حکومت پر یوي چوکۍ کښیناوه . پدی توګه نوموړي پتمني ښځي د شازمان سره خپل ملاتړ وښود ، د قیصر ازادول ئې د جارچی د لاری د خلګو تر غوږونو ورسول .دی میرمنی همدارنګه د جنګ د پایلي تر مالومیدو پوری د ښار امنیت ته پاملرنه وکړل چې په غلا او چپاول لاس پوری نسۍ ، یو ځل دی ته خبر ورسیدی چې ددی زوم مرتضی خان غواړی په ښار کې تجارتخاني او دکانونه چور کړي . لويي ادې هغه د دی کار نه منع کړ او اخطار ئې ورکړ چې که دا کار وکړي نو سربه ېي پری کړي . هغه ددی خبری ته غوږ ونه نیولی او په چور ئې لاس پوری کړ . لوېې ادې حمله پر وکړه او په توره ېې داسي وواهه چې د مځکي راپورته کیدای نسو ، وروسته ېې زندان ته واچاوه . په پای کې ئې د یوه روحاني سړي عبدالستار په شفاعت هغه وبخښي او له زندان نه يي راوایست . دا زړه وره ښځه تر اوسه هم د درناوی سره وړ ده ، ځکه لوی علمي شخصیتونه اولادونه يې روزلې.
د ګرشک د نجونو لیسه هم ددي په ویاړ نومول سویده ده دا دی د دې نومیالۍ مېرمني په نوم د هلمند شاعرانو خویندود (لو ادې ادبي او فرهنګي ټولنه) جوړه کړه چې د ( امیرکروړ فکري او ادبي بهیر) تر چتر لاندي به خپل ادبي فعالیتونه کوي. مشاعرې به جوړیږي، نثري لیکني او ادبي نقد به پکي تر سره کیږي ، او کوښښ به وکړو چې د ادې په اړه یو څېړنیز سمینار جوړ کړو ، اداري تشکیلات به دخویندو سره په مشوره او توافق جوړیږي ، کوښښ کوو چې د دې ادبي او فرهنګي ټولنې څانګې پر مرکز لښکرګاه سربیره تر ولسوالیو پوري هم وغزو ، که مو توان ورسېدی د خپلو تکړه شاعرانو خویندو شعرونه او نثري کتابونه به چاپ کړو، په اخر کې د لو ادې ادبي او فرهنګي ټولنې دروازه د ټولو خویند پر مخ خلاصه ده هره خور په ازادانه ډول خپل ادبي فعالیت کولای سي. (ډېره مننه)