استاد ښکلی

چې ليکنه کوو، مخکې له مخکې مو يوه فرضيه په ذهن کې وي. مثلا: وايو، په معاصره شاعرۍ کې غزل بيا په آب و تاب کې دى او دومره په آب و تاب کې دى، چې ازاده شاعري يې شاته ټېل وهلې ده.

دا له موږ سره فرضيه ده، چې موږ ترې د ليکنې د منځپانګې له مخې يو سرليک جوړوو. دا فرضيه د څو پوښتنو مبهم غوندې ځواب دى. دا پوښتنې د دې فرضيې شا ته پټې دي، چې د دې فرضيې لورې موږ ته ښيي:

معاصره دومره کومه دوره ده؟ غزل څنګه او ولې په آب و تاب کې دى؟ د غزل له آب و تاب سره د نظم د شاتوالي څه تړاو دى؟ که غزل په آب و تاب کې وي، څه ګټه او تاوان لري، همداسې نظم هم؟ داسې نورې پوښتنې هم دي، چې د دې فرضيې په سيوري کې ورته ليکوال ځوابونه وايي.

مطلب دا چې، هر ليکنه د پوښتنو د ځوابونو ټولګه وي. دا پوښتنې پخپله په ليکنه کې زياتره وخت نه يادېږي؛ خو له بهره راته پر ليکنه رڼا اچوي. موږ چې خبري کوو، هم تر شا يې دا پوښتنې موجودې وي.

ليکنه که پوښتنو ته ځوابونه وايي؛ نو نوې پوښتنې هم پيدا کوي. کومه ليکنه چې پرتو پوښتنو ته د مستدلو ځوابونو د ويلو او د نويو پوښتنو د پيدا کولو استعداد ونه لري، د لوستونکي د ذهن ډبرين ديوالونه نه شي ماتولى او علمي ډيالوګ ته زمينه نه برابروي. علمي بحث د ډيالکټيک په مټ مختلف افکار پيدا کوي او د مختلفو افکارو شتون د فرهنګ د ودې نښه ده.

ليکنه چې کومې نوې پوښتنې پيدا کوي، بل ليکوال په خپل فکر دغو پوښتنو ته ځوابونه وايي او داسې د علمي بحث لړۍ پيل شي، چې د ټولنيز شعور له ودې سره مرسته کوي.

يواځې ليکنه نه، لا چې کيسه هم پوښتنې ځوابوي؛ خو د ليکنې او کيسې د پوښتنو په نوعيت کې توپير وي او بل دا چې د دواړو د ځوابونو د ارايې دود هم بېل وي.

ليکنه د شمېرنو، نقل او عقلي استدلال په مټ ځوابونه وايي او کيسه د خپلو داستاني تخنيکونو په مټ.

د ليکنې، رسالې او کتاب توپير په دوو شيانو کې دى. د ليکنې فرضيه تر رسالې او د رسالې هغه تر څېړنيزه کتابه وړه وي. يعنې ليکنه کمو پوښتنو او په لنډيز سره ځواب وايي؛ خو کتاب په تفصيل سره پراخه تشريح او بېلګې وړاندې کوي.

ليکوال هسې هم ليکنه د مبهمو پوښتنو په تته رڼا کې پيلوي؛ نو ښه دا ده، چې دا پوښتنې ځان ته روښانه کړي او د فرضيې په رڼا کې پرې فکر وکړي، چې زه کومو پوښتنو ته بايد ځواب ووايم، کومو ته نه او که هو؛ نو څنګه ځوابونه ووايم. په دې طريقه تر ليکنې مخکې که پر سپينه پاڼه دا پوښتنې وليکو؛ نو د خپلې ليکنې چوکاټ به راته روښانه کړي او پر دې به فکر وکړو، چې د دې پوښتنو ځوابونه په ليکنه کې په کوم ترتيب وپېيم؛ خو ښايي دا کار مخکې له مخکې ليکوال ته لورى وټاکي او ذهن يې محدود کړي؛ نو ښه ليکوال ځان ته دا پوښتنې روښانوي؛ خو د ذهن واګې ورسستوي.

هره ليکنه د پوښتنو د معقولو ځوابونو له منطقي ترتيبه پيدا کېږي.

خو مساله يواځې د پوښتنو په لړ کولو نه حلېږي. دا پوښتنې بايد له يو بل سره منطقي تړاو ولري او د ليکنې په بڼه يې ځوابونه هم داسې ترتيب شوي وي، چې له يو بل سره د ليکنې د کلي مفهوم په ارايه کې مرسته وکړي، لکه د پوړۍ پاتکې، چې سړى پرې بام ته خېژي، داسې دا ځوابونه هم د ليکنې واحده موخه ښيي.

که د ليکنې رغښت ګډوډ وي، مطلب دا چې، ليکوال د فرضيې په رڼا کې د رامنځته شويو پوښتنو د ځوابونو ترمنځ منطقي تړاو نه دى موندلى.

چې د ځوابونو د منطقي اوډون(ترتيب) او تړاو خبره کوو؛ نو د کيسي پلاټ رايادېږي. د ليکنې د ځوابونو ترمنځ همغسې علمي تړاو وي، لکه د کيسې د پېښو ترمنځ چې کيسه ييز تړاو وي.

د ليکنې په اوږدو کې هم ليکوال ډېرو پوښتنو ته متوجه کېږي، چې په جزئياتو کې يې ډېر ناويلي ځوابونه پټ وي. دا ناويلي ځوابونه له بېلابېلو موضوعاتو او علومو سره د دې ليکنې تړاو ښيي.

زموږ هڅه دا وي، چې په ذهن کې مخکې له مخکې د ليکنې لپاره يو بشپړ چوکاټ وټاکو. ښه ده، چې مخکې له مخکې د خپلې ليکنې يو کلي تصوراتي چوکاټ ولرو؛ خو د ليک بهير هم اغېز لري. د قلم يا کيبورډ د حرکت په وخت د ليکوال ذهن ته د مقناطيس غوندې ډېرې نوې خبرې راکاږي او د ډېرو پوښتنو لپاره نوي ځوابونه ومومي.

له دې سره ليکنه په يوه پېچلي جوړښت واوړي او هغه پوښتنې چې موږ ته يې د ځوابونو پېيل ساده ترکيب ښکارېده، په يوه داسې پېچلې سيسټم واوړي، چې د کره کتونکي لپاره يې شننه اسانه نه وي. همدا علت دى، چې د مطالعې په وخت په ليکنه کې پټو دې پوښتنو ته مو پام نه اوړي.

په ليکنه کې د کيسي د مرکزي کرکټرونو غوندې څو پوښتنې مرکزي حيثيت لري او کليدي نقش لوبوي. ورسره په خوا کې د کيسې د کرکټرونو غوندې نورې ضمني پوښتنې هم وي، چې په ليکنه کې يې ځوابونه موجود وي.

د يوه څيړنيز اثر فهرست له همدې پوښتنو نه جوړېږي، چې کله پکې يو سرليک د مستقيمې پوښتنې يا مستقيم ځواب په بڼه راځي او کله د نامستقيمې ساده جملې په بڼه.

کره کتونکى په نقد کې هم په ليکنه کې له دي موجودو پوښتنو استفاده کولى شي. کره کتونى پوهېږي، چې ليکوال کومو پوښتنو ته د ځواب ويلو کوښښ کړى؛ خو ايا دا پوښتنې په ليکنه ارزي؟ د دې پوښتنې نوعيت څنګه دى؟ دې پوښتنو ته ويلي ځوابونه څومره مستند او کره دي؟ دا ځوابونه د فرهنګ له ودې سره مرسته کوي؟ او د ځوابونو ترتيب څومره منظم او منطقي دى. يعنې د ليکنې جوړښټ څنګه دى؟

داسي ډېرې پوښتنې کره کتونکى کولى شي او څرنګه چې کره کتونى هم د ليکنې له لارې دا پوښتنې وضع کوي، نو د پوښتنو دا نظر دى هم تطبيقولى شي.

په سر کې موږ د غزل خبره وکړه. زموږ لومړۍ پوښتنه به دا وي، چې په معاصره دوره کې غزل ولې په زور کې دى؟ تر دې کليدې پوښتنې وروسته هر ليکوال د خپل فکر له مخې بېشميرې نورې پوښتنې پيدا کولى شي.


د استاد ښکلي نورې لیکنې

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *