لړم

لړم

يو دي د لړم خانه خرابه سي او دويم د سرو زرو د غر. لړم ما خطا باسي، زما په وږو کښيني، پټي لاري راښيي او ما دلته راولي، خو دلته شاوخوا تور مرغان الوزي. دوی به ما خوري، خو يو ناولد مرغه ما بچ کړي او کورته مي را ورسوي. نن حالات ډېر کړکېچن دي. دا دريم وار دی چي لړم زه دلته راوستلي يم . د سرو غر ته چي وګورم، نو خوله مي له اوبو ډکه سي چي دا به کله زما کېږي، خو بدبخت تور مرغان دي چي خورا خشميدلي دي او ما خوړل غواړي. لويه بدبختي دا ده چي هغه مرغه چي ما هر ځل له دغو بلاوو بچوي، په ضد دي چي ته به په هر حال کښي لړم وژنې بيا دي بيايم، خو زه لړم څنګه مړ کړم، کنې بيا به د جلا جلا سرو زرو غرو لار څوک راښوي. اوس حالات دا دي چي وخت وار په وار کمېږي، خو زما ماغزه کار نه کوي. بس يوې خوا ته لړم چيغي راته وهي او سر له مځکي وهي چي خبردار خپل محسن مړ نه کړې، بل شاوخوا درختې دي چي له خوني تورو مرغانو ډکېږي چي بس زما و مرګ ته تيار ناست دي .

پاي
جون کال دوه زره پنځلس

سمندري ډاکوګان

سمندري ډاکه ماران به څو تر څو ما لوټي . تل دغه پرېشاني راسره وي. زه مچي مار ېم او وړه کشتۍ مي ده . قدرت دی چي هر مچي ونيسم ، په خوله کښي يې غمی وي. زه غواړم چي ټول يې کړم او شتمن سم، خو ډاکه ماران يې په زوره راڅخه واخلي. خو بيا يو جادو وکړم او غله ورک کړم. اوس زه غمي نه پوټوم بلکه د شاوخوا په خوار غريب کښي يې وېشم چي بيا تل په غلو پسي منډي وهي.

درې کارګان

بدبختان درې دي، تور تور بدرنګه او بد ږغونه. دښمنان دي درې سره کارګان زما د خوب. هر سهار راسي، زما د خوني و مخته په وني کښېني. کاغ کاغ کاغ او زما ښايسته خوب را خراب کړي . په منح هم نه دي اړ، څو ځله مي کاڼي ورغورزولي دي او د کور بدي پيشي حمله ورباندي کړي ده خو بيا هم دوي نه پوهېږي . پاي چي يوه ورځ کاکو ته د درو سرو بدرنګو حال ووايم ، نو هغه مي په تندي ښکل کړي چي زما لاليه هغه څوک چي تا راويښوي ، هغو ته هيڅ کله بدرنګه مه وايه .

پاي
جون ، دوه زره پنځلس

جادوګره

ددي دي کور سپېره سي ، دا ځان ته واي څه . يوه ورځ به دغي بد بختي ته پاي ماته ورکوم . خلګ ي په کاڼو کښي بدل کړي دي ، ښار ټول له ډبرو ډک دي ، دا حسينه د ښار په منځ کښي په ولاړ ښکلي د يخو درختو او ګلانو په محل کښي اوسي او هغه ستن ددې په خوشبودارو زلفو کښي لګېدلي ده چي که يې زه ماته کړم ، نو د ښار ټول خلګ به بيرته له ډبرو انسانان جوړ سي ، خو څه وکړم ، موقعه په لاس نه راځي . دا رنګه دا دي په زراو کلونه تېر سول ، خو افسوس چي هم ښار ډبره دي ، هم جادوګره هغه رنګه ځوانه او حسينه ده ، هم ستن ددې په زلفو کښي لګېدلي ده او هم په ما کښي ستړيا نه ده راغلي .

پاي
جون دوه زره پنځلس

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *