تاند- له بغلان څخه د رارسېدلیو راپورونو له مخې د دغه ولایت په مرکز کې په یوه ترافیکي پېښه کې لږترلږه ۸ تنه مړه شول.

د بغلان د پولیسو ویندوی ذبیح امیني (ډي پي اې) خبري اژانس ته وویل، نن ماسپښین په پلخمري کې د سپرلیو یو موټر له یوې لارۍ سره ټکر شو چې په نتیجه کې یې ۸ تنه مړه شول او څلور تنه ماشومان ژوبل شول.

د امیني په وینا په وژل شویو کسانو کې ماشومان او ښځې شاملې دي.

ده دا هم وویل چې ممکن د تلفاتو شمېر زیات شي ځکه چې د ټپیانو حال نازک دی.

​ده د پېښې علت د موټرو د سرعت زیاتوالی وباله.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *