سیف الدین شینواری:
تېرو څو ورځو کې د افغانستان د امنیت شورا سلاکار حنیف اتمر مخلتفو کورنیو او بهرنیو رسنیو سره د هېواد د وروستیو امنیتي او سیاسي وضعیت په اړه مرکې درلودې چې په هغې کې یې یو لړ ډېرو مهمو پوښتنو ته چې تر دې مهاله بې ځوابه پاتې وي، ځواب ووايه، دا چې دا ځوابونه څومره د قناعت وړ و، کومې نوې خبرې پکې وي که نه وي، ددغو مرکو ضرورت څه و او دا څرګندونې ولي باید مهمې وګڼل شي.؟
دا ټولې هغه پوښتنې دي چې هڅه شوې په دې لیکنه پرې بحث وشي، خو که موږ مجموعي توګه د ښاغلي اتمر دغو ټولو خبرو او څرګندونو ته په دقت ځير شو، له هغې نه موږ د ملي وحدت د حکومت پر نوي سیاسي او امنیتي تګلاره پوهیدای شو چې په کومه خوا روانه ده او کومې موخې تعقیبوي. په دغو مرکو کې ښاغلي اتمر د یو لوړ پوړي امنیتي چارواکي په توګه د داعش، طالب، پاکستان، روسیې، امریکې، وروستیو جګړو، د کندز د پېښې د امنیت شورا د صلاحیتونو او پریکړو په اړه یو نسبتا روښانه تصویر وړاندې کوي چې تر دې مخکې دغه تصویر د مختلفو عواملو له کبله تت شوی و.
اول، که د دغو مرکو اهمیت او اړتیا ته تم شو، نو ویلی شو چې کله خلک له اقتصادي، امنیتي فشارونو، ټولنیزو او سیاسي جنجالونو سره مخ شي، نو دلته ټولو سره پوښتنې پيدا کېږي چې ولي او څنګه له دغسې حالت سره مخ شوي دي، څنګه او څوک به یې له دغه بحرانه راباسي؟ خو کله چې سیاستوال، چارواکي او کارپوهان هر یو د خپلې سلیقې او سیاسي ګټو په اساس ولس ته متفاوت ځوابونه او معلومات ورکړي، خلکو نه په کې اصلي خبره ورکه شي، په دغسې یو حالت کې دا طبیعي ده چې خلک پر سیاست، دولت او حکومت بدګومانه کېږي. په داسې له ابهامه ډک حالت کې د توطیې تیوریانې او اوازې جوړيږي او لکه د ځنګله د اور غوندې خلکو کې خپریږي.
خلک هم آوازو او شایعاتو ته پنا وړي او باور پرې کوي او بلاخره یوه عمومي ورخطايي رامنځته شي. موږ دقیقا همداسې یو حالت سره مخ یوو، چې د هرې ستونزې په اړه متفاوت او څو ډوله معلومات مخې ته راځي کله چې له دغو ستونزو سره د مقابلې او د حل تجویزونو ته خبره را ورسیږي، بیا نو خلک د هغه چا په خبره باور او ډاډ تر لاسه کولای شي چې د قضایاوو په متن کې واقع وي او خلک په جریان کې واچوي چې کېسه څه ده او کومه خوا روانه ده.؟ دا چې د افغانستان روانه کشاله سیاسي او امنیتي ده او موږ او تاسو ټول پوهیږو چې همدغه ناوړه وضعیت د دولت عادي او نورمال خدماتي او اقتصادي پرګرامونه هم اغیزمن کړي، نو ښايي له همدې امله د امنیت شورا سلاکار حنیف اتمر پتېیلي وي چې رسنیو ته راووځي، څو وکولای شي د هېواد د روان امنیتي حالت او خپرو شویو شایعاتو په اړه شته ابهامات له منځه یوسي او یا یې لږ تر لږه کمرنګه کړي.
دویم، د اوسني دولت سیاسي مخالفان او حتا ځیني شریک باڼي ادعا کوي چې د حکومت سیاسي او امنیتي پریکړې په یوې وړې حلقې کې نیول کېږي او نور ورنه ناخبره دي. خو ښاغلي اتمر په خپلو خبرو کې دا تصور له منځه یوړ، ځکه هغه د امنیت شورا صلاحیتونه، جوړښت، هلته د پریکړو میکانیزم او شوې پریکړې د یو فرد یا څو تنو پریکړې او تصامیم نه بلکې د ټول حکومت د غړو ګډې پریکړې وبللې چې دی یې یوازې د سمبالوونکي او مشاور تر حده مسوولیت لري، ځکه د امنیت شورا غونډې د ولسمشر په مشرۍ ترسره کېږي، چې د ولسمشر د مرستیالانو نه نیولې تر اجراییه ریاست او مرستیالانو پورې یې ټول د امنیت شورا غړي دي او په دغو پریکړو کې حاضر وي او هر یو خپل خپل نظر ورکوي او اخر کې د هرې مسئلې په اړه په ګډه تصمیم نیول کېږي، چې همدغه بیا د ټول حکومت تصمیم بلل کېږي او په هغې عمل کېږي. ښاغلي اتمر دلته هغو کسانو ته واضیح پيغام درلود او په غوږ یې ووهل چې له یوې خوا په پریکړو او حکومت کې شامل دي، خو چې کله خپلو شخصي محافلو ته لاړ شي هلته داسې ښکاره کوي چې ګني دوی هیڅ په جریان کې نه دي او هر څه د ولسمشر او د هغه د

نږدې ټیم لخوا اداره کېږي.
دا ډول خلک دقیقا هماغه د پنځم ستون دنده ترسره کوي، دوی حکومت کې ناست دي، پریکړو کې شامل دي، امتیازات ترلاسه کوي، خو مخامخ بیا د حکومتي پریکړو او سیاستونو مسوولیت نه مني. له دې معلومه شوه چې د حکومت د تصمیم نیولو سلسله پراخه ده، دا کار هم ګټې لري او هم زیانونه، ګټه یې دا ده چې په پریکړو کې د حکومت ټول مهم غړي شریک وي، خو ستونزه یې بیا داده چې کله د تصمیم نیولو حلقه لویه وي هلته هره پریکړه او فیصله اوږد مسیر طی کوي او د ژر او بیړني اقدام ترسره کولو پروسه ورسره ځنډنۍ کېږي.
درېیم، د کندز له سقوط وروسته مطبوعاتو کې داسې اوازې او شایعات خپاره شول چې امنیتي ځواکونه طالبانو سره جنګ ته چمتوالی لري، طالبان پرې بریدونه کوي، خو ولسمشر او د امنیت شورا ورته د جنګ اجازه نه ورکوي، ښاغلي اتمر د عسکري جوړښت او اصولنامو په رڼا کې دا خبرې په کلکه رد کړي وې ویل چې د دښمن په ضد عملیات د عسکري اصولنامو په اساس د قوماندانانو کار دی، دا مطلق د هغوی خپل صلاحیت دی ځکه هغوی په ساحه کې دي، دا هیڅ منطق نه لري چې په یو چا دې برید کېږي او دښمن ګوري او هغه دې په دې خاطر اقدام نه کوي چې ولسمشر امر نه دی کړی. ښاغلي اتمر د کندز د سقوط په اړه د ګڼو عواملو تر څنګ وویل چې په زیات تعداد کې طالبان او د منځنۍ اسیا نورې تروریستی ډلې له وزیرستان نه شمال خواته لاړې، څو په شمال کې ځانته یوه قوي مورچل جوړ کړي او په دې توګه منځنۍ اسیا ته هم نفوذ وکړي، بلاخره یې فشار زیات کړ، چې له امله کندز سقوط وکړ، هغه په دې اړه چې ولي کندز سقوط وکړ، خبره حقیقت موندنې پلاوې ته پرېښوده چې کله هغه خپل تحقیقات بشپړ کړي بیا به یې ملت سره شریک کړي. خو هغه د ناټو د پوځیانو له وتلو سره رامنځته شوې تشې ته اشاره وکړه چې د افغانستان په اړه یو ډېر بد تصور موجود و، چې د ناټو له وتلو سره به هر څه سقوط کوي، خو د هغه په خبره حکومت ددغه سقوط مخه ونیوله او د دښمن ټولې نقشې یې ورخرابې کړې، نو له همدې امله اوباما مجبور شو چې د امنیتي تړون سره سم افغانستان کې د خپلو پوځیانو د پاتې کېدو اعلان وکړي، څو له یوې خوا د دولت مخالفانو ته چې د نظام د سقوط په فکر کې دي یو ښکاره ځواب وي او له بلې خوا وکولای شو ددغه بهرنیو پوځيانو په مرسته خپل پوځونه وروزو او د مستقلانه دفاع یې ظرفیت لوړ کړو.
څلورم، د طالبانو او پاکستان سره د سولې په برخه کې د ښاغلي اتمر له خبرو څرګنده شوه چې افغان حکومت اوس د زاریو او د پاکستان د لمن نیولو سیاست پر ايښی دی، یعنی د سولې په نامه بي معنا او وخت ضایعه کوونکو خبرو باندې باور نه لري، هغه انرژي چې د سولې په بې معنا خبرو لګوي د هغې په ځای د خپلو امنیتي ادارو په تقویت فکر کوي. کله چې د یک تلویزون خبریال له ښاغلي اتمر نه د نواز شریف د وروستیو څرګندونو باره کې پوښتنه وکړه چې هغه ویلي موږ په یو وخت کې نشو کولای چې هم طالبانو سره جنګ وکړو او هم یې سولې ته تشویق کړو ښاغلي اتمر په ځواب کې وویل« زموږ ځواب هم نواز شریف ته روښانه دی، که تاسو داسې نشی کولای، نو موږ ته هم ملت اجازه نه راکوي چې موږ ستا په دعوت د مذاکرې میز ته کینو او بیا هماغه کس چې ته یې موږ سره د مذاکراتو میز ته کینوي، کابل کې په ۳۶ساعتونو کې زموږ ۴۵۰هېوادوال په وینو لت پت کړي، نو موږ هم اجازه نه لرو.»
له دې خبرې په ډاګه څرګندیږي چې افغانستان په کمزوري پوزیشن کې خبرو ته نه دی چمتو، په تېره بیا هغه څه ته چې د افغانستان حاکمیت او نظام تر سوال لاندې راولي. له دې خبرو دا څرګنده شوه چې که چېرته د پاکستان او طالب په اړه د حکومت همدغه دریځ په ځای پاتې شي او پاکستان هم له نیابتي جګړې لاس وانخلي نو موږ باید د یوې اوږدې او فیصله کني جګړې لپاره پوره تیاری ولرو.
پنځم، د روسیې چین او منځنۍ اسیا هېوادونو په اړه د ښاغلي اتمر خبرې د ولسمشر غني هغه څرګندونو تسلسل و، چې ماسکو کې يې د شانګهای په سرمشریزه کې کړې وي، ولسمشر غني ویلي و، چې تروریستان د چین، روسیې منځنۍ اسیا نه افغانستان ته راځي او دلته موږ ستاسو په خاطر ورسره جګړه کوو، که دغه جګړه کې موږ ته لاس رانګړی زموږ ناکامي به ستاسو ناکامي وي. ښاغلي اتمر هم زیاته کړه چې موږ وکولای شوای د چین پښه هم افغانستان ته ننباسو، ځکه هغوی تازه په دې خبره پوه شول چې په چین کې دشرقي ترکستان په نامه ډلې وزیرستان کې پټنځایونه درلودل، هغوی ته مو وویل راځی په ګډه له دوی سره وجنګېږو، د اتمر په وینا دا خبره یې روسیې ته هم کړې ده چې له غرب سره مو اوکراین او سوریه کې مشکل په خپل ځای خو افغانستان کې موږ او تاسې ګډ دښمن لرو چې باید ورسره وجنګېږو او باید د دوی پر وړاندې یوه سیمه ییزه جګړه پرانیزو، ځکه د هغه په خبره داعش په څير نوي تروریستي ډلې د ټولې سیمې حاکمیتونو ته یو ګواښ دی. چې د هغه په خبره روسیې او د منځنۍ اسیا هېوادونو ورسره دا واقعیت منلی او د مرستو ژمنه یې هم کړې ده چې نږدې وختونو کې به عملي شي.
پایله:
زموږ په سیاستوالو کې یو بد فرهنګ دا جوړ شوی دی چې ځانونه په داسې یو موقعیت کې احساسوي چې ګني په ډېرو خبرو یې سر خلاص دی او کمال ته رسیدلي دي، نو ځانته دا حق ورکوي چې د ناصیحانو په څير خلکو ته نصیحت وکړي چې دا لار ښه او دا بده ده. مثلا دوی دا څوارلس کاله هڅه کوي خلکو ته ووايي چې تروریزم یوه بده پدیده ده او باید د هغې پر وړاندې حکومت سره په ګډه وجنګېږي. حتا د مخدره موادو د مخنیوي په برخه کې هم دوی خلکو ته نصحیت امیزه خبري کوي چې ددې استعمال ضرر لري، په داسې حال کې چې دا د ډاکټرانو کار دی چې خلک وپوهوي مخدره مواد بدن ته څومره ضرر لري، د سیاستوال کار دا دی چې ددې په سیاسي، امنیتي او اجتماعي ابعاد او زیانونه ټولنې ته روښانه او د له منځه وړلو لپاره یې حکومت ته لازمې مشورې ورکړي او په دې برخه کې د حکومت سیاستونه وننګوي، چې اصلاح شي. برعکس حکومتي مقامات هم مسوولیت لري چې د خپلو سیاستونو، کړنلارو او عمومي ابهام او نامتعادله سیاسي حالت په اړه خلکو سره مسوولانه خبري وکړي او هر څه ورته یو په یو روښانه کړي چې د هغې په رڼا کې خلک په آرامه توګه خپلې شخصي پریکړي وکړي او د ورخطايی او سیاسي فشارونو نه یې ماغزه آرام شي او ډاډ حاصل کړي چې ځه یو ادرس شته چې ددوی په اړه ښې پریکړي کوي او یا لږ تر لږه ددوی د ژوند او امنیت د بهبود لپاره هلي ځلي کوي، د افغانستان کړکیچن او تاوجن حالت د امکان تر بریده مسوولانه قدمونه پورته کړي او بلاخره غواړي افغانستان په هر لحاظ په پښو ودریږي.