تاند، جمعه،د حمل ۲۹مه: د هلمند، لښکرګاه ښار په اتمه حوزه کې د جمعې د لمانځه پر مهال یو وسله وال برید کې د دغې حوزې امر او دوه نور کسان وژل شوي دي.
د هلمند د والي ویاند عمر ځواک پېښه تاند ته تایید کړه او وايي، د جمعې د لمانځه پر مهال اتمې حوزې ته نږدې جومات کې وسله وال برید د حوزې د امر محمد داوري، د هلمند د کلیو پراختیا د پخواني رئیس عمر قانع او یو ماشوم ژوند اخیستی دی.
ځواک وايي، د پېښې په تړاو څوک نه دي نیول شوي خو په اړه یې پلټنې روانې دي.
د دغه برید مسوولیت تر اوسه کومې ډلې پر غاړه نه دی اخیستی، خو د ملي امنیت سرچینې وايي، طالبان په دې وروستیو کې په پټه خوله هدفي وژنې او بریدونه کوي اومسوولیت یې نه اخلي.
تر دې وړاندې هم هلمند کې ورته پېښې شوې دي، او تېره شپه بیا په کابل کې هم یو وسله وال برید کې د بګرام هوايي ډګر ۶ افغان قراردادیان وژل شوي.
پولیس وايي، یو بریدګر چې ټپي شوی دی، طالب دی.
دا خو د طالب تروریستانو د اورکم غیر شرعی منطق او دریځ دی ؟
تاسو وګوری د اورکم تر عنوان لاندی افغان وژنه روانه ده ، دا کومه صلحه ده ، دا د افغانستان د ولس سره بربنډه دوکه او د الله تعالی او د مخلوق سره منافقت نه دی؟
. الله تعالی دی د دغه منافقت جزا ژرترژره د افغان مسلمان ولس قاتلانو او تروریستانو ته ورکړی
! تاسو وګوری اورکم یعنی کم جنګ ، کم قتل او لږ وینه تویول
دا نو په کوم شریعت روا ده ، وینه تویول د افغان ملت که کمه وی او که زیاته حرامه ده ، نا جایزه ده ، او هیڅ دلیل نشته چه دطالبانو تروریستانو رهبران یی د قطر څخه اعلانوی
په داسی حال کی چه د اورکم تر نامه لاندی یی وژنی ډیری کړی او بریدونه یی ډیر کړی حتی پرمساجدو باندی هم صرفه نه کوی
څلویښت کاله مخکی آی-اس-آی دملا او په نامه اسلامی پاکستانی تنظیمونو په خوله په افغانستان کی تنظیمونو ته د جهاد تر عنوان لاندی د عام المنفعه تاسیساتو ورانولو ،دمتخصصینو او متنفذینو وژلو دستور ورکولو،او د جهاد د فضا نه دوی د خپلو منافقانه اهدافو تعقیب ورسره ګډ او خلط کړی وو.
خو اوس داسی ملیشی لری چی حتی مؤمن افغانان مانځه ته هم نه پریږدی او دا ملیشی پدی قتلونو او جنایاتو سره دا دعوی هم کوی چی موږ ته اسلام راولی!!!کوم اسلام؟ خو صرف شعار، او عمل کی ټول افغان وژنه او عام المنفعه تاسیسات ورانول دی ، او دوی کی دا ظرفیت نشته چی حلال او حرام تمیز کړی او یا وښیی چی معصیت کی اطاعت نشته ، فقط او فقط ددوی دین او امر و نهی ورته پنجابی بیدینه جنرالان تعیینوی
او د یفتلی ورور په خبره هیڅ کار یی شرعی منطق او اساس نلری او د اسلام دنوم او لباس نه د عوام فریبی د پاره کار اخلی ، ورنه دا قاتلانه ،جانی موقف او کړنی د ایمان او اسلام سره اړخ نه لګوی
نوښه به دا وی چی ددی اجرتی قاتلانو هره کړنه د ایمان او اسلام په تله وتلل شی ، ترڅو معلوم شی څومره اسلامیت او ایمانداری ورکی نغښتی ده او که د دین خلاف عمل د دین په لباس کی ترسره کیږی
نوپدی سره د دوی اصلی جنایتکاره مزدوره څیره بربنډه او مخ یی توریدای شی او نباید اسلام ټیکه داری دوی ته وسپارل شی چی دا د پنجابی بیدینه جنرالانو ارذلیت ښیی چی پدی لباس کی یی د اسلام او مسلمانانو سره کوی او مسلمان شرموی