بصيرالحق عادل– يو شمېر ښاريان چې د هلمند مدني ټولنې په انګړ کې راټول شوي و وايي، له بېکارۍ د سړک پر سر بېلابېل توکي پلوري خو لښکرګاه ښاروالۍ يې کار ته نه پرېږدي.
دوی وايي، له يوې خوا دولت کار ورته نه پيدا کوي، خو چې دوی د سړک پر سر حلاله نفقه پيدا کوي، ښاروالۍ يې کار ته نه پرېږدي.
د ښاروالۍ مسؤلين بيا د خلکو ادعا او د سړک پر سر کاروبارونه ناقانونه بولي او وايي د خلکو په بيا بيا غوښتنه يې ښاري تنظيم ته ملا تړلې ده.
لسګونه ښاريان چې هلمند مدني ټولنې ته له لښکرګاه ښاروالۍ په شکايت راغلي و، د ښار د ۳۰۰۰ زره هغه کسانو استازيتوب يې کاوه چې، د سړک پر سر د چريو پر غاړه بېلابېل توکي پلوري.
دغه خلکو شکايت وکړ چې ښاروالۍ يې کار ته نه پرېږدي او په ډېره بې رحمۍ يې رېړۍ ورچپه کوي.
دوی وايي، له يوې خوا هلمند کې توده جګړه روانه ده، خلک له اقتصادي بحران سره مخ دي او بل پلو ښاروالۍ د دوی د کار مخه نيسي.
د عبدالظاهر په نوم يو تن وويل: «دا ځای موږ ته ښاروال صيب راکړی اوس يې موږ له خپلو ځايونو فراره کړي يو، موږ درې زره نفر د مختلفو ولسواليو څخه د جنګ له امله راغلي يو، موږ دلته يخ او ګرمۍ ته ناست يو چې خپل اولاد ته يوه ګوله ډوډۍ پيدا کړو.»
بل پلو د هلمند مدني ټولنې مرستيال عبدالستار ستوری وايي، له يوې خوا هلمند کې لوستي او نا لوستي ډېری خلک له بېکارۍ زوريږي او بل پلو ښاروالۍ مخکې له دې چې خلکو ته خبر ورکوي، د دوی د ورځنيو خواريو مخه نيسي.
ستوری وايي: «لښکرګاه ښاروالۍ او ولايتي شورا داسې يوه موافقه هم کړې وه، ترڅو چې دغه خلکو ته د کاروبار لپاره بل ځای پيدا کوو همدلته به خپله ورځنۍ سوداګري مخته وړي خو ښاروالۍ اوس بې له دې چې خلکو سره مشوره وکړي، د دوی کوکې يې ورچپه کړي دي.»
دغه راز د هلمند مدني ټولنې غړي آغا محمد قريشي د خلکو ستونزه جدي وبلله او له ښاروالۍ يې وغوښتل يوازې دا نه چې د خلکو د کار مخه دې نه نيسي بلکې خلکو سره دې د کار په پيدا کولو کې مرسته وکړي.
خو ورته مهال د لښکرګاه ښاروالۍ مرستيال مسعود سېلاب انتخاب ويب پاڼې ته وويل: د ښاريانو په بيا بيا غوښتنه ددې لپاره چې د ښار درې ګزې پاک شي، ولايت مقام د ملي امنيت، استناف څارنوالۍ او ښاروالۍ په ګډون د بېلابېلو ادارو يو ګډ کميسون جوړ کړی چې د ښاري ښکلا او تنظيم لپاره کار کوي.
سېلاب وويل: «خپله د هټيوالو او ښاريانو غوښتنه وه چې د ښار درې ګزي بايد پاک شي، اوس ګډ کميسون کار کوي، ترڅو خلک په قانوني ډول کاروبار ته وهڅوي او د دوی کارونه منظم کړي.»
سېلاب د خلکو ادعا ناقانونه ياده کړه او له دوی يې غوښتنه وکړه چې د کاروبار په تنظيم او د ښار په ښايست کې دې له ښاروالۍ سره مرسته وکړي.
که څه هم ښاروالۍ د سړک او چريو پر سر د خلکو کاروبار ناقانونه بولي خو خلک بيا استدلال کوي چې بې کورۍ او بېکارۍ دې ته اړ کړي دي چې ښار کې د حلالې نفقې د پيدا کېدو لپاره بېلابېل توکي وپلوري او خپل ورځني کاروبارونه مخته يوسي.