په ۲۰۰۶ م کال کې له ښوونځي فارغ شوم د ليسې په دوران کې ۵ داسې ملګري وو چې ډير لږ به داسې پيښيدل چې د ښوونځي او درسي چاپيريال څخه بهر په رخصتيو او داسې نورو وختونو کې به مو يو ځل له یو بل سره نه کتل دا ټول د هغې مينې له برکته و چې زموږ په زړونو کې يې داسې ريښه ځغلولې وه چې هيڅ يوه مو یې د وچيدو تصور نه کاوه.

کله چې پوهنتون ته هم لاړو که څه هم جسما له یو بل څخه لرې شوي وو ځکه دوه تنه مرکزي پوهنتون ته شوو او یو تن ننګرهار پوهنتون او دوه نور البیروني پوهنتون ته بريالي شوو خو وخت ناوخت به هرو مرو سره يو ځای کیدلو، په اخترونو کې خو به يو ځای کيدل او پينځه واړو کورونو ته تلل داسې وه لکه د خدای د یوې فریضې پر ځای کولو ته اهتمام.

خو څلور یا پينځه کلونه وروسته کله چې له پوهنتون څخه فارغ شوو نو په فیسبوک واوښتلو دا فیسبوک نه و په حقیقت کې هغه ستره بلا او مصیبت و چې زموږ د کلونو دوستي او نږدې والی يې دړې وړې کړ او زموږ د دوستۍ ريښه يې وچه کړه دا ځکه چې زمونږ د ناستې، تګ راتګ او لیدو کاتو ځای اوس د فیسبوک چټ او میسج نیولی دی تر ټولو دردونکې دا ده راته چې نن هغه وروستي يې چې تر اوسه مې ورسره لږتر لږه په اختر کې لیده کاته ساتلي وه هغه هم فیسبوک کې راته مسیج وکړ او د اختر مبارکي يې راته وويلې، همداسې مې پريښوده او ځواب مې ورنکړ…

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *