تاند- دا ۳۵ کلن هندی اوږده لکۍ لري او له همدې کبله یې د خپل کلي اوسېدونکي د رب النوع په توګه عبادت کوي.
د دغه ځوان، چې د هند د لوېدیځ بنګال په علي پور دور کلي کې اوسي، لکۍ مورزادي لکۍ ده او جالبه دا ده چې د لکۍ په وروستنۍ برخه کې یې وېښتان هم شته.
کلیوال ورته د بیزو وزمه رب النوع یا بهګوان په سترګه ګوري او عبادت یې کوي.
د ده د کور دباندې هره ورځ په سلګونو کسان کتار ولاړ وي چې د ده زیارت وکړي. دوی د ده د لکۍ ښکولول د رحمت او برکت سبب بولي.
دا سړی، چې ۱۴ انچه لکۍ لري، ځان (هنومان) یا بیزو وزمه بولي، چې د هندوانو د عقایدو پراساس د دوی یو خدای یا رب النوع دی.
دی په خپله هم ځان هنومان بولي او خپله لکۍ پر ځان د خدای لورېینه بولي. ده چې ونې ته ختل ښه زده کړي، د خلکو عقده یې پر ځان لا زیاته پخه کړې چې هنومان دی.
Da somra Bewoqop Halak di. Allah di poha kri.
ده ته الله له لکی نه رزق مقرره کړی. خدای دی دبګوان ځامن پدی بی عقلی تباه کړی چی د خالق او مخلوق په مینځ کی فرق نشی کولای…
بس د الله كار چا ته د لكي له بركته رزق وركوي
خو هندو ان هم ډ ير بي عقله دي
الله دی دې نادان مخلوق ته هدایت وکړی ترڅو دهرشی او هرچا عبادت ونکړی او ددوی مخه یوه الله ج ته شي امین