Sen. Lindsey Graham speaks as Supreme Court nominee Brett Kavanaugh testifies before the Senate Judiciary Committee on Capitol Hill in Washington, DC, U.S., September 27, 2018. Michael Reynolds/Pool via REUTERS - RC1C49B8EB20

تاند، شنبه، د سنبلې ۲۳مه: د امریکا د جمهوري غوښتونکو د ګوند  سناتور او د ټرمپ ملاتړي سیاستوال لینډسې ګراهام پر ټرمپ او نړیوالې ټولنې ملاتړ کړی چې په افغانستان کې د راروانو ولسمشریزو ټاکنو ملاتړ وکړي.

 نوموړي پر خپله ټویټر پاڼه له امریکا او نړیوالې ټولنې غوښتي چې د ټاکنو ملاتړ دې وکړي تر څو دا ډاډ ترلاسه شي چې افغانستان د تروریزم پر وړاندې جګړه کې بریالی کېږي.

نوموړي لیکلي، د ډیموکراټانو سیاسي جریان افغانستان ته یو نوی شریک ورکوي تر څو له امریکا او نړیوالې ټولنې سره مرسته او همکاري وکړي.

دغه امریکايي سیاستوال تر دې وړاندې له طالبانو سره د سولې د هوکړې په تړاو هم د بدو پایلو خبرداری ورکړی و او بیا بیا یې ویلي چې پر طالبانو د سولې په هوکړه کې باور نشي کېدای.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *