تاند، جمعه، د حمل ۸مه: د  امریکا مخکښ سناتور لینډسې ګرام له افغانستان سره د یو میلیارد ډالرو امریکايي مرستو د کمولو ملاتړ کړی دی.

نوموړی چې تل یې په افغانستان کې د ټرمپ د حکومت د پالیسیو مخالفت کړی او له طالبانو سره په هوکړه یې شک ښودلی اوس وايي، د مایک پمپیو لخوا پر افغانستان د یو میلیارد ډالره مرستو د قطع کولو د اعلان هرکلی کوي ځکه امریکا باید د خپلو پیسو د خوشې غورځولو پر ځای لومړی د دغو پیسو د پر ځای لګېدلو لپاره ارزونه ولري.

  ښاغلي ګراهام ویلي، د یو فعاله حکومت نه لرلو له کبله افغانستان د ټولو لپاره په نهیلۍ بدل شوی او د امریکا په شمول دې چارې افغانانو ته هم بدې پایلې متوجه کړي دي: (( د نورو بدو پایلو د مخنیوي لپاره باید چې دواړه افغان مشران ژر تر ژره یو جوړجاړي ته ورسېږي.))

 ګراهام ویلي، تل یې په افغانستان کې د امریکا د دوامداره حضور ملاتړ کړی دی ځکه د ده په وینا دا د امریکا د امنیت لپاره مهمه ده، خو که ژر تر ژره د افغانستان سیاسي بحران حل نه شي، نو دا به حالات ناهیلي کوونکي لوري ته بوځي.

 دا په داسې حال کې ده چې د امریکا لخوا د کورني اختلاف نه حل کولو په بهانه له کابله سره د مرستو قطع کولو په غبرګون افغان ولسشر خبرداری ورکړی چې د امریکا د مرستو کمول به پر دوی کوم مستقیم اغېز ونه کړي بلکې افغان حکومت د غیر مترقبه حالاتو لپاره مخکې له مخکې پلانونه وضع کړي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *