تاند، جمعه، د قوس لومړۍ: په ایران کې د افغانستان لوی سفیر عبدالغفورلېوال د چابهار د ازاد زون له مشر عبدالرحیم کردي سره په لیدنه کې ویلي، کابل په چابهار بندر خپله سوداګریزه راکړه ورکړه زیاتول غواړي.
ښاغلي لېوال ټینګار کړی چې د پیاوړیو اقتصادي اړیکو پرته له سیمې سره د هر اړخیزو اړیکو ټینګښت ناممکن دی او افغانستان په دې برخه کې غواړي چې په چابهار بندر د سوداګریزو مالونو راکړه ورکړه زیاته شي.
عبدالغفور لېوال ویلي، چابهار د افغانستان لپاره د یو اقتصادي پل حیثیت لري او افغانستان د دغه بندر له شریکباڼو څخه غواړي چې د بندر فعالیتونه دې تېز کړي: (( موږ دلته د افغانستان د بانکونو څانګې پرانیستل غواړو او په خپله برخه کې نور اقتصادي کارونه هم مخته وړل غواړو.))
بلخوا د چابهار ازاد سوداګریز زون مشر عبدالرحیم کردي هم ښاغلي لیوال ته ویلي، چې تر دې دمه په چهابهار کې له ۱۷۶ زیاتو افغان سوداګریزو شرکتونو ثبت نام کړی دی خو یوازې ۳۲ شرکتونو یې فعالیت پیل کړی دی: (( چابهار یو ستراتیژیک بندر دی او افغان سوداګرو ته اړتیا ده چې په دې بندر تر ټولو زیاته پانګونه وکړي.))
ښاغلي کردي افغان سفیر ته ډاډ ورکړی چې ایران به په دغه بندر کې د افغان سوداګرو ټولې ستونزې حل کړي او هیڅ خنډ به یې په مخه کې پرېنږدي.
دا په داسې حال کې ده چې سږ کال په فبرورۍ میاشت کې د چابهار بندر پرانیستل شو.
په دغه بندر ایران، هند او افغانستان ګډه پانګونه کړې ده تر څو له منځنۍ اسیا سره پرې اسانه راکړه ورکړه وکړي.