ژباړه: نجیب الله آزاد –

سرچینه: العربیه نیوز

۲۵ جون ۲۰۱۴

د فوټبال په روانو نړیوالو سیالیو کې تیره اونۍ د ایران په وړاندې د ارجنټاین بریا یوازې په ارجنټاین کې نه بلکه د عراق او سوریې په غرو او دښتو کې هم ولمانځل سوه.

په عراق اوسوریه کې په جګړه بوخت (داعش) د ارجنټاین ستوري لوبغاړي لیونل میسي ته د ایران په وړاندې د ګول وهلو مبارکي ورکړه او سر بیره پر دې د انعام په توګه نوموړی یې د جنوبي امریکا او په شا او خوا سیمو کې د داعش امیر وټاکۍ. د العربیه نیوز په وینا چې د (داعش) جنګي ډلې هغه مهال په خپلو ټولینزو پاڼو (فیسبوک او ټویټر) دا خبر خپور کړ کله چې تیره اونۍ د ایران او ارجنڼاین تر منځ د یوې سختې لوبې وروسته د ارجنټاین ستوري لوبغاړي لیونل میسي د لوبې په اخیري دقیقو کې ایران ته په ګول ورکولو بریا د خپلې لوبډلې په برخه کړه.

د داعش په ټولنیزو پاڼو د دې خبر له خپریدو وروسته دا خبر په ځنګل کې د اور په څیر په نړیوالو رسنیو کې خپور سو. د امریکا د واشنګټن پوسټ سره سره په ایران کې د محصلینو رسنۍ (ایسنا) هم دا خبر خپور کړ.

العربیه نیوز زیاته کړه چې یادو ټولنیزو ادرسو (د داعش فیسبوک او ټویټر) لیونل میسي ته د ارجنټایني ابوګول خطاب وکړ او نوموړي ته يې په جهاد کې د ګډون بلنه ورکړه.

د العربیه نیوز لینک

2 thoughts on “لیونل میسي په جنوبي امریکا کې د داعش نوی امیر وټاکل سو”
  1. سبحان الله ، سبحان الله ، سبحان الله
    دا څه روان دي دا څه!!!! ابو بکر !!! ابو ګول!!! هی هی هی
    الله دی فضل کوي پر عقیدو مو پام کوي چي کوم باد يي در څخه په هوا نه کړي
    درنښت

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *