by Photos8.com

(ژباړه)

د یوه تمرین په اړه فکر وکړئ چې که یې په منظمه توګه تر سره کړئ لاندې ګټې درته لري.

  • د زړه ضربان به مو منظم وي او د وینې د فشار ستونزه به مو راټيټه شي
  • د مزمنو دردونو تسکین
  • د عفونت او ناروغئ پر وړاندې مو د بدن مقاومت ډېرېږي
  • استرس مو کمېږي
  • غسه کابو کولی شې او د خفګان احساس مو له منځه وړي
  • د ډيرې خوښۍ احساس درکوي
  • د پوره روغتیا او نیکمرغۍ احساس درکولی شي
  • له ژوند سره معقول چلند ته مو اړ باسي

څېړونکو ثابته کړې چې ټولې پورته ګټې یوازې او یوازې د لیکلو د آسانه او ساده لارې په مرسته تر لاسه کولی شئ. ګورئ په دې برخه کې شوخي نه کوم، په دې برخه کې پر له پسې څېړنې شوې او دا خبره ثابته شوې ده چې لیکل د انسان روان او فکر ته څومره ګټې لرلی شي. څېړنې ښيي چې د خاطراتو او یادښتونو لیکل ستاسې د روان لپاره تر ټولو ښه درمل دی. دا کار کولی شي تاسې په ژوند کې موخه لرونکي وروزي.

تر لسو کالو به ډير وخت کېږي چې زه تر څلوېښتو د ډیر عمر لرونکو ښځو او نارینه وو ته د خاطراتو او یادښتونو د لیکلو سپارښتنه کوم او په دې برخه کې صنفونه لرم. په لنډه توګه زما تجربې په دې برخه کې دوه ډوله دي:

  • هر سړی هرو مرو یوه ښه کیسه د ویلو او لیکلو لپاره لري، آن که په لومړي سر کې له ځانه داسې توقع هم و نه لري.
  • که رښتینې و نو تر لیکلو هېڅ ښه او اغیزناکه درملنه نشته. د خپل ژوند په اوږدو کې مې له داسې کلکو خلکو سره خبرې کړې چې وسپنې ته ورته و، دوی خپل احساس آن په ژبه نه شوی بیانولی، خو وروسته یې چې ګوتې له قلم سره عادت شوې نرم شوي او له دردونو سپک شوي دي. داسې ښځې مې لیدلې چې زرګونه ډالر یې لګولي، څو د خپل خفګان او رواني ستونزو درملنه وکړي، خو یو دم یې په ژوند کې داسې ټکی پیدا شوی دی چې ځان یې پیدا کړی دی او ټولې ستونزې یې لرې شوې دي. ما په صنف کې داسې ارواپوهان لرل چې لیکوالي به یې زده کوله، دوی باوري و چې لیکوالي کولی شي د انسان ډېرې رواني ستونزې لرې کړي او یا دا چې له ډيرو رواني ستونزو مخنیوی کولی شي.

د هوستون په پوهنتون کې د څېړنو استاد داکتر برنه بران په نړۍ کې مشهور ویناوال دی، هغه په دې اړه کنفرانسونه ورکوي چې ولې د خاطراتو لیکل یوې معجزې ته ورته دي؟

هغه وايي: که د زړه له تله لیکل وکړو، دا کار کولی شي موږ له خپل ځان سره نور هم نیږدې کړي، دا کار موږ له ځان سره  نور هم تړلی شي. کله چې بیا دا لیکنې له نورو سره شریکې کړو له هغوی سره مو هم تړي او نږدې کوي.

بران باوري دی چې اړیکې زموږ د شتون دلیل دي. همدا اړیکې زموږ ژوند ته لوری او موخه ټاکي. خو دا چې له نورو سره ښې اړیکې ولرو باید خپله کیسه د زړه له تله بیان کړو. د دې موخې لپاره نو باید د خپل وجود ټول اړخونه آن کمزورتیاوې او وړتیاوې را برسېره کړو. ځکه د ځانګړي شخص مانا هم همدا ده چې هغه هېڅ نه پټوي او کوښښ کوي له کایناتو سره صادق وي. لیکوالي تاسې ته د دې زمینه برابروي چې له خلکو سره صادق وئ او خپلې هغه خبرې رابرسېره کړئ چې تاسې د ننه خوري په دې توګه به نو آرام او سکون تر لاسه کړئ. لیکوالي درملنه ده او داسې هنر دی چې ستاسې د زړه ډیر دردونه آرامولی شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *