د ځوان غږ ټولنې له لورې د میدان وردګو ولایت مقام په همکارۍ لیکوال او ژورنالست محمد انور وفا سمندر د یوې غونډې په ترڅ کې چې په کې د میدان وردګو والي، د ادارو مسؤلینو، ولایتي شورا غړو،قومي مشرانو،مدني ټولنو غړو او ګڼ شمېر نورو فرهنګپالو په کې ګډون کړی و، ونمانځل شو.

د میدان وردګو والي حیات الله حیات د ژوندیو نمانځل په ځانګړې ډول د ټولنو له لورې په دغه ولایت کې نوښتګر عمل وباله او د دغه چارو پر دوام یې ټینګار وکړ او په دغه برخه کې د هر راز همکارۍ ژمنه هم وکړه .

ده همدا راز  ښاغلي سمندر يو نوښتګر او پنځونکى ليکوال وباله او زیاته یې کړه، نوموړى  تل هڅه کړې ترڅو د ژورناليستيکي او هنري تصويرونو د شعر او نثر ترمنځ پولې ونړوي .

د میدان وردګو والي د وفا سمندر لخوا د هغه هغه پېژندنه چې خپله یې لیکلې او په کې یې ویلي : پلار ويل: «هلکه! غنم لو کې دنیا ته راغلې»؛ خو مور به ويل: «نه، ته مي په مني-طلایي موسم- کې دنیا ته راوړې!»  په زړه پورې وبلله .

د ځوان غږ ټولنې مشر خواجه محمد زیار وویل د ټولنې غړي یې ویاړي،چې د یوه منلي لیکوال او ژورنالست محمد انور وفا سمندر لپاره نمانځغونډې کوربتوب لري .

ده ټینګار وکړ،چې ورته نورې غونډې به هم جوړوې او د دغه ولایت هغه ځوانان،چې په بېلابېلو برخو کې ښې لاسته راوړنې ولري،ورته به نمانځغونډې جوړې کړې خو نوموړی له سوداګرو او بېلابېلو مسؤلینو څخه وغوښتل،چې د لیکوالانو لیکلې کتابونو په چاپولو کې د  دوی له ټولنې سره همکاري وکړي.

د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس اورنګ مختار د وفا سمندر لیکوالي د عامو لپاره نه، بلکې د خاص کسانو لپاره وبلله او زیاته یې کړه، هغه استعارې او کلمات چې د نوموړی په لیکوالی کې ځای پر ځای شوي، هر څوک ترې پوره مفهوم نشي ترلاسه کولای .

خو نوموړی سمندر نوښتګر وباله او د لیکوالانو په منځ کې د ځانګړي ټیپ او خاص سبک خاوند وګاڼه .

د حقوق پوهانو د ټولنې مشر اجمل هوډمن،انجینر محمد یونس ارین،ګل محمد پښتون،احسان الله مجنون، محمد نبي احمدي،جهانمل او یو شمېر نورو لیکوالانو هم د محمد انور وفا سمندر په اړه خپلې لیکلې مقالې او ویناوې د ګډونوال سره شریکې کړې .

لیکوال او ژورنالست محمد انور وفا سمندر د ځوان غږ ټولنې او ټولو هغه کسانو څخه مننه وکړه،چې نوموړی ته یې د نمانځغوندې په برابرو کې هلې ځلي کړي .

۲ښاغلي سمندر د خپلې وینا په ترڅ کې وویل د یوه لیکوال په توګه یې ترسره کړې کړنې ورته د منلو وړ نه دي او دغه ډول نمانځغونډې یې لا هم هڅوي،ترڅو خپلې لیکوالۍ او ژورنالستیکي هڅو ته دوام ورکړي .

درې پنځوس کلن محمد انور وفا سمندر د میدان وردګ ولایت د مرکز میدانښار د چارکې چهارکلا اصلي اوسیدونکی دی چې تر دا مهاله یې ۱۵ بېلابېل کتابونه او سلګونه مقالې لیکلي او چاپ شوي دي. ښاغلی سمندر په تاند کې ځانګړی کالم لري. (کلیک کړئ)

د میدان وردګو ولایت مطبوعاتي دفتر

One thought on “لیکوال او ژورنالست محمد انور وفا سمندر ونمانځل شو”
  1. موږ هم پري ویاړو او الله ج دي په دی هیواد کې سوله راولی ترڅو زموږ ځوانانو ته نور هم دا چانس برابر شی چې خپلو وړتیاو څخه په پوره توګه ګڼه واخلي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *