تاند نیوز ډیسک: څېړندوی عبدالغفور لېوال په تهران کې د افغانستان لوی سفیر او د ولسمشر فوق العاده استازي په توګه دنده پیل کړه.
ښاغلي لېوال ته نن د تهران خمیني هوایي ډګر کې د افغان سفارت لوړ رتبه دیپلوماتان د هرکلي لپاره راټول شوي وو.
لیوال اوا اژانس سره مرکه کې ویلي، د حکومت د ورکړې دندې له مخې به ایران کې د افغان کډوالو د ستونزې د حل او تهران سره د سوداګرۍ برخه کې د ستونزو د اواري لپاره هلې ځلې کوي.
ښاغلی لېوال تر دې وړاندې د افغانستان د علومو اکاډمۍ غړی، د سیمه ییزو مطالعاتو مرکز مشر او د قومونو، قبایلو وزارت مرستیال هم پاتې شوی دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *