هغه وكيل كه څه هم د پاخه عمر وو ، خو خورا سور او سپين ، خانواده او ښائسته شخصيت ئې وو ، بلكه يو عجبه كشش وو چى ما په هغه كښى محسوسوئ . كه څه هم ما دئ اول وار په بار روم كښى ليدلئ وو ، خو كومى خبرى چى زه حېران كرئ وم ، هغه دا وه چى زړه ورسته توره وردۍ ئې په تن وه ، د ډيرو شپو څخه ئې ږيره نه وه خريلى ، خورا بدحاله او ستړئ ستړئ ښكاره كېدئ ، خو كمال دا وو چى هر وكيل ورته په احترام وو ، په ډېره درنه سترګه ئې ورته كتل او هم دغه زما دپاره د تجسس خبره وه چى دا بيا څه پيكړه ده . زما دوست اسحاق ايدوكيټ هغه وخت حېرانتيا نوره هم را زياته كړه چى ده په يورپ كښى بيرسټرى كړى ده .
> څه واې ، په بېرسټرۍ كښى داسى بدحالى ، څه دئ نفسياتى رنځور خو نه دئ < ما په اسحاق د پوښتنو باران وكړئ .
تر دې دمخه چى زه پر مخ ولاړ سم ، له تاسى سره به خپله پېژندګلوى وكړم . زه هم يو وكيل يم او په كراچى كښى وكالت كوم ، بس كور كهول مى ټول د انسانانو په دغه سمندر كښى دئ . سوب ئې دا دئ چى زموږ نيكه په هم دغه كراچى كښى كاروبار كوئ ، بيا بابا هم ايل ايل بى دلته وكړه او پريكټس ئې پيل كړئ ، حالانكه زموږ كلئ كوټى ته نږدې دئ او هلته مو ټول جائداد دئ او اديره هم.
زموږ عزيزان او تر بورونه كراچى ته تل زموږ كره راځى او چى كله نه سى را ، نو بابا او ادې په ټېلى فون ورسره په شر وى او زموږ په كور كښى زياتره د كوټى د راغلو خپلوانو زنانو او بچيانو يوه مېله وى او دغه ډول ددوئ او د موركۍ دو تر نيمو شپو مجلسونه وى.
د كوټى ډېر وكيلان چى كله كله په يو كيس كښى كراچى ته راسى ، نو زياتره زما مېلمانه وى او دغه ډول مى له ډېرو سره دوستى هم ده او بيا خوند هم كوى د هغو خبرى ، ولى چى د كوټى د سكول يادونه را تازه سى او و ماته دلته خپل كوچنوالئ را ياد سى ، بل زما رښتونئ او د پلارونيكه ښار دئ او د زړه مينه هم ورسره لرم .
زه كوټى ته ځم او راځم ، ولى چى د مځكو او باغو لانجې هم ماته ګورى . زه چى كله هم كوټى ته ولاړ سم ، نو د هائ كورټ يا سيشن بار روم ته خپلو دوستانو وكيلانو ته حتما ورځم . دلته زما اشنايان خو ډېر دى ، خو له اسحاق ايډوكېټ سره مى ډېره جوړه ده ولى چى هغه د ژوند په معنا پوه دئ او هر وخت دده ښكلئ سور وسپين مخ له مسكا ډك وى .
نو اوس به راسم خپلى خبرى ته ، يو ځل چى زه د كوټى و بارروم ته ورغلم ، نو هلته ما يو ناولد پښتون وكيل وليدئ چى د شپېتو يا پنځه شپېتو كالو به وى ، خو ما دمخه نه وو ليدلئ . كه څه هم د هغه په لاس كښى د روسى ليكوال چيخوف انګرېزى كتاب وو او ډېر پكښى ورك وو ، خو د هغه جامو او درېښ لكه چى ما د مخه درته ووئيل ، زه حېران كړم .
ما له اسحاقه پوښتنه وكړه چى دا څوك دئ ، څه پريكټس ئې كمزورئ دئ ، پيسه نه لرى او ډېر غريب دئ .
هغه وخندل ” نه بېرسټر دئ ، په يورپ كښى ئې تعليم كړئ دئ خو اوس پريكټس نه كوى ، ډېر پوه وكيل دئ ، ښه ډېر كېسونه هم ورته راځى خو دئ ئې ځواب كړى ، بل پلار ئې په كلى كښى د كروړاؤ روپو جائداد او باغونه ور پرې ايښى دى چى دده پر نامه دى ، خانان دى ، ډېر ښه او وسيله ناكه وروڼه ئې دى چى منت و زارۍ ورته كوى چى زموږ سره راځه خو خلګ راپورى خاندى ، وائ د ورور د ساتلو نه ياست ، خو دئ نه ورسره ځى او خپله يوه لېونۍ دنيا ئې ده .
ما پوښتنه ورڅخه وكړه چى څه نومېږى .
“هسى خو ئې نوم بېرسټر اسلم خان دئ ، خو موږ ټول له مينى او نازه اسلم كاكو ورته وايو . < اسحاق ووئيل .
” له ده سره لانجه څه ده چى داسى د لېونو په شان دئ ، ماغزه ئې كار نه كوى كه څه چى نه جامې استرى ، نه قميض بلكه داسى ختم چى استر ئې راوتلئ دئ او ټاى هم زړه بلكه ختمه ده . <
اسحاق وخندل > بس هغه اوس له دې هر څه خلاص دئ . <
> ستا مطلب دا دئ چى سود و بد ئې كار نه كوى او په هوش كښى نه وى . <
” نه نه < اسحاق وخندل او اوس ئې دا رنګه خبره پيل كړه لكه ما چى پوه كوى > ډېر ښائسته او نرم مزاجه سړئ دئ او سټډى خو ئې د چا ماغزه ورګرځوى ، ته خو مازى ګپه ورسره وكړه ، په نړى وال ادب او قانون كښى خو څوك ورسره ږغېدئ نه سى بلكه د سپريم كورټ لوئ وكيلان ټول له ده مشورې اخلى . <
” نو بيا ئې څه كورسپېره دئ . <
” بس عشق ، يوه معبوبه ئې وه كلثوم ، څوك وائ چى هغې له بل چا سره واده وكړئ او د چا بيا د خلې خبره ده چى خوابدى ځنى ولاړه او ځواب ئې كړئ ، خو بس دئ ئې په مينه كښى لېونئ دئ بلكه اوس په دغى پيرۍ كښى ئې هم نه هېروى ، دا هر څه بلكه ټول د هغى ظالمى له سوبه . وائ چى په يو زاړه مكان كښى چى د سپېدار جګى جګى درختى پكښى ولاړى دى او تل ئې شور وى ، دواړو ښه وخت تېر كړئ ، بس دئ هلته اوسى او لكه ما چى اول درته ووئيل تل لكه لېونئ د هغې له يادونو ، اونو او ګلابو سره خبرى كوى ، بل څوك هلته پرېږدى نه ، بس يكړ اوسى ، حالانكه دئ په چاوڼۍ كښى بنګله هم لرى ، لنډه دا چى بېوفا او جفاكارى محبوبى داسى تباه كړئ دئ چى نن ئې تر دغى بد حالۍ راورسوئ چى اوس ګرسره د فقير ګمان ورباندى كېږى ، رښتيا چى مينه سړئ على ملنګ كړى .<
نه يم خبر چى په اسلم كاكو كښى مى ولى دلچسپى پيدا سوه ، بې اختياره ورپورته سوم او د اسحاق په مرسته مى پېژندګلوى ورسره وسوه ، عجبه ده كه څه هم جامې ئې زړې وې ، خو خورا صفا او خوشبوداره وو او ډېر ښه وزم ئې وو ، له ورايه ښكاره كېده چى لوئ سړئ دئ .
زما په كتو هغه ډېر خوشحاله سو ، را ولاړ سو او ډېر تود هركلئ ئې وكړئ ، دم دستى ئې چپړاسى ته د پېټيز او چايو ووئيل او د اردو ژبى له شاعر ناصر كاظمى سره ئې ډېره مينه او عقيدت مندى څرګنده كړه چى هغه خو په يورپ كښى هم په شوق لوستل كېږى او خلګ ئې ژباړى خورا خوښوى . زما هم له ادب سره مينه ده ځكه نو په لټريچر مى مجلس ورسره پيل كړئ . هغه د چيخوف او موپساں لوئ عاشق وختئ ، په خندا كښى ئې راته ووئيل چى زما د يوې دوستى كلثوم خو بيا دغه درې سره زيات خوښ وو ، واه ، څه عشقيه او له رښتونى احساساتو ډك تخليقات ئې دى ، ما او كلثوم به تل ګپه ورباندى كوله . <
د كلثوم په نامه مى غوږونه جګ ودرېدل ، ولړزېدلم او زړه مى وغوښت چى ځنى وپوښتم چى ته لا هغه بې وفا يادوې ، بل داسوال مى هم مغزو ته راغئ چى هغې ولى پرېښوئ ، خو ګپه مى نه وه ورسره ازاده او دغى ډېرى ذاتى خبرى وې ، ځكه نو زما غوندى بې تكلفه سړئ هم په داسى ځائ مات سو او خاموشه سو .
بهرحال دغه پلا ما په كوټه كښى يوه هفته تېره كړه . هره ورځ به بار روم ته تلم او هلته به مى اسلم كاكو ليدئ . دا ډول به زموږ تر ډېره مجلس وو چى ده به كله كله د چيخوف په يوې نيمى لنډى قيصې داسى كرار د كلثوم تبصره هم واوروله ، خو بيا هم ما زړه نه سو كوئ چى د هغې په لړ كښى پوښتنه ورڅخه وكړم . دا ډول زه ورسره بې تكلفه هم سوم ، د كلثوم د بې وفائ ذكر خو مى نه سو كوئ ، البته دده په زاړه كوټ كښى پرتو ډېرو نوټونو او دده د ژوند سټائل زه مجبوره كړم چى تپوس مىځنى وكړئ چى ته خو دومره دولت منده او موړ ئې ، ولى د اسرات او كرارى ژوند نه تېروې او داسى درپدره ئې .
كه څه هم په دې پوښتنه پر ما خوله راغله چى اوس به هغه راته وخشمېږى او مخ به ئې تك سور سى ، خو هغه زما په خبره بالكل خوابدئ نه سو بلكه په زوره ئې وخندل چى د سړى چى هر سټائل وى ، په هغه كښى يو دليل وى او زما سره ددې دپاره دليل سته ، بې كلثومه وماته د ژوند رنګونه بې معنا او بې خونده ښكارى .
ما د زياتو پوښتونو جرات نه سو كوئ ځكه خاموش سوم چى چېرى خوابدئ نه سى . دا ډول زه كراچى ته بيرته ولاړم ، البته اسحاق ته مى ډېر ووئيل چى ظالمى كلثومى د نړۍ دغه حسينه انسان ولى پرې ښوئ ، خو هغه قسمونه وخوړل چى په دې راز ئې عام وكيلان خو ايله كړه ، خپل ياران بلكه وروڼه ، وريرونه او خوندى لا نه دى خبرى او نه ئې دئ خبرول غواړى .
په دې منځ كښى يو دوه واره بيا زر زر كوټى ته ولاړم ، له اسلم كاكو سره به مى وليدل ، نه يم خبر چى زما په لاشعور كښى هغه كومه مينه ، وسيله او دده دپاره كشش پټ وو چى پر ما ئې دا هر څه كول . په كراچى كښى چى به مى په نړى وال ادب كوم نوى كتابونه پيدا كړى وو ، هغه به مى هم وروړول چى دئ به ډېر ورباندى خوشحاله سو .
وخت تېرېدئ . د جون مياښت وه چى بابا د يو كار دپاره بيا كوټى ته ولېږلم . دې پلا چى بارروم ته ولاړم نو هلته اسلم كاكو نه وو . ما چى له اسحاقه پوښتنه وكړه چى هغه كاكو نه معلومېږى ، چېرى دئ ، څه سو . نو هغه وخندل چى و هغه ته خو وروڼو ، خوندو او ورېرو په زوره د يوې ډېرى نېكى بې اولادى كونډى سره واده وروكړئ ، اوس په خپلى بنګله كښى وى او ګرسره راځى نه.
ما له اسحاقه د كاكو د كور پوره درك واخيست او دارنګه بله ورځ د كوټى په چاوڼۍ كښى دده ځائ ته غرمه وخت ورغلم .
واه څه ښائسته كور وو ، انداز ئې عشقيه وو ، داسى جوړ سوئ وو چى بس دويم تاج محل ورته وئيل كېدئ سو ، بنګله داسى له خوشبودارو درختو او ګلانو ډكه وه چى سړئ ئې له دباندى لا نشه كوئ ، ما په دې ښه ذوق اسلم خان ته په زړه زړه كښى ډاډګيرنه وركړه او حېران هم سوم چى تش د يادونو دپاره له داسى جنته لېرى په يو زاړه وراسته كور كښى اوسى . ما چى څنګه ګنټۍ ووهله ، نو په لږ ساعت كښى نوكر را ووت ، ما د كاكو د موجودګۍ پوښتنه ځنى وكړه او خپل ويزيټينګ كارډ مى وركړئ .
يو ګړئ لا نه وو تېر چى دواړه ګېټونه خلاص سول ، دننه په رښتيا چى يوه خنكه دنيا وه ، د درختو او ګلانو يوه خوبولى دنيا ، هرى خواته جلا جلا ګلان ، د هر ګل رنګ او ذات جلا او خوشبوى خو ئې په هيڅ حال كښى يو بل ته نه وې سوى ، بل په هرى ونى كښى پټ او ښكاره ښكلى مرغان داسى ناست په نارو وو لكه دوئ ته چى ګرسره مېلمستيا وركړل سوى وى چى هره ورځ راځئ . څه وينم چى په ښى ښائستې سپينى پښتنى قندهارۍ جامې كښى اسلم كاكو راووت چى شېو ئې كړئ وو ، پټو ئې په وږو وو او خورا پرله څركېدئ ، داسى ښكلئ شخصيت ئې وو چى سترګى نه ورباندى روڼېدې او خورا په ورين تندى او مينه ئې روغبړ راسره وكړئ .
ما اول هم وئيلى وو چى زه بې تكلفه سړئ يم ، ځكه نه پكښى راودرېده او پوښتنه مى ورڅخه وكړه چى كاكو ته پخوا په دې محل كښى ولى نه اوسېدې او وائ چى د چادرو د بام په يو كور كښى دى ژوند كوئ .
هغه په زوره وخندل او داسى ورو ئې په غوږ كښى راته ووئيل چى په داسى كولو كښى هم دليل وو . په اصل كښى ما دغه ځائ د كلثوم دپاره جوړ كړئ وو ، نقشه مى له هندوستانه راوړى وه ، خو په كوټى كښى چى د وخت تېرولو پس موږ دواړه كراچى ته ولاړو ، نو هلته ئې ناڅاپه داسى بې وفاى راسره وكړه چى زه ئې حق حېران كړم چى داسى به هم كېږى ، دغه خبره خو ګرسره زما په روح كښى لا نه وه ، بس جلا كېده د همېښ دپاره راڅخه جلا سوه ، ځكه دلته نه راغلم ولى چى دغه شاعرانه ودانۍ خو ما د هغې دپاره جوړه كړى وه ، د ځان دپاره نه .
” نو د نوى ژوند دى مبارك سه خو څه دا واده چى دى وكړئ ، دا له كلثوم سره بې وفاى نه ده ولى چى ته هر وخت له هغې د جفا ګيلې كوې ، بل واى عاشق سړئ كله هم واده هم نه كوى ، كه په دې كښى هم څه دليل سته. <
ښكلى كاكو بيا وخندل او بيا ئې په غوږ كښى داسى كرار راته ووئيل چى نه په دې كښى هم دليل سته ، جفا كاره ياره چى رخصتېده نو د خپل سخت زړه باوجود ئى لوظ راڅخه واخيست چى واده به حتما كوې او هم به په دغه محل كښى اوسې چى تا مالره جوړ كړئ .
اوس نو كاكو مجلس لنډ كړئ او موږ دده ښكلى ډرائنك روم ته راغلو ، چېرى چى بيرته د چيخوف ، موپساں او ناصر كاظمى د عشقيه تخليقاتو مجلس پيل سو ، دا رنګه كاكو په زوره د غرمې مړۍ هم په خپل ډائننګ روم كښى راباندى وخوړه چى د ښكلو پښتنو زنانو د ګودر ، اتڼ او تمبلونو خيالى انځورونه پكښې وو .
د ډوډۍ وروسته ما كاكو ته ووئيل چى خپله لائبرېرى خو را ښكاره كړه . كاكو بيرته وخندل چى بالكل ولى نه ، وتاته به زه لائبرېرى څنګه نه ښكاره كوم خو يوه خبره درته وكړم ، خپله شخصى لائبرېرى كله هم چا ته مه ښكاره كوه ولى چى په دې كښى هم دليل سته .
ما وخندل چى څنګه دليل .
وئيل ئې د ظالمانو بيا لاسونه نه درېږى او كتابونه ځنى وړى ، سړئ له شرمه انكار هم نه سى كوئ ، زما خو دغه فارمولا ده ، خو تاته ئې درښكاره كوم .
ما په خندا ورته ووئيل چى دا نو ولى .
وئيل ئې > په دې كښى بيا زيات دليل دئ ، ته د كلثوم غوندى له اخلاصه ډك انسان ئې ، بل د هغې غوندى په چيخوف ، موپساں او ناصر درو سرو مين ئې ، بل ستا هغه د مينى ډك كتابونه به مى وشرموى كه مى انكار درته وكړئ ، ځكه نو راځه . <
واه ، څه ناشوده لائبرېرى ئې وه ، دوې لوئ غوندى د ماربل او سنګ مرمر رنګينى تهه خانې چى يو مخ د كتابو له الماريو ډكى وې ، د پښتو ، اردو او انګرېزى ډېر ورك كتابونه لا پكښې وو او كاكو د چيخوف ، موپساں او ناصر دپاره جلا جلا المارۍ او خانې هم پكښى جوړى كړى وې ، چېرې چى په هرى يوې كښى ددوئ ټول تخليقات او ورباندى تنقيدى كتابونه هم په لوئ شمېر كښى پراته وو چى د كاكو د لوستى پراخوالۍ ئې څرګندوئ .
ناڅاپه په داسى حال كښى ما د چيخوف يو داسى كتاب راواخيستئ چى خورا ښكلئ غوړ ټائتل ئې وو . اوس به مى پاڼى وراړولې چى ناڅاپه يو څه ځنى ايله سول ، دا څه چى مى لاندى وكتل ، نو د يوې ډېرى حسينى زنانى تصوير وو چى له كاكو سره د هندوستان په تاج محل كښى ولاړه وه ، دلته كاكو خورا ځوان وو او هغه حسينه كټ مټ د هالى وډ و هيروئنى الزبتھ ټېلر ته سوى وه ، په رښتيا چى ډېر زيات طوفانى ښائست ئې وو ، ګرسره سترګى نه ورباندى روڼېدې .
بهرحال دا هر څه ناڅاپه وسول ، كه څه هم دا هر څه ما په كسده نه وو كړى خو زه د كاكو ومخته ډېر شرمنده سوم او سورى مى ورته ووئيله خو هغه خوابدئ نه سو بلكه انځور ئې راپورته كړئ او مسكۍ غوندى سو .
” هيڅ پرواه نه لرى ، دليل ئې دا دئ چى په دې كښى ستا هيڅ قصور نه وو ، خبره دا ده چى ددې زنانى تصوير ما تر اوسه يو چاته هم نه دئ ورښكاره كړئ ، ولى چى په دې كښى هم بيا دليل سته .<
> څنګه دليل . < ما ورته وخندل
>دغه خو هغه كلثوم ده ، جفاكاره او بې وفا چى زما د ژوند كتاب سوه ، موږ چى كله له يورپه راتلو ، نو هغې لوظ راڅخه واخيستئ چى پر ما به څوك نه خبروې ، ولى چى د ماړه او ضدى پلار يواځنۍ لور يم ، بل هغه زه د خپل انګرېز خورى دپاره خوښه كړى يمه ، كه را خبر سو ، هارټ فېل به سى او ولى چى لكه مور ده زه داسى ساتلى يمه ، په دې ئې زيات خيال هم ساتم . اوس چى تا او مينى زه مجبوره كړم ، نو په دې پلمه درسره ځم چى زه د پى ايچ ډى د تهيسس دپاره چى څه ليكل غواړم ، د هغه دپاره د هندوستان ، افغانستان او پاكستان سېل ضرورى دئ چى د ختيځ زړونه دى او دلته څو موده هم ، بس زما او خپل حال هغې و خپلى يوې ډېرى نږدې پېرنګۍ خوندكۍ ته وروښووئ او كله چى بيرته راڅخه تله او بې وفاى ئې كوله ، نو ددې حال بيا ما هغې پېرنګۍ ته وركړئ ، ولى چى هغه زموږ د دواړو دوسته او په هر څه خبره وه او دا ډول ما په خپل ګيله من زړه خبره كړه ، نو دا دئ نن تا هم اتفاقا وليده ، ما خو په كوټى كښى لا په اووو پړدو كښى ساتله . <
اوس له ما هم نه ودرېده چى د دومره بې كچى مينى باوجود كلثوم دده غوندى شاه زاده پرېښوئ ، ولى اخير ولى ، څه دغه مينه يوازى د كاكو له خوا وه .
كاكو سړه ساه وكښه ، خو پر مخ ئې مسكا او پښتونوالئ بيا هم خور وو چى په دې كښى هم دليل سته او كلثوم دلته بيا لوظ راڅخه اخيستئ دئ چى زما د مين پلار له سوبه به دا هم چاته نه ورښوې چى زموږ تر منځ جداى ولى راغله ، ځكه نو سورى . <
د كاكو د عشق او جفا كارى معبوبې عجبه لانجه وه چى زما حېرانتيا ئې ګرسره ختموله نه او نه زما سر په خلاصېدئ او نه داسى څوك وو چى په دې لړ كښى ئې معلومات راكړى وو يا په دې اسرار ئې خبر كړئ وائ.
بيرته مى اسحاق وڅېړئ ، هغه قسمونه وخوړل ، وئيل له ما ئې ډېرو خپلوانو هم پوښتنه كړى ده، هغوئ هم په دې زنانى نه دى خبر چى څوك وه ، څنګه پټه راغله او بيا څنګه پټه ولاړه ، څه پټى خبرى وې ددوئ تر منځه ، بلكه په كومو وختونو كښى چى دواړه په كوټى كښى اوسېدلى وو ، نو داسى پټ وخت ئې تېر كړئ وو چى په هغه كوڅه كښى چېرى چى دده زوړ مكان دئ ، ګاونډيانو لا هغه نه وه ليدلى چى څرنګه شئ وه ، واى بس هر وخت به په تور ښكلى څادر كښى وه ، بلكه د هغه كور نوكران لا پراسراه وو چى چا به خبره ورته وكړه ، ورته وبه ئې خندل ، نه به ئې د چا د خبرى ځواب وركوئ ، نه به ئې له چا سره خبره كوله ، بس لكه پوه كړل سوى چى وى ، د دواړو د كراچى د تګ سره سم دوئ هم ورك سول او بيا چا نه وليدل .
اوس چى كراچى ته راغلم ، نو هلته به هم د كاكو خيالات راسره وو ، خو بهرحال وخت تېر سو ، تېرېدئ . څو مياشتى پس چى زه بيا كوټى ته راغلم او په عدالت كښى مى اسحاق وليدئ ، نو هغه وخندل .
” خپل يار دى نه وليدئ .<
“څوك .
” اسلم كاكو.
“نه ، ولى ، څه ورباندى وسول . < زه حېران سوم .
>بيرته له بهاره و خزان ته سو او اوس دئ دئ ، زوړ مكان دئ ، هغه آش ، هغه كاسه .<
” څه مطلب .< ما پوښتنه ځنى وكړه. “زه پوه نه سوم .<
اسحاق وئيل چى ته راځه و بار روم ته چى درښكاره ئې كړم .
موږ چى كله ورغلو نو څه وينم چى اسلم كاكو په رښتيا چى بيرته له بهاره و خزان ته سوئ دئ . هغه پخوانئ زوړ سوټ ، بدحاله خو صفا قميض او ورسته توره ټائ . زه حېرانتيا واخيستم چى دا څه وينم . د هغه په لاس كښى اوس هم د چيخوف يو زوړ كتاب وو .
هغه هيڅ حېرانتيا نه كړه څرګنده . په خندا را پورته سو او زما ئې داسى هر كلئ وكړئ لكه زه چى ډېر ورباندى ګران يم . په مخ ئې په دواړه خواو جلا جلا ښكل كړم .
اوس پيټيز او خوندور كېك راغئ او اسحاق د پېشۍ په پلمه ووتئ، زما په خيال زموږ د دواړو په مينه پوهېدئ ځكه ئې نو زموږ په منځ كښى ډېر اوسېدل نه غوښت .
موږ چى څرنګه يكړ سولو ، نو ما د يو ډېر زيات خواخوږى په شان په ډېرى ناكرارۍ له كاكو پوښتنه وكړه چى دا زه څه وينم .
رښتيا خبره وكړم چى زما ډېره خوابده وه خو هغه نر پښتون په زوره وخندل چى څه د كيټس غوندى ټريجك او ګروم جن جوړېږې ، ځان مه ډسټربوه ، ډېر حساسيت ښه نه وى كنۍ په ځوانۍ كښى به مړ سې ، موږ په ډېرو لويو خبرو كښى چرت نه دئ وهلئ .
ما بيرته اصرار وكړئ چى دا ولى ، هغه ستا د بنګلې ښه ژوند ، ښكلى لائبرېرى ، آرټسټك ډائننګ روم ، دا هر څه په څه پاته سول .
كاكوبيرته په خنداسو ، پر مخ ئې د غم هيڅ كرښه نه راغله چى دغه هر څه هم دليل لرى .
زه جزباتى سوم چى څرنګه دليل .
وئې خندل > هغه ستا ورېنداره ډېره بې عقله ښځه وه . <
> څه مطلب ، ستاسى د دواړو لارى جلا سوې ، هغه دى ايله كړه ، ستا د طبيعت مطابق نه وه . < زما له خلې يودم خبره ووته .
> نه مړه ، دا قيصه نه ده ، ما به ولى ايله كوله ، لېونئ خو نه يم ، بس عجبه قيصه وسوه . دا اتفاق وو كه بد قسمتى چى هغى بې عقلى ښځى يوه ورځ د صفائى په وخت كله هغه كتاب چى د كلثوم تصوير پكښې وو او تا را اخيستئ وو ، راواخيست او هغه ئې وليده ، نو انځور نه سو ، يو قيامت سو بلكه داسى بده ورځ سوه چى ګرسره ناجوړه سوه ، لېونۍ ، د كوچنى ذهن مېرمنه . ناروغى ئې زموږ په تعلق نه وه ، په دې خو زما خپلوانو هغه دمخه لا خبره كړى وه ، بلكه په دې وه چى زه لا تر اوسه د كلثوم د شخصيت په جادو كښى را ګير يم ، داسى ولى ده او تر څو به وى او بيا كله چى يوه شپه د څورلسمى سپوږمۍ را ختلى وه او ما په باغ كښى له هغو درختو سره د كلثوم خبرى كولې چى په شور اخته وې ، نو هغې وليدم او زما خبرى ئې واورېدې ، دا څه ، پاګله نوره جيلس سوه ، وسوځېده ، كباب كباب سوه بلكه دا به وايم چى كست ورولوېد . اوس به هغې كلثوم خپله سياله او تر ځان زياته بلله ، نا ارامه به وه ، بې چينه به وه ، كړهانده به وه ، توبه د ښځى له كومپلېكس شخصيته ، هغې وئيل چى زه ولى د بل په قبضه كښى يم او د هغې نه يم . دا د هغې مسئله وه ، قبضه ګيرى ئې فطرت وو چى د هرى مېرمنى وى او هم دغه فطرت مجبوره كړه چى بس اوس به چپ چپ وه ، هيڅ خبره به ئې نه كوله او كمال دئ اوښكى به ورباندى بهېدلې . بيا ، بيا يوه ورځ داسى راواويښته لكه مرغئ ، نازكه مرغۍ ، وړه مرغۍ ، په ساه ئې لا نه سوم پوه ، زما په غېږه كښى ئې ساه وركړه ، حېران ئې كړم چى دا څه وسو ، حالانكه زه داسى ظالم خو نه وم ، بس يو د كلثوم تصوير او زما د هغې سره بې كچى مينى قيامت راوستئ او هغه هم داسى زورور قيامت . بيا ، بيا نو ما په هغه كور كښى څه كول او څه مى غوښتل . بيرته د خپلى كلثوم زاړه ځائ ته راغلم ، چېرى چى ناټاله يادونه ئې په ډېر لېونتوب زما په انتظار وو . رښتيا درته ووايم هغى نادانى د كلثوم ځائ نه سو نيوئ ، بس خطا وه ، كلثوم خو زما روح وه ، بله هغه لويه انسانه هم وه ، د ډېر لوئ زړه مېرمن ، د كمال ظرف ئې وو ، ياره كه ما د كلثوم په موجودګۍ كښى لس ودونه كړى وو ، بيا به هم نه وه خوابدى سوى ، بس وائ سپين رښتيا به وايو كوردارى ئې چېرى برابرى كوئ سوه ، بل بيا ما له كلثوم سره د يوه واده قول كړئ وو ، د دوؤ نه ، ځكه نو بيرته مى د ژوند زوړ ستائل خپل كړئ ، وروڼو ، خوندو او ورېرونو د يو بل واده ډېر راته ووئيل بلكه راڅخه خوابدى لا سول ، خو ما سورى ورته وكړه .
ما نور څه خو نه سوئ كوئ ، يوه سړه ساه مى وكشه .
هغه وخندل ” دا ښځه هم يو سامراج وى ، د نارينه ذهن خو پرېږده ، په روح او يادونو ئې هم قبضه غواړى ، د هغه د خوبونو او ارمانونو استحصال كوى او دا هر څه د فطرت د قانون خلاف دى ، كمال دئ د سامراجيت لويو پوهانو بلكه ماركس لا دغه خوفناكه سامراج كله نه وموند. <
اوس زه نور جزباتى سوم چى كلثوم ده چېرى ، كه په يورپ كښى ده ، دئ بيرته ولى نه ورځى يا هغه ولى حال نه په كوى ، د دواړو د ښې دوستۍ او انډرسټېنډنګ څه فائده .
دغه مهال كاكو په زوره زوره خندل ، هغه زما په جزباتو خوند اخيستئ ، په مسكۍ سترګو ئې راته كتل او په خندا وو چى په دې كښى هم دليل سته ، هغې لوظ را څخه اخيستئ وو چى بس زموږ لارى دوې سوې ، بس دا اتفاق دئ يا قسمت ، اوس به په يو بل هيڅ كار نه لرو ، هم دغسى سوه ، د دوو ښو دوستانو په شان په خندا خندا جلا سولو ، د هغې خپلى مجبورۍ وې چى ما ومنلې ، ولى زه ډېر حقيقت خوښونكئ يم ، رښتيا ته رښتيا وايم .
كاكو ته مى ډېر ووئيل چى بيرته خپلى بنګلې ته ولاړسه ، ضد او لېونتوب پرېږده او واده وكړه ، دنيا له هوشيارو ښځو ډكه ده ، هغه نوى به ستا د كلثوم د يادولو حق هم ومنى او خوابه هم نه بدوى ، ښځه په هيڅ وايه سامراج نه ده بلكه هغه خو په سور اهاړ كښى د اونى يخه سايه ده .
كاكو په ډېر مينه ناك انداز كښى سترګى راباندى سرې كړې چى هلكه ناتجربه كار ښكارې ، ډېر به مى نه تنګوې ، زما بې دليله خبرى ګرسره نه خوښېږى ، په دغو بې دليلو خبرو ما خپل ورېرونه ، وروڼه او خوندى ځواب او خوابدى كړې . ښځه او عقل دا ګرسره نه سى كېدئ .كه دى يو پوه ته ووئيل ، هغه به د لېونى ګمان درباندى وكړى . يوې بې عقلى كلثومى زه تر دې ملنګۍ راورسولم چى اوس مى وژنى ، بلى زما د خوبونو په دنيا قبضه وغوښته او ته پر ما نوئ واده كوې ، دريمى ظالمى ته مى په لاس وركوې چى زما به نور استحصال وكړى ، دا ستا څرنګه خواخوږى او پيرزوينه ده .
دا رنګه زه بى وسه سوم ، ولى چى كاكو د كلثوم له شخصيته په هيڅ وايه نه بېلېدئ او د هغې په اثر كښى ئې اوسېدل غوښت.
كراچى ته چى هم ولاړم ، نو د كاكو احساس راسره وو . اسحاق ته مى ووئيل چى دده موبائيل نمبر را كړه ، هغه وئيل چى كاكو خو موبائيل له ځانه سره ږدى نه ، وائ بيا مى خپلوان تنګوى ، بل اوس په كور كور وى ، ګرسره راوځى نه او نه دلته عدالت ته راځى ، لږ و ډېر ئې طبعيت هم خراب وى .
دا رنګه يو دوؤ مياښتو پس بيا د بابا د كار په لړ كښى كوټى ته ولاړم . يودم اسلم كاكو را په ياد سو ، ځكه په موټر كښى سم عدالت ته ورسېدم . په بار روم كښى يو ځوان پښتون وكيل په مخه راغئ او د اسحاق پوښتنه مى ځنى وكړه . هغه وئيل چى اسحاق خو اسلام اباد سپريم كورټ ته تللئ دئ .
د اسلم كاكو پوښتنه چى مى وكړه ، نو د هغه وكيل د مخ ګونه بدله سوه چى هغه خو نن سحار وفات سو او خپلوانو په كاسى قبرستان كښى پټ كړئ ، په خپله د پاته دپاره كلى ته ولاړل ولى چى هر څه خو ئې نو هلته دى ، جائداد او خپلوان ټوله .
پر ما يو قيامت راغئ ، خوله خوله سوم ، سترګى مى له اوښكو ډكى سوې ، شونډانو مى رپ واخيست او په نزدې صوفې كښېنستم ، اوس احساس راته وسو چى ما خو له كاكو سره ډېره مينه درلوده . مغزو مى ګرسره كار نه كوئ . دغسى په موټر كښى سم كاسى قبرستان ته راغلم چى د كوټى تر ټولو لويه اديره ده او د يو تور غوندى غر په لمن كښى ښكلى خلګ په خواږه خوب ويده پكښى پراته دى .
دلته يو مهربان ګوركن زه په ډېرى اسانۍ د هغه قبر ته وروستم چى بالكل تازه وو . په قبر دغسى د لېونو غوندى پرېوتم او په زوره زوره په ژړا سوم ، دا څه زما اوښكى ګرسره نه درېدې او په ډېر بد انداز كښى مى ژړل ، زړه مى داسى له جزباتو ډك وو چى ګرسره ختمېدل نه .
ما خورا ډېر وژړل ، كټ مټ داسى لكه څوك چى د يو مين په قبر ژاړى يا هغه زما لوئ ورور وى ، سكنئ ورور بلكه زما مينه وى او زه دا ډول ورباندى مين يم لكه هغه چى په كلثوم وو ، په بې وفا كلثوم . دې خبرى بيا نور زور راكوئ چى وروڼو كلى ته هم نه يووړئ او په دې ويرانه كښى ئې يكړ وغورزوئ لكه هغه چى له كاڼو او بوټو پيدا وى ، داسى ظلم .
بهرحال ما په قبر سر ايښئ وو او تر ښه ساعته مى ژړل .
كوم وخت چى مى د زړه خروش كم سو او له قبره مى سر را پورته كړئ نو حېران پاته سوم.
د كاكو د قبر څنګ ته يو بل زوړ قبر هم وو چېرى چى په يوې زړې كتبې ليكلى وو ” كلثوم بېګم < زوجه اسلم خان .
پائ
د ليك نېټه جولائ دوه زره يوؤلس