نه يم خبر چى څه راباندى وسى او ګونګئ غوندى سم . ډېره هڅه وكړم چى ژبه مى كار وكړى ، خو هغه هيڅ ملګرتيا نه كوى . بيا شك واخلم چى څه ژبه مى سته او كه نه ، خو هغه سلامته وى ، بس داسى راته وښكارى لكه چى د بل وى او زما هيڅ وس نه وى ورباندى .

دروغ نه وايم بلكه رښتيا وايم چى زه د چنبېلى و دغى ښكلى ونى ته څه وئيل غواړم چى دا مهال زما و مخته ولاړه په خپلى ځوانۍ كښى مسته لېونۍ ده ، رخصى او د خوشحالۍ سندرى واى . په هر پسرلى كښى په نارنجى او ګلابى ګلانو كښى ځان وپسورى او هغى زرغونې پاڼى خو ئې ښائست نور ورزياتوى چى د لمر په سپينى رڼا كښى لكه ښيښه برېښى او بيا دا د حسن ښاپېرۍ لكه مسته پېغله د هوا په يخو څپو كښى په اتڼ او نڅا خپله خوشبوى خورى .

زه حېران يم چى زه خو هر وخت ددې په ښائست كښى ډوب له دې سره مجلس كوم او د زړه له اخلاصه د خپلى مينى اظهار ورته كوم بلكه هر څه چى مى په زړه راځى ، بې خاره     ئې ورته وايم ، لاكن دا اوس په ما څه وسى ، څه ملا مى ماته سى چى ددې ومخته ګونګئ سم او ژبه مى داسى سى لكه څوك جادوګر چى جادو ورباندى وكړى او زما هيڅ اختيار نه وى ورباندى . كه څه هم په يوې خبرى زما سر خلاص دئ چى اول به ودغى درختى ته ما پستې او خوږې خبرى كولې ، لاكن اوس ودې ته زه څه نور وئيل غواړم ، بلكه كه رښتيا ووايم نو ورته ژړل غواړم ، اوښكى بهيول غواړم او د زړه غبار ايستل غواړم ، خو له خلې مى خبره نه راوزى  .

زما اشناى له دغى ونى سره له هغو درو څلرو كالو څخه ده چى زه دلته په هسپتال كښى وارډ بواې ولګېدم . زياتره دا خبره ما تنګوى هم چى زه شاعر خو نه يم ، خو ددې ومخته به شاعر سوم . څوكيدار اكا به هر وخت په مخامخ پخې چوكۍ ناست چى په لاس كښى به ئې د زړو وختونو هغه تبرزين وو چى وده ته د څوكيدارۍ دپاره وركړل سوئ وو ، خپله غټه جګه لونګوټه پر سر سموله ، اوږده او پنډ برېتونه به ئې پېچل او بيا به ئې و ماته په خندا ووئيل چى زويه عاشق نه وې ، خو دغه ونى پاى عاشق درڅخه جوړ كړئ .

زما ډيوتى دلته په ايمرجنسى وارډ كښى ده . كله چى هم په ښار كښى د موټر يا سائكل د جنګېدو يوه پېښه وسى يا يوه وړه شخړه ، نو ټپى ئې راوړل سى . زه او زما ملګرى تر ټولو اول د ټپى ټپونه په دواو ور ومينځو ، بيا كه ضرورت سى ، د ايكسرې رپورټ سره ئې ډاكترانو ت�� ورولېږو او هغه ئې درمل وكړى كه د اپرېشن حاجت وى ، نو بيا ئې تهيټر ته بيايو.

دا څه يوه ورځ په هسپتال كښى يو عجبه غوندى بدحال جوړ سى . قيامت سى قيامت . د ښار په يو بازار كښى بم وچاودى چى ځاى پر ځاى لس كسان پكښى مړه سى ، بيا دغه مړى او ټپيان چى خورا ډېر وى ، هغى ګاديانى هسپتال ته راوړى چى په زوره زوره په خپلو سائرنانو نارى وهى ، غوږونه كڼوى او دا ډول په هسپتال كښى يو غوبل جوړ سى .

دلته د وارډ هر كونج د زخميانو او مړو په وينو رنګ سى ، په لږ ساعت كښى پوليس او اولس هم راورسېږى او هسپتال له مخلوقه ډك سى . په دغه حال كښى كه څوك د مرده خانې په خوا منډه وهى ، نو څوك د ټپيانو په خوا . بس هر يو ساه اخيستئ وى او د خپلو خپلوانو په لټون وى . ښځى او نارينه ټول د لېونو غوندى منډى وهى او و هر چا ته چى خپل عزيز مړ يا په بد حال پر مخ ورځى ، هغه په چيغو چيغو اسمان پر سر اخلى او د ماشومانو او زنانو چيغى خو داسى سوى وى چى د چا زړه ور لړزوى . بس د دړدونو او اوښكو يو طوفان وى چى نه درېږى او ما ولړزوى .

لږ ساعت لا وى نه تېر چى ښار بيا ولړزېږى ، بل بم وچاودى ، په دروند ږغ ئې هسپتال لا وشورى ، كړكيانى او دېولونه ئې وځانګى او په لږ ساعت كښى بيرته د سائرنانو د ګاډيانو ، نوو مړو ، ټپيانو او خلګو زموږ پر خوا مخ سى . دا څه ، لږ ګړئ لا نه وى تېر چى دريمه چاودنه هم وسى او په وارډ ، ددې په لارو او ګېلريانو كښى د وينو او بارودو بوئ خور سى چى د هغو خلګو له كالو راځى چى له دې متاثر سوى وى . دغه بوئ داسى بدرنګه او زورور وى چى ما ګرسره وكار ته نه پرېږدى . په داسى حال كښى چى چېرى خلګ چيغى وهى ، هلته ډاكټران او د هسپتال خلګ د پرېشانۍ انځورونو جوړ سوى دلى دورى منډى وهى او حېرانه وى چى څه وكړو ، څوك څوك وګورو او د چا،چا غم وخورو . دغه مهال هغه ټى وى سېټ هم په چيغو چيغو نارى وهى او د بمونو د چاودنى د ځايونو خوفناكه انځورونه وړاندى كوى چى موږ څو وارډ بوائز دلته راوړئ وى او په يوې كوچنۍ خونى كښى مى پټ ايښئ وى ، ولى چى دلته ددې اجازه نه وى چى موږ دى ټي وى وګورو او له خپله كاره بې پرواهى وكړو.

زما حال كټ مټ د لېونو په شان سى او له ځانه په پوښتنو سم چى دا هر څه ، څه دى ، ولى وسول ، چا وكړل او څه هغه په دغه هر څه كولو او د بې ګناو په وينو په لاس لړلو ضمير ملامت نه كړئ . څه هغه زړه نه لرى ، اولاد نه لرى چى نور ئې يتيمان كړل ، ورور نه لرى چى نور ئې ورار كړل . په دې كيفيت كښى زه وكپېږم او غواړم چى و يوې خواته كښېنم ، په زوره زوره چيغى كړم ، اوښكى وبيوم او خپل سر وټكوم ، لاكن چېرى ، دلته خو هر څوك يو بل پورى وهى او په دغه حال كښى د زړه د غبار د ايستلو هيڅ ځائ نه وى . بيا د بارودو او وينو بوى خو ما زيات بد حاله كړى . دا مهال زما سر په هيڅ نه خلاصېږى ، بس دغسى جګ وغورځم او په ډېرى تېزۍ له وارډ څخه دباندى منډى كړم او زما منزل د چنبېلى هغه ونه وى چى لېرى په يو كونج كښى ولاړه وى . ولى چى يوازى هغه خو وى چى د زړه حال ورته وئيلائ سم .

زه چى څنګه هلته ورسېږم ، نو دغسى ئې بې اختاره په ډډ ونيښلم ، په غېږه كښى ئې تينګه ونيسم ، په زوره زوره په ژړا سم او بيا كله چى زما زړه سپك سى ، نو يوه عجبه بې خودى راباندى خوره سى او كټ مټ د هغه ژړاند ماشوم په شان چى د مور تودې غېږى ته ورسى او د هغې شفقت او مينه ئې په نصيب سى ، پر ما يوه عجبه نشه خوره سى او په يو نه بيانېدونكى خوند كښى ډوب سم . دا په رښتيا چى ددې ونى خوشبوى وى چى زما هغه چپه ماغزه راسمول غواړى چى د وينو او بارودو بوى لړزولى وى . اوس زما له دې ونى سره مينه نوره زياته سى او نوره ئې زړه ته نږدې كړم چى يو څوك خو دئ چى په دغى بدبودارى او د وينو او بارودو په دنيا كښى خپله خوشبوى خوروى او نړۍ ته د ډاډ ګيرنى پېغام وركول غواړى .

په دغه حال كښى زوروه هوا چلېږى او د هغى مستى درختى مست شاخونه زيات په نڅا وى او نن خو ئې خوشبوى هم زياته زوروره وى بلكه داسى ښكارى لكه د خوشحالۍ سندره چى په ډېر لوړ ږغ واى . زما په خيال دا ددې درختى مينه وى چى زما زړه په هر حال كښى خوشحالول او لوبول غواړى ، خو زړه راته واى چى له بل چا سره خبره خو نه سم كولئ او هغه زما په زړه خبر هم څه دئ . راسه له دې درختى پوښتنه وكړم چى په ښار كښى دا د وينو لوبه ولى وسوه او كوم ظالم او ناترس وكړه ، خو دا څه ، ګونګئ سم او خبره مى له خلې نه وزى ، خو بس زړه راته واى او دا مى يقين وى چى دغه ونه به په هر څه خبره وى ، ولى چى دا خو په مځكه كښى دننه هم خوره ده ، هلته خپل جلا وجود لرى او په ډېرو رازونو به مى پوه كړى ، خو درخته هيڅ هم نه راښيى او په خپل رخص اخته وى.

بله ورځ تر دې هم زياته خلګ مړه سى ، تر سلو هم زيات . په هسپتال كښى بيرته د تېرى ورځى غوندى توره شپه سى ، مړى ، ټپيان ، د هغو چيغى بغارى او هرى خواته د بارودو او وينو بوئ . اوس بيرته يو سوال زما و زړه ته راسى چى داسى  ولى وسول ، چا وكړل ، ذمه داره ئې څوك دئ ، خو يو څوك هم نه وى چى زما خبره واورى او زه زړه ورته سپك كړم ، بس هر يو د ځان غم اخيستئ په خپل ګروم كښى ډوب وى او وار خطا په منډو وى . مړى خو ټول خاموشه وى چى د ناترسه وخت ظلم ئې په ډېرى حوصلې زغملئ وى ، خو د ټپيانو چيغى ما لېونئ كړئ . كه څه هم زما وظيفه وى چى له ملګرو سره د ټپيانو زخمونه صفا كړم ، خو هر څه زما له زغمه ووزى او زه دغسى له وارډه وتښتېږم .

 اوس زما منزل بيرته هغه درخته وى او دا رنګه په يو لېونتوب د هغې له ډډ سره تينګ ونيښلم او په زوره زوره په ژړا سم . په ما او هغه ونه كښى يوه خبره يو شان وى او هغه دا چى دواړه حېرانه يو . د اونى حېرانتيا دا وى چى هغې خو زه هر وخت په خوشحالۍ ليدلئ يم ، خو اوس ورته ژاړم ، هغه زما په خيال په دې فكر هم وى چى دغه بدلون ولى . خو زما حېرانتيا بيا په دې وى چى ټول ښار بلكه هغه ټى وى لا ژاړى چى ساه په كښى نسته ، خو دغه لېونۍ ونه په هيڅ نه ده هلاكه ، رخصى او خپله خوشبوى خوروى . څه دا ددى بې حسى ده يا و نړۍ ته په رښتيا دا پيغام وركول غواړى چى تر اوسه لا خوشبوى سته ، اميد سته او هر ځائ له بارودو او كركى ډك نه دئ . پائ زما زبان ګوى خلاصه سى او ونى ته په چيغو چيغو ووايم چى ته د ښار غمزده حال وينې او دا هم چى ښار په وينو لړلئ دئ ، هر څه سره دى ، زخمونه سره ، زړونه سوروى او د اوښكو يو طوفان دئ چى مخلوق پكښى ډوبېږى ، په كار ده چى تا زما غوندى ژړلائ ، سر دى ټكولائ خو ته بيا هم رخصې او خپله خوشبوى خوروې ، ولى اخير ولى ، خو له هغى لېونو سره ددې هيڅ ځواب نه وى ، بس پر له پسې خپلى سندرى واى او ځانګى . پاى زه له درختى روان سم ، بس داسى وى لكه ځنى مايوسه چى سم او زما رخ بيرته د وارډ د غمجن ماحول او اوښكو په خوا وى .

دريمه ورځ موږ دعاوى غواړو چى نن دى الله پاك خېر كوى او هيڅ پېښه دى نه كېږى . خو د ښار په اووه سړكونو كښى اوه اوه چاودنى وسى چى په سره اور لړلى اووه موټران خو موټران ، انسانان لا داسى په هوا كښى واولوزوى لكه زورور طوفان چى د كمزورو مېږيانو پر ښار راسى او هغوئ په فضا كښي خواره واره كړى ، د سره اور طوفان ، د سرو سكروټو باران ، داسى بد ساعت ، داسى قيامت او دا ډول ظلم زور چى ما دمخه ليدلئ نه وى . مرده خانه له بدبودارو نامعلومو مړو د مخه لا ډكه وى چى پنځه سوه نور مړى راوړل سى . اوس په مرده خانې كښى هيڅ ځائ نه وى او دا رنګه له هغې دباندى هغه خالى لوى سرائ هم ډك سى چى چمنئ لرى او موږ د هسپتال كاركونكى هلته د ساعت تېرى دپاره د تاش او لډو لوبى كوو .

نن بيا غمونه ، مړى ، بارود ، ټپيان او اوښكى وى . نه پوهېږم چى د چا ، چا د ټپونو غم وخورم ولى چى يو مخلوق په دړد او نارو اخته وى ، اوس زما زړه په خراپېدو سى ولى چى په ټپيانو كښى د چا ګوتى نه وى ، د چا سترګه ، د چا پښه او د چا لاس نه ، بيرته زما مغزو ته هغه زوړ سوال راسى چى دا ظالم دئ څوك چى داسى بده ناترسى ئې وكړه او ولى ئې زه تر غاړى نه ونيسم . اوس زه خشم واخلم . دا څه يو لېونتوب راولوېږى او زما خشم وى چى وار په وار زياتېږى چى داقاتل به نيسم او وژنم به ئې ، نه به ئې پرېږدم ، بلكه ټوكر ټوكر کوم به ئې. زه لكه لېونئ شاوخوا په كتو سم چى كېدئ سى قاتل دلې وى ، چېرى د خپل بد عمل حال كتلو ته راغلئ وى ، ځان په دې خوشحالول غواړى او زه ئې له ګرېوانه ونيسم  ، خو داسى يو څوك هم په نظر نه سى را چى پر مخ ئې خوشحالى خوره وى ، بس هره څهره د دړدونو ، د اذيت او د خوږو يو انځور وى.

ناڅاپه په چوكيدار اكا مى سترګى ونيښلى چى دغه مهال په دغه بهير كښى په يو كونج كښى حېرانئ اخيستئ ولاړ وى ، مخ ئې تك ژړ وى ، وجود ئې په كپ اخته وى او د اوښكو ډكو زړو سترګو ئې كله هم دارنګه قيامت ليدلئ نه وى ، زه دغسى ورمنډه كړم او نه يم خبر چى ولى په زوره تبرزين ځنى كش كړم او منډه كړم .

هغه ناره كړى چى هلكه عاشق خانه څه كوې ، ماغزه خو دى نه دى خراب سوى ، تبرزين را ، څه ورباندى كوې ، خو زه هيڅ ځواب نه كړم ور .

په داسى حال كښى په ډېر لېونتوب دغسى له وارډه په تېزۍ سره دباندى راووزم . اوس زما په زړه كښى يوه عجبه خبره وى چى ټول ښار په غم اخته دئ ، په وينو سور دئ او د اوښكو يو طوفان دئ چى بندېده ئې نسته ، خو درخته لا مسته ده ، خوشبو خوروى او زموږ په حال خوشحاله ده ، دا خو ناترسى ده ، بې حسى ده ، جرم دئ ، له انسانانو څخه كركه او نفرت دئ او انسان دښمنى ده . اوس ونه وماته د يو داسى ښامار غوندى وښكارى چى د بندګانو په مرګ رخصى او شاوخوا اور او بڅركى پاشى ، زه غواړم چى تر ټولو اول ددې انسان دښمنى هستۍ كار وروكړم او په تبرزين ئې ټوكر ټوكر كړم .

زما حال په رښتيا د لېونو غوندى وى ، بس د خلګو د چيغو او خپلى ساه ږغ مى په غوږ كښى رخصى ، تبر زين مى ټينګ نيولئ وى او د درختى په خوا منډى وم ، خو  چى څنګه هلته ورورسېږم نو ناڅاپه داسى وچ ودرېږم لكه څوك چى زما پښې ټينګى ونيسى بلكه په ما جادو وكړى . دا څه زما وجود په كپ اخته سى او زه په رښتيا ولړزېږم .

اوس زما و مخته هغه ښكلى او حسينه درخته نه وى ولاړه چى زه به ورتلم او مينه به مى ورسره كوله ، بلكه هلته يوه داسى خزان وهلى وچه ونه ولاړه وى لكه په شپه شپه چى ئې څوك له وجوده ټول ژوند وباسى ، كټ مټ د سپېرو غرو هغه درخته چى ټول وجود ئې بس تش لرګئ وى ، وچ كلك لرګئ چى له سوو كلو هسى ولاړ وى ، بې شمېره مړه شاخونه ئې وى او كله هم بهار نه وى ورباندى راغلئ . درخته څه چي د ويجاړي دنيا يوه نخښه وي .

زما تر خلې دغسى چيغه ووزى چى دا په درختى څه وسول ، ولى داسى سوه او څه زه خوب خو نه وينم .

په داسى حال كښى زه اوس له حېرانتيا څو ګامه شاته هم سم او سترګى وموږم چى څه دا خوب خو نه دئ . اوس زما سوال تل زما ومخته رخصى او سر مى نه خلاصېږى چى دا په اونه څه وسول او چا جادو ورباندى وكړئ .

 هلته په ويرانه كوڅه كښى يو څوك  وى هم نه چى زما د پوښتنى ځواب راكړى چى درخته ولى بدحاله سوه . دا مهال زما له كمزورى او كپېدونكى وجود تبرزين ايله سى ، خو چى لاندى وګورم ، نو بې اختياره په تېزۍ سره تبرزين بيرته راواخلم ، زيات كلك ئې په لاس كښى ونيسم او د حېرانتيا بل ډول احساسات وي په ما کښي .

دلته شاوخوا د درختى تازه پاڼى او ښكلى ګلابى او نارنجى ګلان خواره واره پراته وى چى ناولده كارګان ورباندى ناست وى او لوبى پكښى كوى ، تور تور غټ كارګان چى بد ږغونه او بدي جولې ي وي او خورا خوشحاله وى ، د مستۍ او لېونتوب سندرى واى او په ډېرى ناترسۍ تازه پاڼى او ښكلى رنګين ګلان خورى بلكه مشوكى پكښى وهى ، تېرې تېرې د خنجر غوندى بدرنګه مشوكى . اوس زه بيا وكپېږم بلکه زيات په بد حال سم ، په غوږو كښى مى دربئ غوندى سى او يوه بده چيغه مى تر خلې ووزى ، د لېونيو او بې سوده خلګو چيغه ، دغسى د جزباتى ماشوم غوندى په نارو سم ، زورورى ساندى مى تر خلې راووزى ، تبرزين په لاس كښى وڅرخوم او د لېونو په شان د هغو ناترسو كارګانو په خوا ور وځغلم.

پاى    دسمبر كال دوه زره ديارلس

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *