زه له ډېره وخته په درخته کښی پټ يم . زه اوس ستړئ يم ، بې زاړه يم ، زما زړه غواړی چی لاندی ټوپ کړم ، خو لاندی ناست لېوه ما ودې ته نه پرېږدی .هغه تل وماته په خونخوارو سترګو ګوری چی زه به کله کښته کېږم او دئ به ما انډری انډری کوی .

زه چی په کومه اونه کښی ناست يم ، دا يوه عجبه درخته ده بلکه که زه د ‎جادو درخته ورته ووايم ، نو بده خبره به نه وی . زه چی دلته هر خواهش وکړم ، نو د سترګو په رپ کښی پوره سی ، که زه يوه توده او پسته بستره وغواړم ، نو هغه هواره وی . کله چی ديغ سم ، نو زما و مخته يو نوئ ټی وی سېت راسی چی سټېريو سپيکرز ئې وی او د نړۍ هر چېنل نيوئ سی . که د خوراک پر وخت و هر کتغ ته هوادار سم ، نو هغه بيا حاضر وی .دلته هر څه هر څه سته ، زما د زړه هره خبره دلته پوره ده ، خو که کمبوت دئ ، نو هغه د يو شی دئ چی زه ورته مرم او هغه ده آزادی ، خو دغه آزادی له ما قربانی غواړی چی زه به لاندی ورکښته کېږم ، لېوه به وژنم ، خو افسوس چی په ما کښی ددې شی همت نسته ، زه له لېوه وېرېږم ، هغه پر ما زورور دئ ، هغه لاندی ناست و ماته برګ برګ ګوری او دغه ئې نيت دئ چی ما به خوری.

 کله کله چی هغه وختونه را په ياد کړم چی لېوه په ما پسی منډی وهلې ،نو می زړه لاندی ولوېږی ، بدن می مېږی مېږی سی او خلې راباندی راسی ، خو بيا په دې خبره شکر وکاږم چی دغه اونه زما و مخته راغله او لکه مور ماته ئې پناه راکړه کنۍ ما به څه کول ، لېوه خو به تر خلې څيرلئ وائ . د مايوسۍ په دغی توری دربيلې کښی کله کله دا خبره می هم خوشحاله کړی چی درخته خورا ‎جګه ده ، زه هر ډول پکښی محفوظه يم او لېوه که هر څو ‎جګ ‎جګ وغورځی ، پر ما څه نه سی کولئ .

  په ويښه خو زه ښه يم ، په څه نه څه بوخت يم ، خو چی دلته شپه سی ، پر ما قيامت سی ، چی ويده سم ، نو د عجبو عجبو ستړی خوبونو په ليدلو سم چی ما لړزوی ، ما وېروی او د بدن وينه راواچوی . کله چی راويښ سم ، نو بدن می مات مات وی او صورت می داسی دړد کوی لکه چا چی په غمچو وهلئ يم .

زه زياتره سوچ کوم چی څو تر څو به په دې مصيبت اخته يم ، څو تر څو به انتظار کوم چی لېوه به له لو‎ږی مری ، خو هغه به مری نه بلکه تر پخوا به هم زيات چسپ او تازه وی.

يو سحار چی راويښ سم ، نو د اونی په ګڼو پاڼو کښی يو بل څوک ووينم چی ما وار خطا کړی او زما له خلې تېره چيغه ووزی . زه چی وايم لېوه راوختئ ، خو هغه لېوه نه بلکه زما په شان يو بل پرېشان غوندی سړئ وی چی خورا وار خطا وی او د يو بل لېوه له وېری په درختی راختلئ وی.د سړی لېوه دا مهال لاندی زما له لېوه سره ولاړ ، په هغی درخته چمبې لګوی ، خو د هر رنګه زيار باو‎جود و دغی اوږدې او ‎جګی اونی ته راختئ نه سی.

مو‎ږ دواړه هغه خلګ يو چی له خپلو خپلو لېوانو وېرېږو . که څه هم موږ دواړو ته په درخته کښی هر ډول اسانتياوی سته ، خو موږ نه يو ځنی خوشحاله ، د ‎جبر او ديغت يو داسی احساس دئ چی مو‎ږ ورځ په ورځ کمزوره کوی . اوس خو موږ دواړو ته خوب هم نه راځی چی دلته مو سترګی ولګې‎ږی ، د لېوه تېری او خونخواری سترګی می بيرته په چيغو را ويښ کړی . لېوه اوس زموږ په خوبونو هم را ننه وتلئ دئ او دلته مو هم په کراره نه پرېږدی.

زمو‎ږ د ډواړو لېوان زياتره په صبر وی ، خو کله کله لېونی سی ، په درخته حمله کړی ، چمبې او غاښونه ور‎جګوی او خورا بد غرږئ ئې تر خلې وزی . د لېوانو دغه ناببره لېونتوب مو‎ږ نور خوفزده کړی ، خو يوه خبره ده ، زمو‎ږ د ډواړو د لېوانو تعلق له خپل خپل سړی سره دئ ، د هغه لېوه پر ما کار نه لری او زما پر هغه . دا رنګه د دواړه لېوان هم له يو بل سره غرض نه ساتی او دې خبری مو‎ږ حېران کړی هم يو .

يوه ورځ د ډېری سر دړدۍ وروسته مو‎ږ دواړه کسان دا فېصله وکړو چی له خپلو خپلو لېوانو سره به ‎جنګې‎ږو، که مو مړه کړل ، نو دزوئ زېرئ ، کنۍ څو تر څو به دغه د عزاب ژوند تېرووو. بيا مو‎ږ دواړه دا نيت وکړو چی يو دوه ددرې به وايو او لاندی به ټوپ وهو. دا رنګه مو‎ږ دواړه سترګی پټی کړو ، هغه خو ټوپ کړی ، خو زه په خپل ځائ وچ پاته سم .

د هغه لېوه چی هغه لاندی ووينی ، نو دغسی ورمنډه کړی او ورباندی حمله کړی . زما لېوه هم خبرداره سی او غوږونه شک ونيسی ، خو چي زه لاندی نه سم ور، نو ‎جلالی سی او د درختی له ډډ سره ‎جنګ پيل کړی. تر دې دمخه چی زما د ملګری لېوه هغه چپه کړی ، هغه يو کوچنئ شاخ چی هغه وختی لا له درختی پرې کړئ وی ، و لېوه ته ورسره کړی ، لېوه دغسی بوڅ راواړی او ځائ پر ځائ مړ سی.

زما ملګرئ اوس آزاد دئ ، پخپله مړانه ئې آزادی تر ګتو کړه، خو زه لا په هغه زاړه عزاب کښی مبتلا يم او تل و خپل ځان او خپلی بزدلۍ ته بد و رد وايم . زما لېوه اوس له پخوا زيات خروړئ دئ ، هغه اوس له درختی سره ځان تر پخوا زيات وهی . د هغه خيال دئ چی کېدئ سی ، دا ډول به زه لاندی ور ايله سم يا به نو د هغه په نېز درخته ماته سی. دارنګه زما و‎جود له خولو ډک وی او د درختی شاخونه می ټينګ نيولی وی چی دا نه وی ، ايله سم . زه تل و لېوه ته شراوی هم کوم ، خو هغه خانه خراب دئ چی ګرسره ستړئ کېږی نه . شپه و ورځ دئ دئ او له درختی سره ځان وهل دئ .

زما ملګرئ اوس هر وخت و ماته ناری وهی ، قسمونه راته خوری چی راکښته سه ، لېوه والله که هيڅ لا درباندی وکړی. هغه ډېر کمزورئ دئ او ته ئې په اسانۍ وژلئ سې ، خو زه د هغه خبره نه منم او لوړ ولاړ کپېږم .

 اوس داسی پېښی پيل سی چی زما دا يقين سی چی زه به مرم . ناڅاپه درخته حرکت وکړی ، زه دغسی لاندی وګورم چی لېوه به شورولی وی ، خو لېوه خاموشه پروت وی . دا څه زه چيغی کړم ، ولی چی درخته وار په وار کوچنۍ کېږی . زه په درخته کښی ‎جګ ‎جګ وغورځم چی کېدئ سی درخته ودرېږی ، خو درخته نه درېږی، بلکه کمبوت کوی . اوس يو بل شئ ما زيات وار خطا کړی ، لېوه هم وار په وار غټېږی او په لږ ګړی کښی بيا دومره لوئ سی لکه غوئ . زه ناری کړم ، بغاری کړم ، په اونه کښی په پنډو شاخونو دلی دوری په منډو سم ، خو هر څه بې فائدې وی . اوس زه خپل ځان په پوره توګه و مرګ ته تيار کړم او هر څه ته د خدائ په امانی په نظر وګورم . لېوه وار په وار تر ما او زه تر هغه رسېږم.

زما ماغزه هيڅ کار نه کوی ، زما سترګی پټی دی او زه د پانسۍ کېدونکی هغه مجرم په شان و مرګ ته په هر کلی يم چی غاړی ته ئې رسۍ اچول سوی وی او يوازی و دې ته پاته وی چی ‎جلاد دی ئې تخته له پښو کش کړی . زه که دا وخت څه اورم ، نو يوازی زما د ملګری ناری دی چی له لاندی ئې و ماته وهی چی د خدائ پار دئ راکښته سه ، ته پر لېوه زورور ئې ، لېوه هسی يوه وېره ده ، د پمبې يو غر دئ چی په يوه لغته له مخه لېری کېدئ سی .

پائ زه همت وکړم او له اونی ټوپ کرم . زما لېوه چی ما خپل مخامخ ووينی ، نو دغسی پر را وغورځی او تر دې دمخه چی هغه ما لاندی کړی ، زه هغه نرۍ لښته ورسره کړم چی له اونی می ماته کړی وی . د غره غوندی لوئ لېوه دغسی بوڅ راواوړی او د سترګو په رپ کښی بيا مړ وی .

اوس زه آزاد يم ، د آزادۍ احساس څومره خوند کوی ، څومره ښکلی ده آزادی ، زه له ډېری خوشحالۍ په نارو سم، په اتڼ سم ، وروسته چی زما ‎جوش لږ کم سی ، نو د خپل ملګری په لور وګورم چی تشکر ورته ووايم ، خو دا څه ، زما ملګرئ په خپل ځائ نه وی .

زه چی شاوخوا وګورم ، نو حېران سم ، څه وينم چی زما چار چاپېره بې شمېره درختی دی، په هری درختی کښی يوه نه يوه سړه پناه اخيستی ده او لاندی د هغه لېوه ولاړ و هغه ته غاپی.

اوس زه له ځان سره وخاندم او سم دم د هغو لېونو خلګو په لور روان سم چی برناحقه له لېوانو وېرېږی .

پای دسمبر کال ۱۹۹۴

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *