دا څه راز دى، چې مؤمن هيله من او کافر نهيلى وي؟
راز دا دى، چې مؤمن پر دې خبره ايمان لري، چې زه يو رحيم او قدير رب لرم، هغه چې د محتاج دعاء قبلوي، تکليف ورڅخه لرې کوي، ډېر څه ورکوي، ګناهونه يې بښي، توبه يې قبلوي، له بديو يې تېرېږي. داسې رب، چې پر خپل بنده د هغه تر موره هم څو چنده ډېر مهربانه دى، له خپل مخلوق سره د هغوى تر ځانونو ډېر ښه کوي، د شپې مهال د دې لپاره لاس را اوږدوي، چې د ورځې ګنهګار توبه وباسي او د ورځې د دې لپاره لاس را اوږدوي، چې د شپې ګنهګار توبه وباسي، د خپل بنده پر توبې تر هغه مسافر ډېر خوشحالېږي، چې په دښته کې يې سپرلۍ ورکه کړې وې او بيا يې بېرته پيدا کړي، يا يو ورک شوى کس، چې خپله لاره پيدا کړي او يا يو تږى انسان، چې اوبه مونده کړي.
هغه داسې معبود دى، چې د نېکۍ بدله يو په لس، يو په اووه سوه او بلکې تر دې هم زياته ورکوي او د ګناهونو بدله د همغو په اندازه ورکوي او کله کله ګناه همداسې هم بښي.
څوک چې ترې سرغړونه کوي، هغه ته له نږدې نه بلنه ورکوي او څوک چې ورته توجه کوي؛ نو له لرې هم ورسره مخامخ کېږي او فرمايي:
”زه له خپل بنده سره پر ما د هغه له ګومان سره سم چلېږم، کله چې ما يادوي؛ نو زه ورسره يم، که په يواځې والي کې مې ياد کړي، زه يې هم له ځان سره يادوم او که مې په ډله کې ياد کړي؛ نو زه يې له هغې نه په غوره ډله کې يادوم، که ما ته يو لوېشت را نږدې شي، زه ورته يو ګز ور نږدې کېږم او که ما ته يو ګز را نږدې شي؛ نو زه ورته يوه پرانستې غېږ ور نږدې کېږم او که ما ته په پښو را روان شي؛ نو زه ورته په منډه ورځم.”
هغه داسې رب دى، چې د خلکو ترمنځ ورځې اړوي را اړوي، تر وېرې وروسته امن او تر کمزورۍ وروسته غښتلتيا راولي، تر تنګسې وروسته پراخي او تر غم وروسته خوښي لوروي.
له هرې سختۍ سره اساني ملګرې وي، له همدې امله مؤمن هغه ته هيله من وي، هغه د مؤمن د اميد ستر لامل دى او هغه راز هم په همدې کې دى، يعنې له هغه ذات سره د ټينګو اړيکو جوړول، چې پخپله خوښه کارونه کوي، له مؤمن بنده سره داسې تمه وي، چې پاى ته د رسېدو هيڅ حد نه لري او داسې هيله، چې رسۍ يې نه شلېږي.
مؤمن د تل لپاره نېک فال نيسي، خپل ژوند ته په هغه نظر ګوري، چې کافر ورته نه ګوري، خپل ژوند ته په تريو تندي نه ګوري او که له کافرو سره جنګ کوي؛ نو پر دې باوري وي، چې الله تعالى به ورسره مرسته کوي، ځکه چې دى له الله تعالى او الله تعالى له ده سره ملګرى دى:
﴿اِنَّهُمْ لَهُمُ الْمَنْصُوْرُوْنَ۪۰۰۱۷۲ وَ اِنَّ جُنْدَنَا لَهُمُ الْغٰلِبُوْنَ۰۰۱۷۳﴾
”بې شکه په يقيني ډول به له هغوى سره مرسته وشي او همدا زموږ لښكر به برلاسى شي.”
که ناروغ شي، له روغ صحت نه نا اميده کېږي.
﴿الَّذِيْ خَلَقَنِيْ فَهُوَ يَهْدِيْنِۙ۰۰۷۸ وَ الَّذِيْ هُوَ يُطْعِمُنِيْ وَ يَسْقِيْنِۙ۰۰۷۹ وَ اِذَا مَرِضْتُ فَهُوَ يَشْفِيْنِ۪ۙ۰۰۸۰.﴾
”هغه زه پيدا كړي يم، بيا هماغه راته لارښوونه كوي. هغه ذات، چې ماته خوراك، څښاك راكوي او كله چې ناروغېږم، هماغه مې روغوي.”
مؤمن چې کله ګناه وکړي، د هغه له بښنې نه نا اميده کېږي که څه هم، چې ګناه هر څومره لويه هم وي، ځکه د الله تعالى بښنه تر هر څه لويه ده:
﴿قُلْ يٰعِبَادِيَ الَّذِيْنَ اَسْرَفُوْا عَلٰۤى اَنْفُسِهِمْ لَا تَقْنَطُوْا مِنْ رَّحْمَةِ اللّٰهِ١ؕ اِنَّ اللّٰهَ يَغْفِرُ الذُّنُوْبَ جَمِيْعًا١ؕ اِنَّهٗ هُوَ الْغَفُوْرُ الرَّحِيْمُ۰۰۵۳﴾
”(اى پېغمبرهH!) کومو کسانو چې پر خپلو ځانونو ظلم کړى دى هغوى ته ووايه، چې د اللهB له رحمت نه مه نا اميده كېږئ، بېشکه اللهB ټولې ګناوې بښي، هغه بښونكى او مهربان دى.”
کله چې د مؤمن لاس تنګ شي او سخته پرې راشي؛ نو له اللهB هيله کوي او ايمان يې هماغسې پرې پياوړى وي، اللهB فرمايلي دي:
﴿فَاِنَّ مَعَ الْعُسْرِ يُسْرًاۙ۰۰۵ اِنَّ مَعَ الْعُسْرِ يُسْرًاؕ۰۰۶﴾
”نو حقيقت دا دى، چې له تنګسې سره پراختيا هم شته، بېشكه له تنګسې سره پراختيا هم شته.”
سختي هېڅکله پر دوو اسانيو برلاسى کېداى نشي، که چېرته سختي يوې سوړې ته ننوځي؛ نو اساني هم ورپسې ورننووځي او له هغه ځايه يې راوباسي!
کله چې يو مؤمن بنده د په يوه بلا اخته شي او مصيبت پرې راشي، بيا هم اللهB ته هيله من وي.
عجيبه ده، څرنګه به يې هيله من وي، په داسې حال کې، چې زوى يې مړ شوى وي؟!
څرنګه به هيله من وي په داسې حال کې، چې کور يې سوځېدلى او مال يې لمنځه تللى وي؟!
هو! مؤمن له دې ټولو سره سره بيا هم هيله من وي، ځکه چې هغه له اللهB نه د ثواب تمه لري او پر مصيبت صبر کول هم ثواب ګڼي.
﴿الَّذِيْنَ اِذَاۤ اَصَابَتْهُمْ مُّصِيْبَةٌ١ۙ قَالُوْۤا اِنَّا لِلّٰهِ وَ اِنَّاۤ اِلَيْهِ رٰجِعُوْنَؕ۰۰۱۵۶﴾
”او د مصيبت راتلو په وخت كې وايي، چې موږ د اللهB يو او د هماغه اللهB لوري ته زموږ ورګرځېدل دي.”
د مؤمن د نه نا اميدۍ راز همدغه دى، ځکه چې د هغه هيله له خپل خالق سره تړلې وي، څوک چې داسې وي، هغه به کامياب وي او له خپل ژونده به يې نا اميدي ختمه کړې وي.