پر دیوال د تلویزیون ښیښه را ځوړنده ده . مسافر ښیښې ته ګوري او د خپل وطن تصویرونه په کې څاري . ناڅاپه د یوه ښکلي سړي تصویر په کې راغی . د مسافر په زړه خوږ ولګېده . د تصویر پر مخ مینه ناکه موسکا خوره وه . په شونډو ،اننګو او سترګو کې موسک ؤ . په موسکي تصویر پسې د همدې ښکلي سړي یو بل تصویر راغی . هغه هم په موسکا کې پټ ؤ . ورپسې جوخت دریم تصویر چې دا هم په ټوله مینه موسک ؤ . د مسافر پر زړه یو ه جمله لکه اره را تېره شوه . دا جمله د موسکي او ښکلي سړي په اړه وه . جمله څه داسې وه :
ـ دا موسکی او ښکلی سړی چې تاسې یې د هندارو پر مخ د موسکو تصویرونو ننداره کوله د هندارې شاته کېناست او تاسې به یې بیا په هنداره کې و نه ګورﺉ .
دا ښکلی او موسک سړی د پښتو غزل خان استاد محمد صدیق پسرلی ؤ . مسافر د نن له هندارې څو ګامه را شاته شو . د پرونیو هندارو غبار یې د یادونو په دسمال لرې کړ . په هندارو کې ددې ښکلي سړي په لټون بوخت شو . په دې کې یې له لرې د شپانه غږ واورېد . شپانه ددې ښکلي سړي د شاعرۍ په خانۍ خبرې کولې . خبرې یې خوږې لګېدې . په خبرو خبرو کې یې د غزل د خان کړه وړه داسې بیانول :
ـ نری نروچکی ، ښکلی او مهین سړی دی . غلی ملی آرام به ناست وي خو زړه یې د غزلونو له شوره ډک سمندر دی . ډېره څرګنده نښه یې داده چې دنګه لوړه پوزه یې د غونډې زنې د پاسه ښکلې ښکاري .
ما د شپانه په خبرو کې ددې ښکلي سړي د غزل ددې خان پته پیدا کړه . چې تر درشله یې ورسېدم دروازه یې خلاصه وه . په تکو سپینو جامو او خامک شوي ټټر کې یو نری نروچکی ښکلی سړی ناست ؤ . دنګه پوزه یې د غونډې زنې د پاسه لا ښکلې ښکارېده . ما په موسکا ، خوشحالۍ او شاعرانه عاجزۍ سلام واچاوه او ورته ومې ویل :
ـ پسرلی صاحب اجازه ده ؟ پسرلي صاحب په موسکا او ډېره مینه په غېږ کې و نیوم ، زما نوم یې واخیست او زه یې هم پېژندلی وم . زه د خپل نوم په اورېدو په جامو کې نه ځایېدم . زما په زړه کې یوه لویه خوشحالي مېشته وه . هغه شېبه ما داسې انګېرل چې د غزلونو یو لوی پیر مې موندلی وي . ما د یوه نابلده مرید غوندې د غزلونو د باریکیو پوښتنې ترې کولې . د مینې پسرلي لکه د غزل سلیماني تاج یې چې پر سر وي په مینه مینه په غزلونو راته غږېده . هغه مهال د هجرت مهال ؤ ، شاوخوا تورتمونه خواره وو . د پسرلي قلم د سپېدې د پرښتې په لاس کې د هیلو او امیدونو د شمعې په څېر بلېده . د غزل پسرلی د سپېدې مجلې مسؤول ؤ . ما د استاد له خبرو پر له پسې الهامونه اخیستل . که په غزل کې به مې پښه ټکنۍ شوه د آزاد شعر لمنه به مې ونیوه . د مینې د پسرلي له لومړني دیدن سره جوخت د سپېدې مجله راته د رحمت او سپېدو پرښته ښکارېدلې وه . ما له دې پرښتې سره داسې خبرې کړې وې :
اې د سپېدو پرښتې
په کرشمو کرشمو و غځېږه
د شپو څادر له ګلابي بدن نه و غورځوه
د لمر زرینې جامې واغونده ادا وکړه
عمر ژړلو ته په سرو شونډو خندا وکړه
او د سپوږمۍ له میخانې نه راوړه
د مینې تږیو ته د نور جامونه
پرېږده خواره چې شي پر وچو شونډو
لکه د ستوریو څاڅکي څاڅکي شراب
پرېږده د مینې لیوني دې هم شي مست و خراب
اې د سپېدو پرښتې
اوس که پېغلوټه یې خو پېغله به شې
د ښکلا راز یې یوه غوټه یې چې و سپړیږې
که د چړو په څوکو لاره هم وي
د عشق مجنون به ستا درشل ته درځي
په تور پټکي کې به ټومبي د پلوشو ګلونه
د تورو شپو په غېږ کې واخله نوراني ګلونه
د مهاجرو د خېمو غېږې ته
راوله راوله د نور قافلې
او دا د نور قافلې
د یو سفي کمیس په عطرو باندې ولمبوه
د لمر د سترګې هار پر سپینه غاړه و ځړوه
عزیز د مصر ته وریاد کړه د کنعان یادونه
او په مهجور پسرلي و وروه
د خوږ وصال د جنتونو ګلان
د استقلال د جنتونو ګلان
اې دسپېدو پرښتې
له خوبه و غځېږه
په کرشمو کرشمو و غځېږه
د وطن د مهجور پسرلي د سپېدې له پرښتې سره مې دا خبرې کم و زیات درویشت کاله وړاندې داسې مهال کړې وې چې شاعري مې ماشومه وه . دا دي دا خبرې د استاد پسرلي د ابدي بېلتون په شېبو کې یو ځل بیا یوه یوه را یادیږي . هغه مهال مې زړه د پسرلي د مینې له غزلیزو خاطرو مالامال ؤ . یو وخت مونږ د ناصرباغ په کمپ کې اوسېدو . کله ناکله به د ناصرباغ په هدیره کې ګرځېدم . د شهیدانو د قبرونو لوحې به مې لوستې . پر لوحو لیکل شوي نومونه د هغو افغان شهیدانو وو چې له روسانو او یا د هغه وخت له حکومت سره په جنګ او جهاد کې شهیدان شوي وو . د یوه دوه ویشت کلن شهید پر مزار لیکل شوي وو :
ـ شهید نیل . دې نوم د نیل د څپو غوندې ټکان راکړ. هغه وخت په زړه کې یوه لنډکی شعر را ګرځېدلی ؤ : چې نیل هم شهید شوی وي نو فرعون به په کومو څپو کې غرق کیږي ؟
ما نیل شهید ته د پسرلي د ماتې شپېلۍ له دردوونکي او زړه راښکونکي غږ سره یو ځای ژړلي وو :
ـ آن تر سهاره دې غم ویښ ساتي ما
شپه روڼوم تاته شپېلۍ غږوم
د ناصرباغ د شهیدانو تر څنګ
د هدیرې شاته شپېلۍ غږوم
ستا د شهید شپونکي ویرنه وایم
د پسرلي ماته شپېلۍ غږوم
د غزل پسرلي لکه پیر ، لکه مرشد زمونږ پر زړونو ، ذوقونو او غزلتورو لاسونه را تېرول . د هجرت په دیار کې د پښتو ادب کړۍ افغان ادبي بهیر د دوی د مینې او شاعرانه پېرزوینو زېږنده وه . مونږ به ډېر ځله ددوی په مجلس کې ددوی له زامنو هر یوه مرحوم امان الله ساهو ، اسدالله غضنفر ، اجمل پسرلي ، او د هغه وخت ماشوم ایمل پسرلي سره یو ځای ناست وو . هغه مهال به عصمت الله څاروان د پسرلي صاحب بل زوی په مسافرۍ کې ؤ . کله کله به ارواښاد امان الله ساهو او کله هم اسد غضنفر د استاد پر یوه نیمه خبره نیوکې کولې . استاد به د خپل کشري زوی اېمل پسرلي په ویښتانو کې ګوتې وهلې او یا به یې د هغه پر سر لاس راتېراوه ، د خپلو زامنو په نیوکه به موسکی ؤ . کله کله به یې کټ کټ وخندل . دې موسکا او دې کټ کټ خندا به مونږ ته د کره کتنې د زغم چل را ښوده .
افغان ادبي بهیر د لرو برو پښتنو او افغانو ادیبانو ، شاعرانو ، لیکوالو د مه ځای ؤ . افغان ادبي بهیر د افغانو شاعرانو لفظونه ، خیالونه او شعرونه ځلول . افغان ادبي بهیر د استاد پسرلي تر مینه ناکې مشرۍ لاندې زرین ګامونه اخیستل . اخوا سپېدې هم د مینې او تغزل کر کړی ؤ . خو د سپېدې مجله چې کله بیماره او ورپسې په ټپه درېد ه د هغې په بېګانۍ شپه مې د سپېدې مجلې په دفتر کې دا غزله لیکلې او ډېره مې له ځان سره زمزمه کړې وه .
سترګې رنځورې وایه څه په زړه لرې نرګسه
تا هم لېدلې د کابل زېړې څېرې نرګسه
زېړه څېره ، رنځورې سترګې لکه لمر د غروب
په مازدیګر کې درته چا وکړې ښېرې نرګسه
چا درته وې د سپېدې پېغله مري د مینې په تور
چې شوې راکوږ لکه جنډه د هدیرې نرګسه
روح په میَنو بلبلانو پسې چېرته یوسم
ډیوې دې مړې تورې تیارې دي راخورې نرګسه
خدای خبر بیا به چېرته واورو نرګسي راګونه
د پسرلي د تغزل له منارې نرګسه
نن دې له هرې پاڼې پاڼې نه ګیله وریږي
لکه کیسه د طالب جا ن د ګلبشرې نرګسه
شپه نیمه شپه ده راځه ډک کړو سره ډک زړګوټي
بیا به نه ته وې ، نه کاروان نه یې مسرې نرګسه
1993-11-1
استاد پسرلي به د خوشال بابا پر غزلونو ، پښتو لنډیو او د فارسي په کلاسیکه شاعرۍ خوږې خبرې کولې . دا خبرې به مو د زړونو په غوږونو اورېدې . دې غزلیزو خبرو به زمونږ زړونه او ذوقونه ځلول . استاد پسرلی دریابي شاعر ؤ ، لکه ملنګ په خلوت کې له شهرت مستغنی ؤ . د هغه د استغنا قامت لویو غمونو هم مات نه کړ . د استاد مجاهد ، توریالی او عیار صفته لیکوال او شاعر زوی امان الله ساهو ځوانیمرګ شو . مونږ د بهیر یاران به د استاد حجرې ته ډېر ډېر ورتلو چې ګوندې غم یې لږ تسکین شي . استاد به په هغه درانه غم کې هم په پرتم ناست ؤ . د امان الله ساهو یا د یې داسې کاوه : له یوه سړی نه څادر ورک شوی ؤ . په محکمه کې یې عریضه وکړه چې له مانه یو خورجین ، یو سروېږدی ، یو مخ پټونی ، یو ملاوستنی او یو څادر دا ټول ورک دي . قاضي وویل : دا څنګه په یوه ځای دومره ډیر شیان درنه ورک شوي دي ؟ سړي وویل : له مانه په ا صل کې یو څادر ورک دی خو دا یو څادر به مې کله د خورجین پر ځای کاراوه ، کله به د شپې له خوا د بړستنې پر ځای پرې پټېدم ، کله به مې د سروېږدي پر ځای تر سر لاندې اېښوده او آرام خوب به مې پرې کاوه . استاد ددې خبرې پیوند د ارواښاد ساهو له مرګ سره داسې و کړ : ساهو زما هغه څادر ؤ چې هم خورجین ، هم مخ پټونی ، هم سر وېږدی او هم ملاوستنی ؤ .
استاد په غم کې هم له جلال او پرتم نه ډک ؤ . کله به چې د بهیر یاران او دوستان د غم په ورځو شپو کې ورتلو نو استاد به په مفکرانه انداز داسې ویل :
ـ دوستان په غم کې د تقسیم په څېر وي غم در نه ویشي ، خو په ښادۍ کې د ضرب عملیې ته ورته وي ، خوشحالي په څو چنده در زیاتوي .
د استاد پسرلي د نورو بهیروالو تر څنګ له ماسره هم ځانګړې مینه وه . یو وخت مې د افغان ادبي بهیر په مشاعره کې چنار خبرې کوي شعر ولوست . له ماسره وېره وه چې دا شعر به د پسرلي صاحب خوښ شي او کنه ؟ کله چې د بهیر غونډه ختم شوه ، استاد ستېتج ته راغی ، ډېر خوشحاله ښکارېده . د ډېرې مینې او جذبې هیجان اخیستی ؤ . ویې ویل : که زه سلطان محمود غزنوي او یا کوم بل پاچا وای کاروان به مې ددې شعر په بدل کې په طلاوو کې پټ کړی ؤ ، خو زه د پاچا پر ځای یو شاعر او ملنګ یم . خپل قلم یې له جېب را وایست . ویې ویل : دا قلم کاروان ته ډالۍ کوم .
ماته له ډېرې خوښۍ ژړا راغلې وه ، د استاد ډالۍ شوی قلم مې ښکل کړ . چنار خبرې کوي شعر چې استاد د هغه پر سر ماته د مینې ډالۍ راکړې وه خپله شعري ټولګه مې د هغه شعر په نوم و نوموله یعنې چنار خبرې کوي . تر چنار خبرې کوي شاعرۍ وروسته مې نوره شاعري هم وکړه چې نوم یې د ښاپېرۍ ورغوی شو . زړه مې اوبه نه ورباندې څښلې ، زړه نازړه وم چې د ذوق د خاوندانو به خوښه شي او کنه ؟ استاد پسرلي ته مې هم د ښاپېرۍ ورغوی واستاوه . استاد د ښاپېرۍ ورغوی په مینه لوستی ؤ . د ښاپېرۍ ورغوي ته یې یو شهکار شعر د لمر کجاوه لیکلی ؤ . کله به مې چې د استاد د لمر کجاوه شعر لوستو ټکنی زړه به مې لږ آرام غوندې شو . د همدې شعر په هنداره کې به مې چې د ښاپېرۍ ورغوی کتلو ښکلی او مناسب ښکارېده . د استاد په شعر کې په ډېره مینه زما د نورې شاعرۍ له پاره هم زرینې دروازې خلاصې وې . کله چې د استاد پسرلي د نظمونو ټولګه خپره شوه نوم یې د لمر کجاوه ورته اېښی ؤ . د لمر کجاوه ددې ټولګې هغه شهکار او ښکلی نظم ؤ چې زما د شاعرۍ ښاپېرۍ ورغوي سره یې مینه په کې ښودلې وه .
ما له خپل وطن نه غرونه او سمندرونه اخوا په مسافرۍ کې د یوه ملنګ خویه محبوب انسان استاد پسرلي د ابدي بېلتون خبر واورېد .زه لکه یتیم د خپل زړه په کونج کې ناست یم او دیوې لویې پوښتنې سره مخ یم . دا پوښتنه داده :
ـ ماته به دومره مینه څوک راکوي ؟
2014-1-16 له وطن لرې په بل دیار کې