شپانه سترګې پټې کړې، شونډه یې تر غاښونو لاندې کړه، داسې لکه شدید درد یې چې احساس کړی وي، څو چې یې ځان خوځاوه؛ خړه مرغۍ یې پر خوله ورننوته، وزرونه یې ټول کړل، نېغه یې ستوني ته ورکوزه شوه، ځان یې تر ګېډې ور ورساوه، خرپلې یې شروع کړې، د ملا هډوکي یې ور وګرول… .
شپون ګېډې ته ځیر شو، سر یې وخوځاوه، د لاسونو ګوتې یې سره ورکړې، په غوسه یې وویل:
ــــ له دې مرغۍ سره څه وکړم، هره ورځ مې پر وجود راننوځي، ټوله خېټه یې راته سورۍ- سورۍ کړه… .
لمر کوږ شو، د لوړ غره سیوری کرار- کرار اوږدېده، ارته لمن یې له سرو ترخو ډکه وه، ځای- ځای پکې غړنګوې او مخۍ هم راختلې وې، پر لوړه څوکه یې لمدې واورې د لمر وروستۍ وړانګې انعکاسولې… .
شپون پاڅېد، ښکته یې وکتل، لاندې یې پر کلي د ماښام لړه ولیده، داسې ګومان یې وکړ، لکه په ټوله سیمه کې چې د ژوندي انسان سیوری نه وي، سر یې وځړېد، خړۍ مرغۍ یې لاهم په ګېډه کې خرپلې کولې… .
د باد سړه څپه د لوړ غره پر ډبرو ولګېده، وېرونکي اواز یې په غره کې انګازې وکړې، شپانه دواړه لاسونه پر غوږو کېښودل، درې/ څلور مېتره وړاندې یې پر لویه توره ډبره سترګې ولګېدې، د ډبرې له سره څو ژېړ رنګه غټ پوچک کارتوس د باد له څپو سره پر شنه رېګ پرېوتل. باد تېز شو، د بوټو له منځه یې د مېږو تورې/ سرې وړۍ په هوا کړې او د غره پر لمن یې کوچني سپک هډوکي یوه خوا- بلخوا رغړول… .
شپانه سپین چادر تر ځان تاو کړ، سر یې وځړېد، د خپل جسد تر څنګ ماتې شپېلۍ ته په چورت کې شو، خړې مرغۍ یې لاهم په ګېډه کې خرپلې کولې.

پای

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *