میراحمد یاد
پر فېسبوک مې د مولانا یو حکایت خپور کړی چې یو کس ورته راغی او ورته یې وویل چې په کوڅه چا له خوړو ډک لګنونه (تشتونه) روان کړي وو. مولانا ورته وویل: ماته یې څه؟ هغه کس ورته وویل: لګنونه یې تاسې کره یوړل ! مولانا ورته وویل: نو تاته یې څه؟
په دې پوسټ زیاتره خلکو داسې تبصره کړې چې دغه ډول طرز فکر یې بې مسئولیتي بللې وه. ما چې پرې فکر وکړ، نو دا بې مسئولیتي نه ده، بلکې له ځانه بې ګټې فشارونه او اندېښنې لرې کول دي.
ارواپوهنه وایي چې انسان خپل کارونه په دوو کړیو کې وویشي ۱) د اغېز کړۍ ۲) د اندېښنې کړۍ.
د اغېز په کړۍ کې هغه چارې راځي چې تاسو یې په بدلون کې ونډه لرئ او بدلولای یې شئ. مثلاً په لاره روان یئ، تیږه پرته ده، لار یې بنده کړې، تاسې تیږه لرې کوئ او لار خلاصوئ. دلته ستاسو اغېز معلوم او د لارې خلاصول ستاسې د وس خبره وه. دا چارې د اغېز په کړۍ کې راځي.
د اندېښنې کړۍ کې هغه شیان راځي چې تاسو په کې اغېز نه لرئ او په حل یا بدلون کې یې مستقیمه ونډه نه لرئ. مثلاً تاسې سهار درس یا کار ته ځئ او باران وریږي… دا ستاسې له وس پورته خبره ده، ځکه د باران مخه نه شئ نیولای، دې وخت کې تاسې ستونزه نه شئ بدلولای بلکې د ستونزې پر وړاندې به خپل غبرګون بدلوئ. که باران وریږي چترۍ ځان سره واخلئ او ځان له لمدېدو وساتئ.
که موږ ټولې ستونزې له زوایې وارزوو نو فشارونه را باندې کمېږي. که په کوڅه کې لګنونه وړل کیږي، نو د اندښنې کړۍ او موږ به یوازې ځان ساتو چې پرې غوړ نه شو … د لګنونو مخه نه شو نیولای … خو که زموږ کور ته ځي بیا دا موضوع زموږ د اندېښنې په کړۍ کې راځي، موږ یې مخه هم نیولای شو، ځان هم پرې پوهولای شو او بدلولای یې هم شو.
نو موضوعات ووېشئ، د اغېز کړۍ کې چې کوم راځي د بدلون غم یې وکړئ او د اندېښنې کړۍ کې چې راځي په مقابل کې یې ځان بدل کړئ لو خطره یې خوندي شئ.