د امریکا دفاع وزیر جنرال ماتیس د سنا جرګې د فاعي کمېټې ته ځوابونه وايي

تاند- د امریکا دفاع وزیر جېمز ماتیس وايي، د هغو ۳ زره سرتېرو، چې د ولسمشر ټرمپ د نوې ستراتیژۍ له مخې افغانستان ته لېږل کېږي، اکثره یې دغه هیواد ته په لاره دي.

ماتیس دا خبره تېره شپه (د امریکا دوشنبه) په پینتاګون کې خبریالانو ته وکړه.

ده افغانستان ته د روانو پوځیانو دقیق شمېر په ګوته نه کړ خو ویې ویل چې تر ۳۰۰۰ به زیات وي.

«که رښتیا درته ووایم لا مې د اوامرو په بېخ کې لاسلیک نه دی کړی؛ حاضردمه پر مشخصاتو غور کوو خو اکثره پوځیان له امر سره سم افغانستان ته په لاره دي او نه غواړم چې په دې اړه نور معلومات ورکړم ځکه دا له دښمن سره مرسته کوي.»

ولسمشر ټرمپ تېره میاشت د افغانستان او جنوبي اسیا لپاره نوې ستراتیژي اعلان کړه چې پر اساس یې په زرګونو نور پوځیان افغانستان ته استول کېږي څو د طالبانو د پرمختګونو مخه ونیسي او نیولې سیمې ورڅخه بېرته تصفیه کړي.

امریکا د ۲۰۱۴ په پای کې نه یوازې د افغانستان په جګړه کې د خپلو پوځیانو ګډون پای ته ورساوه، بلکې اکثره یې وایستل او ژمنه یې وکړه چې نور به هم په تدریج وباسي خو د طالبانو د حملو شدت ظاهراً دا هیواد مجبوره کړ چې بېرته خپل پوځیان راولېږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *