تاند- د امریکا دفاع وزیر جېمز ماتیس د افغانستان لپاره د امریکا د نوې ستراتیژۍ په اړه په څرګندونو کې وویل، له افغانستانه د ټولو امریکايی پوځیانو د ایستلو او یا له خصوصي امنیتي کمپنیو څخه د کار اخیستلو په شمول پر ټولو انتخابونو غور کېږي.
ماتیس پرون /دوشنبه/ په واشنګټن کې خبریالانو ته وویل، د افغانستان لپاره د ولسمشر ټرمپ د ستراتیژۍ بیاکتنه به ژر نهايي شي.
ده وویل چې لا هم پرېکړه نه ده شوې.
تر دې وړاندې د بلک واټر د امنیتي کمپنۍ مشر اریک ډي پرینس امریکايي چارواکو ته وړاندیز وکړ چې د دوی له اجیرو پوځیانو په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو پر ځای کار واخلي.
د بلک واټر ورلډ وایډ کمپنۍ امنیتي کمپنۍ غړي په افغانستان کې ښه نوم نه لري. هغوی پر بې رحمۍ تورن دي.
یو شمېر افغانانو بلک واټر ته د افغانستان د جګړې پر سپارلو انتقادونه کړي او ویلي یې دي چې که دا کار وشو ممکن ناوړه پایلې ولري.
د افغانستان لپاره د روسیې خاص استازي زامیر کابلوف هم دا طرحه رد کړه، ویې ویل تر دې ښه دا ده چې ټول امریکايي پوځیان له افغانستانه ووځي.
وسله والو طالبانو نن /سې شنبه/ له ولسمشر ټرمپ څخه وغوښتل چې افغانستان ته نور پوځیان راونه لېږي او خپل خپل ټول ځواکونه وباسي.