د امریکا دفاع وزیر جنرال ماتیس د سنا جرګې د فاعي کمېټې ته ځوابونه وايي

تاند- د امریکا دفاع وزیر جېمز ماتیس وویل، د ټرمپ اداره لا هم د افغانستان د نوې ستراتیژۍ په اړه پر لویو نظرونو کار کوي چې دا نظرونه د ځواکونو تر شمېر او نورو پوځي تفصیلاتو لوړ دي.

ماتیس له ولسمشر ټرمپ او جګپوړو پوځي قوماندانانو سره له کتنې یوه ورځ وروسته د جمعې په ورځ /جولای ۲۲/ په پینتاګون کې له خبریالانو سره په خبرو کې وویل«موږ د ستراتیژۍ جوړولو ته نژدې یوو.»

پرون /جمعه/ د امریکا د سنا جرګې د پوځي خدماتو د کمېټې مشر جان مکین – چې د ولسمشر ډانلډ ټرمپ په شان د جمهوریپال ګوند غړی دی- وویل، ولسمشر ټرمپ په افغانستان کې د بري لپاره هیڅ ستراتیژي نه لري

جان مکین وویل، ټاکل شوې وه چې د امریکا حکومت د افغانستان لپاره د جولای تر نیمايي پورې خپله نوې ستراتیژي کانګریس ته وړاندې کړي، خو تراوسه پورې یې هیڅ درک نشته.

ماتیس وویل، دا خبره خورا مهمه ده چې ډېر نظرونه وپوښتل شي او په نتیجه کې يې د حکومت په منځ کې د نظر یووالی ترلاسه شي چې افغانستان له څه ستونزې سره مخامخ دی او امریکايي پوځیان په دغه هیواد کې د کوم هدف په لټه کې دي.

ده په دې برخه کې د نظم راوستل تر پوځي هدفونو ستونزمن وباله.

ماتیس دا هم وویل چې د امریکا دفاع وزارت پاکستان ته د ايتلاف له بودجې ۵۰ ملیون ډالره مرسته درولې ده.

دا پیسې به هر کال پاکستان ته د لوژیستیکي لګښت په خاطر ورکول کېدې.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *