د امریکا دفاع وزیر جنرال جان ماتیس

تاند- د امریکا دفاع وزیر جېمزماتیس د تروریزم پر ضد د پاکستان قربانۍ تایید کړې او په عین حال کې یې ټینګار وکړ چې پاکستان له امریکا او نورو سره په ګډو هڅو په افغانستان کې د سولې د امکاناتو په برابرولو کې حیاتي رول لوبولی شي.

د پاکستان د اسوشیتید پریس خبري اژانس د راپور له مخې، په اسلام اباد کې د امریکا سفارت نن /دوشنبه/ وویل چې د امریکا دفاع وزیر پاکستان ته د خپل سفر په لومړۍ ورځ د پاکستان له صدراعظم خاقان عباسي او دفاع وزیر خُرم دستګیر خان سره ولیدل.

د امریکا دفاع وزیر د پاکستان د پوځ له لوی درستیز جنرال قمر جاوید باجوه او د پاکستان د پوځي استخباراتي ادارې (آی ایس آی) ريیس جنرال نوید مختار سره هم خبرې وکړې.

د پاکستاني اژانس پر اساس، د امریکا دفاع وزیر په دغو کتنو کې یو وار بیا په کلکه وویل چې پاکستان «باید» له هغو تروریستانو او سختدریځو سره د مبارزې لپاره خپلې هلې ځلې دوه برابره زیاتې کړي چې د پاکستان له خاورې عملیات کوي.

له بلې خوا واشنګټن پوسټ ورځپاڼې له اسلام اباد څخه په یوه راپور کې ویلي چې ماتیس د پاکستان جګپوړو پوځي چارواکو ته وویل چې د هغو سختدریځو مخه ونیسي چې د پاکستان له خاورې څخه په استفادې په افغانستان او نورو هیوادونو کې تروریستي بریدونه کوي او همداراز د هغوی پيناهځایونه بند کړي.

واشنګټن پوسټ وايي، ماتیس د پخوا په شان د پاکستان په وړاندې له توندې لهجې کار وانخیست خو هماغه خبرې یې په یو څه نرمه او دیپلوماتیکه ژبه تکرار کړې.

له پاکستان څخه ترستنېدو وروسته د پاکستان د صدراعظم له دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې د دواړو خواوو خبرې مثبتې وې.

امریکا د پاکستان په خاوره کې د بې پېلووټه الوتکو حملې زیاتوي

په همدې حال کې د شنبې په ورځ /دسمبر۲/ د سي آی اې ريیس مایک پومپیو په واشنګټن کې وویل، د امریکا متحد ایالتونه به هر هغه کار وکړي چې د سختدریځو خوندي پناهځایونه ختم شي خو «که پاکستان ونه منله، د امریکا یو انتخاب به دا وي چې د پاکستان په پولو کې نه بلکې وړاندې د دغه هیواد په خاوره کې دننه د بې پېلوټه الوتکو حملې وکړي. دا ډول اقدام به پاکستان ته خبرداری ورکړي.

ده دا هم وویل چې د پاکستان حکومت په قبایلي سیمو کې د بې پېلوټه الوتکو له حملو سره همکاري کوي.

پاکستان نه یوازې دا چې په قبایلي سیمو کې د حملو او بمي حملو پروا نه لري بلکې د خیبر پښتونخوا او بلوچستان بریدونه هم ورته زیات اهمیت نه لري خو د پنجاب په سیمه کې په هر برید سخت حساسیت ښيي.

څو ورځې وړاندې په افغانستان کې د غوڅ ملاتړ ماموریت امریکايي قوماندان جنرال جان نیکلسن وویل، د افغانستان او جنوبي اسیا لپاره د ولسمشر ټرمپ د پالیسۍ له اعلانېدو راوروسته د پاکستان په پالیسۍ کې بدلون نه دی راغلی او لا هم د پخوا په سان له پاکستان څخه په افغانستان کې د سختدریځو بریدونه دوام لري.

د امریکا ولسمشر د اګست په پای کې په زغرده وویل چې نور د پاکستان په خاوره کې د تروریستانو او سختدریځو پناهځایونه نه شي زغملی.

پاکستان تر دې وړاندې د امریکا د غوښتنو په وړاندې مقاومت ښودلی او ویلي یې دي چې په خاوره کې یې د طالبانو پناهځایونه نشته.

One thought on “ماتیس پاکستاني چارواکو ته وویل، باید د تروریستانو د پناهځایونو پر ضد قدام وکړي”
  1. ګران تاندوالو درته ووایم که ګران وطنوالو، خو خیر دواړه استئ. د نقیب صایب جنډه در وړم چې پاکستان په اړه د امریکایي جندددرالانو خبرو ته بیل کالم جوړ کړئ، امریکایي دروغ امریکایي شیطنت، امریکایي منافقت امریکایي سیاست امریکایي جنایت او … بل هر نوم چې درځي، پرې کیږدئ خو چې لوستونکې مخکې پوه وي چې کوم کالم کې دي

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *