عزیز خان هوت

ولسمشرۍ ته د نوماندانو ترمینځ د ټاکنو پر مهال مبارزې باید د خلکو د ملي يووالي د ټينګښت لامل شي.له بل پلوه په ټاکنو کی د خلکو ونډه د بریالیو ټاکنو د تر سره کېدو ضامنت کوي، خو خلکو ته د خپلو پروګرامونو او تګلارو پر ځای بې ځایه خبرې کول بیا د ډېموکراسۍ د اوصولو خلاف عمل دی.

څو ورځې وړاندېد عبداللهدویم مرستیال محمد محقق ډایکنډي ولایت کې غونډې ته د خپلې بې علمه او بې معنا وینا په ترڅ کې د خپل سیال ټیم مشر او سیاسي رقیب ښاغلي ډاکټر اشرف غني احمدزي ته په نېغه او شخصي ډول توهین آمیزه او بې مفهومه خبرې وکړې. دا ځکه چې دوی کومه ځانګړې طرحه او پلان نه لري چې خلکو ته يې وړاندې کړي، نو خپلې ګڼ شمیر غونډې په بېهوده او سپکو القابو په یادلو او خارښتي خبرو په کولو سره خلاصوي. دا ناوړه کار د محقق او همپالنې او اصلاحاتو د ټیم په بې علمۍ، ټولنیزو اړیکو په نه پوهېدو او د دوی په سپک والي دلالت کوي.

محمد محقق چې د عبدالله دویم مرستیال دی، په امرالله صالح یې هم څه موده وړاندې یو شمېر تورونه لګولي وو. په داسې حال کې چې امرالله صالح هم د ولسمشرۍ په دویم پړاو ټاکنو کې د عبدالله عبدالله په مشرۍ د اصلاحاتواو همپالنې د ټیم ملاتړ څرګند کړی دی.

 محقق، صالح ته ویلي وو ((تاجکان نن یوازې صالح لري ،چې دی هم پیاوړی ټولنیز ځایګی نلري او یوازې په تورونو لګولو کې مهارت لري.))

له دې سره صالح د محقق د لیک په ځواب کې په فیسبوک ټولنیزه پاڼه کې لیکلي:

 ((زه ستاسو غوندې په دروغو د استازۍ لقب نلرم. زه تاسو غوندې ټلویزیون چې د آنتنونو لګښت یې یو استخباراتي سازمان او د کارکونکو تنخواه یې بل استخباراتي سازمان ورکوي، نلرم. زه د سیاسي پرېکړو له کولو وړاندې دریو ګاونډیو هېوادونو ته سفر نکوم. زه له خپلو متحدینو سره تړونونه په سفارت خونو او په ګاونډیو هېوادونو کې په استخباراتي میلمستونونو کې نه ،بلکه په کابل ښار کې کوم. صالح زیاتوي،د خپل هېواد په برخلیک باندې د ناندریو وهلو په موخه له لویدیځو او ختیځو بهرنیانو سره له تورو لیدنو ډډه او شرم کوم. ستاسو خلاف چې هغه اساسي او یا د هو او نه معیار درته ټاکۍ!))

د اصلاحاتو او همپالنې د ټیم نوماند ډاکټر عبدالله عبدالله او د هغه مرستیالان نه شي کولای ،چې د سیاسي اخلاقو د استدلال له مخې له افغانانو د خپل بریالیتوب لپاره رایه ترلاسه کړي. د ډاکټر اشرف غني احمدزي سیاسي سیالي د پیاوړېډېموکراسۍ نښه بلل کېږي او د افغانانو هېله ده چې راتلونکې ټاکنې به په افغانستان کې د دریم ځل لپاره د ولسواکۍ او ډېموکراسۍ بنسټ لا پوخ کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *